اوږدې جګړې ته چمتووالی؛ حزب‌الله د قومندې نوی مرکز جوړ کړی

وروسته له هغې چې اسراییلو د حزب‌الله ډلې مشران له‌منځه یوړل او د یادې ډلې پروړاندې یې، لبنان کې ځمکني عملیات پیل کړل، حزب‌الله یوې اوږدې جګړې ته د چمتووالي لپاره د قومندې نوی مرکز جوړوي.

رویټرز خبري اژانس نن شنبه اکتوبر ۱۲مه د څلورو سرچینو له قوله ویلي، د اسراییلو عملیاتو سره سره د نوې قومندې مرکز جوړولو کارونه روان دي چې د توغندیو د وېشتلو وړتیا ترڅنګ به له دې مرکز جګړه مدیریت کېږي.

پېرو کې د ځنګلي‌اور له امله ښارونو ته یږې راښکته شوي

د پېرو په ځنګلونو کې د اورلګېدنو له امله یږې او نور وحشي ژوي ښارونو ته راښکته شوي چې د خلکو له لوري وېشتل شوي دي.

ځنګلونو کې د اورلګېدنې له کبله ډېری مرغان، ماران او نور ژوي سوځېدلي او ډېری هغه چې ژوندي پاتې دي، ښارونو ته ښکته شوي دي.

لبنان کې د اسراییلو بریدونه؛ ۲۲ کسان وژل شوي او له ۱۰۰ ډېر ټپیان دي

د لبنان پلازمېنه بیروت کې د اسراییلو ځواکونو د هوايي بریدونو پرمهال ۲۲ کسان وژل شوي او له ۱۰۰ ډېر نور ټپیان دي.

رویټرز خبري اژانس نن جمعه، اکتوبر یوولسمه راپور ورکړی چې برید د حزب‌الله ډلې د یوه لوړپوړي چارواکي وافیق صفا د له‌منځه وړو لپاره شوی دی.

بلوچستان کې د برید پرمهال د افغانانو په ګډون ۲۰ کارګر وژل شوي

د پاکستان د بلوچستان ایالت په دوکۍ ولسوالي کې د ډبرو سکرو کان پر کارګرو برید کړی چې له امله یې، شل کارګر وژل شوي دي.

د دوکۍ ولسوالي چارواکي وايي چې برید بېګاه شپه ۱۲ بجې د ناپېژنده وسله‌والو له لوري شوی چې په‌کې یوشمېر نور کارګر ټپیان شوي هم دي.

عامې روغتیا وزارت: هېواد کې یونیم میلیون کسان د سترګو پر ناروغي اخته دي

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې دا مهال هېواد کې یو میلیون او ۵۰۰زره کسان د سترګو پر بېلابېلو ناروغیو اخته دي.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو معیین عبدالولي حقاني دې نمانځ‌غونډه کې وویل چې هرکال په هېواد کې ۲۵زره کسان د خپلې یوې سترګې لید له لاسه ورکوي.

پکتيا کې په څه باندې درې ميليونه افغانۍ د اوبولګولو کانال جوړېږي

د پکتیا کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې په څه باندې درې میلیونه افغانۍ د یوه کانال د جوړېدو چارې پیل شوې.

د یاد ریاست له لوري نن پنج‌شنبه، تلې ۱۹مه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه کانال د زرمت ولسوالي اړوند کوتي‌خېل کلی کې جوړېږي.

هرات کې یوه کس خپل پلار وژلی

د هرات محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د رباط‌‌سنګي ولسوالي اړوند سیمه کې یوه کس خپل پلار وژلی دی.

پېښه نن پنج‌شنبه، تلې ۱۹مه رامنځته شوې.

د اسراییلو بریدونه؛ خان‌یونس کې پنځه کسان مړه شوي

د غزې په خان یونس کې د اسراییلو ځواکونو د جېټ‌الوتکو په بریدونو کې د یوې کورنۍ پنځه غړیو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

الجزیري خبري شبکې نن پنج‌شنبه، اکتوبر لسمه راپور ورکړی چې دغه کورنۍ د غزې سوېل د خان یونس په «الفخري» سیمه کې په نښه شوې.

بلخ کې د مېرمنو د کورني تولیداتو یو ورځنی نندارتون جوړ شوی

بلخ کې د کرنې ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ښځو کورني تولیداتو او کرنیز یو ورځنی نندارتون جوړ شوی دی.

دغه نندارتون نن پنج‌شنبه، تلې ۱۹مه د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې جوړ شوی او مالي لګښت یې، د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې یا یونېسف له لوري ورکول کېږي.

تېرو ۲۴ساعتونو کې ۴۵فلسطینان مړه او ۱۳۰ ټپیان شوي

د تېرې یوې شپې او ورځې پرمهال غزه کې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو له امله ۴۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳۰ نور ټپیان دي.

اسراییلي ځواکونو د غزې شمال کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی او شاوخوا ۴۰۰زره کسانو ته یې، د وتلو امر کړی دی.

درېوو ادارو باروړونکو موټرو کې د جي‌پي‌اېس‌لاکر لګولو تړون لاسلیک کړ

د ټرانسپورټ او مالیې وزارتونو او د امارتي شرکتونو لوی ریاست ترمنځ په هېواد کې د ډاډمن ټرانزیټ او پانګونې جذب په موخه باروړونکو موټرو کې د ځیرک قلفونو لګولو تړون لاسلیک کړ.

دغه تړون نن چهارشنبه، تلې ۱۸مه کابل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې خبري ناستې پرمهال لاسلیک کړ.