د غزني ډاکټران: د هغو امېندواره مېرمنو شمېر زیات شوی چې په ناطبیعي ډول ترې وینه بهېږي

په غزني کې د نسايي‌-‌ولادي څانګې یوشمېر ډاکټران وايي، درانه کارونه او په خپل سر د درملو کارول په ناطبیعي ډول د امېندواره مېرمنو د وینې بهېدو لامل کېږي.
یو ډاکټر محمدعاطف نوري وايي، په دغه ولایت کې د امېندواره مېرمنو د ناطبیعي وینې بهېدلو کچه زیاته شوې او لامل یې هم د هغوی له لوري درانه کارونه او په خپل سر د درملو کارېدل دي.

کابل کې د «امام‌ابوحنیفه» درېیم ملي او نړیوال نندارتون پرانېستل شو

د امام ابوحنیفه درېیم نړیوال نندارتون د سوداګرو، کورنیو پانګوالو او د سیمې هېوادونو د استازیو په ګډون نن یکشنبه، تلې ۱۵مه، کابل کې پرانیستل شو چې شپږ ورځې به روان وي.
د امام‌ابوحنیفه درېیم نړیوال نندارتون یوشمېر ګډونوال خپلو محصولاتو ته د بازارموندنې لپاره د دغه ډول نندارتونو ترسره کول ګټور بولي.

کاپیسا کې له زده‌کړو پاتې یوشمېر نجونو کرنې او لاسي صنایعو ته مخه کړې

 کاپیسا ولایت کې له لوړو زده‌کړو پاتې یوشمېر نجونې زده‌کړیالانې وايي، د پوهنتونونو له تړل‌ کېدو وروسته یې، د وزګارتیا له امله کرنې او لاسي صنایعو ته مخه کړې.

د کاپیسا ولایت د مرکز «محمودراقي» اوسېدونکې رویا وايي چې د پوهنتونونو له تړل‌کېدو وروسته یې، خیاطي ته مخه کړې.

میدان‌وردګ کې پر زرګونه بزګرانو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره وېشل شوې

د میدان‌وردګ د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې د ملګروملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (FAO)  له لوري د مرکز میدانښار په ګډون په نهو ولسوالیو کې پر شپاړس نېم زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره وېشل شوې.

پاکستان کې وسله‌وال بریدونه؛ ۱۶ سرتېري وژل شوي او لسګونه ټپیان دي

د پاکستان د خېبرپښتونخوا ایالت اړوند سیمو کې د دغه هېواد پر امنیتي ځواکونو د وسله‌‌والو بریدونو پرمهال ۱۶ پاکستاني سرتېري وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

لومړی برید د یاد ایالت په کُرمه ولسوالي کې شوی چې په‌کې اووه پاکستاني سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

پکتيکا کې د رسنيو ترمنځ د کرېکټ سيالي پيل شوې

د پکتيکا ولايت مقام څخه سلام‌وطندار ‌ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغه ولایت د محلي رسنیو ترمنځ د کرېکټ سیالي پیل شوې.

د خبرپاڼې له مخې، دغه سیالي د اطلاعاتو او فرهنګ رياست اړوند ځوانانو چارو امريت له لوري او د کرېکټ امریت په همغږي پیل شوې دي.

مجاهد: د مسکوفارمټ ناسته د افغانستان او سیمې لپاره ښه پرمختګ و

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ شپږمه غونډه روسیه کې د یوشمېر هېوادونو د استازیو او د سرپرست حکومت د پلاوي په ګډون «جمعه، تلې ۱۳مه» جوړه شوه چې د بېلابېلو موضوعاتو په تړاو په‌کې بحث او خبرې وشوې.

د سرپرست حکومت د ویاند ذبېح الله مجاهد سلام‌وطندار ته وویل چې دغه غونډه د افغانستان او د سیمې د پرمختګ لپاره مهمه ناسته وه.

له هرات څخه بهر ته صادرات ۹۸سلنه زیات شوي

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي چې د روان کال لومړیو شپږو میاشتو کې له دغه ولایت د صادراتو کچه ۹۸سلنه زیاته شوې.

د هرات صادرات د اسلام‌قلعه او تورغونډۍ بندرونو له لارې نورو ولایتونو او هېوادونو ته کېږي.

هایټي کې وسله‌وال برید؛ لږترلږه ۷۰ کسان وژل شوي او ۱۶ ټپیان دي

د هایټي په مرکزي ښارګوټي کې د ګران‌ګریف ډلې «بانډ» وسله‌والو په برید کې لږ تر لږه ۷۰ کسان وژل شوي او ۳۰۰۰ نور خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوې دي.

د ملګروملتونو د بشري حقونوعالي کمېشنرۍ دفتر «جمعه، اکتوبر پنځمه» وویل چې دا برید د پنجشنبې په ورځ د پورټ‌اوپرنس شمال لویدیز ته په ۱۰۰ کیلومترۍ، په پونټ‌سونډ کې شوی دی.

پر لبنان د اسراییلو بریدونه؛ څه باندې ۲۰۰۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

له هغه وخت راهیسې چې اسراییلو لبنان کې د حزب‌الله پر مرکزونو بریدونه پیل کړي، دغه هېواد کې د یادو بریدونو له امله څه باندې ۲۰۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د لبنان روغتیا وزارت چارواکو په وینا، دغه کسان یوازې د اسراییلو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې وژل شوي دي.

سرپل کې د راکېټ مرمۍ چاودنې له امله درې ماشومان مړه شوي

سرپل کې له تېرو جګړو څخه پاتې د راکېټ مرمۍ چاودنې له امله درېوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان دي.

د یاد ولایت د امنیې قومنداني له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د راکېټ دغه مرمۍ هغه مهال چاودنه کړې چې ماشومان پر لوبه بوخت وو.

دلاور: نړیوالو غوښتل زموږ ځوانان پر نشو روږدي کړي

د افغاني سرې مياشتې ټولنې عمومي رییس شهاب‌الدين دلاور وايي چې نړیوالو غوښتل افغان ځوانان پر نشو اخته کړي.

هغه همداراز له مسوولانو غوښتنه کړې چې د کونډو او یتیمانو د حقونو سپارلو برخه کې دې بې‌غوري ونه‌وکړي. دلاور پر حکومتي چارواکو او مسوولانو غږ وکړ چې خپل مسوولیتونه په صداقت او اماندارۍ مخته یوسي. نوموړي دغه څرګندونې پکتیا کې «پنج‌شنبه، تلې ۱۲مه» د یوې غونډې پرمهال کړې دي.

بدخشان کې دوو ټرافیکي پېښو درې کسان مړه او پنځلس نور ژوبل کړي

د بدخشان په تشکان ولسوالي کې او د بهارک ولسوالي او فیض‌اباد ښار پر لویې لارې دوو جلا جلا ټرافیکي پېښو د درېوو کسانو ژوند اخیستی او پنځلس نور یې ټپیان کړي دي.
د بدخشان د امنیې قومانداني ویاند احسان‌الله کامګار وايي، پرون ماسپښین (د تلې ۱۲مه، پنجشنبه) یوه کرولا د دغه ولایت په ارغندکان سیمه کې له سړک نه اوښتی او رغړېدلی دی.

غزني کې د یوه کلینیک د جوړولو چارې پیل شوې

د غزني د عامې روغتیا رییس زرک رنځورمل وايي، د دغه ولایت د جاغوري ولسوالي په انګوري سیمه کې د یوه پرمختللي کلینیک د رغولو چارې پیل شوې دي.
د نوموړي په وینا، یاد کلینیک چې درې‌ پوړه او ۳۰ خونې به ولري، ۴۵ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي او پیسې یې هم د جاغوري ولسوالي د اوسېدونکو له لوري ورکول کېږي.