اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ؛ «د ټولیزو رسنیو قانون دې وروستی شي»

یوشمېر افغان خبریالان او د ځینو رسنیو مسوولان اطلاعاتو ته د ټولیز لاسرسي له نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله له سرپرست حکومت څخه غواړي چې د ټولیزو رسنیو قانون وروستی کړي.
دوی د افغان خبریالان د خوندیتوب کمېټه کې د یوې جوړې شوې غونډې پر مهال وویل چې ورځ تر بلې اطلاعاتو ته لاسرسی کمېږي.

زابل کې په ۳۰۰زره ډالرو یو ټولنیز مرکز جوړېږي

د زابل په مرکز کلات ښار کې په ۳۰۰زره امریکايي ډالرو د یوه ټولنیز مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې.

د دغه مرکز د جوړېدو لګښت د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنري یا «UNHCR»  ورکوي او چارې به یې، د لسو میاشتو په ترڅ کې بشپړې شي.

د هېواد ختیځ کې وروستیو سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

د هېواد په ختیځ کې د وروستیو اورښتونو له امله راوتلیو سېلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولې دي.

ځايي مسوولان وايي، دغه سېلابونه «جمعه شپه» د ننګرهار په کوزکونړ او د لغمان الینګار او الیشنګ ولسوالیو کې راوتلي دي.

ده وویل، د زیانمنو کورنیو سروې یې پیل کړې او په دې اړه به د زیانونو کره شمېر وروسته شریک کړي.

د اسراییلو ادعا؛ حسن‌نصرالله په هوايي برید کې وژل شوی

د اسراییلو پوځ ادعا کړې چې د لبنان سوېل کې د حزب‌الله ډلې د قومندې پر مرکز په شوي برید کې، د یادې ډلې مشر سیدحسن نصرالله په شوي هوايي برید کې وژل شوی دی.

حزب‌الله ډلې تراوسه د حسن نصرالله د وضعیت په اړه هېڅ نه‌دي ویلي. ایران هم وړاندې ویلي و چې په دې اړه یې، خپلې څېړنې پیل کړې دي.

حمدالله فطرت: افغانستان د هېچا پروړاندې خطر نه‌دی

د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي چې له افغانستان څخه هېڅ‌ هېواد د ګواښ نشته او په وینا یې، سرپرست حکومت بهرنیو ډلو ته د فعالیت اجازه نه‌ورکوي.

نوموړي دغه څرګندونې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف د څرګندونو په غبرګون کې کړې دي.

ننګرهار او لغمان کې سېلابونه؛ درې کسان مړه او ۲۰ ټپیان دي

ننګرهار او لغمان کې د وروستیو سېلابونو له امله درې کسان مړه او ۲۰ نور ټپیان شوې دي.

د ننګرهار د رسنیو دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کوز کونړ(ښېوې) ولسوالي په بېلابېلو سیمو کې نن سهار «جمعه، تلې ۶مه» د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

لوګر کې په پنځه میلیونه افغانۍ د یوه جومات د جوړېدو چارې پيل شوې

د لوګر د مرکز پُل‌علم ښار اړوند د استېناف محکمې د ریاست په انګړ کې د پنځه میلیونه افغانیو په لګښت د یوه جومات د جوړېدو چارې پیل شوې.

دغه جومات د حج او اوقاف وزارت له لوري جوړېږي چې چارې به یې، د راتلونکو څلور میاشتو په ترڅ کې بشپړې شي. یاد جومات په دوه پوړونو کې جوړېږي چې یو وخت به د ۷ سوه لمونځ‌کوونکو ظرفیت ولري.

زابل کې د تورې بند ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شو

د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولان وايي چې زابل کې د تورې بند چارې بشپړې او ګټې‌‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، دغه بند د ۱۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی او چارې یې، د دوو کلونو په ترڅ کې بشپړې شوې دي.

پکتيکا کې په ۵۰۰زره ډالرو یو دارلايتام ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شو

د پکتيکا مرکز ښرنه کې د ترکيې د یوه خيريه بنسټ له‌ لوري د ۵۰۰زره امريکايي ډالرو په لګښت د امام بخاري په نوم يو دارلايتام جوړ او ګټې‌اخيستنې ته سپارل شوی دی.
هغه ټينګار وکړ چې د سرپرست حکومت مشرتابه هوډ لري، ټول هېواد کې د يتيمانو روزنې لپاره دارلايتامونه جوړ کړي.

هېواد کې د ۶میاشتو پرمهال ۸۶۰ ټُنه تاریخ‌تېر درمل او خوراکي توکي سوځول شوي

د عامې روغتیا وزارت اړوند د خوړو او درملو معینیت مسوولان وايي چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې تر دې مهاله ۸۶۰ ټُنه تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي راټول او له‌منځه وړل شوې دي. تېر کال هم له مرکز او یوشمېر ولایتونو څخه ۸۵۰ ټُنه بې‌کیفیته او تاریخ تېره خوراکي توکي او درمل راټول او له‌منځه وړل شوي وو.

سمنګان کې سږکال د غنمو حاصلات ۶۰سلنه زیات شوي

د سمنګان محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د تېرکال په پرتله سږکال د غنمو په حاصلاتو کې ۶۰سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د یاد ولایت د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر انجینیر خلیل کریمي وايي، سږکال پر وخت اورښتونه د غنمو حاصلاتو د ډېروالي لامل شوې دي.

پروان کې په پنځه میلیونه افغانۍ د اوبو شبکه ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوه

د پروان د کلیوبیارغونې او پراختیا ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د پنځو میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو یوه شبکه جوړه او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې ده.

د مسوولانو په وینا، د اوبو دغه ذخیزه چې ۱۱۰۰۰ مټره اوږدوالی لري، د یاد ولایت په سرخ‌پارسا ولسوالي کې جوړه شوې.