د افغانانو ډله‌ییزه وژنه؛ حمدالله فطرت: د پلټنې لپاره پلاوی ټاکل شوی

د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال محمد ابراهیم صدر په مشرۍ دغه پلاوي کې د دفاع، بهرنیوچارو او سرحداتو، قومونو او قبایلو چارو وزارتونو او استخباراتو لوی ریاست استازي ګډون لري. نوموړی زیاتوي چې د پېښې د حقیقت له څرګندیدو وروسته به په دې اړه پرېکړه وکړي.

د تورخم لارې پرانیسته؛ بندېدو یې سوداګرو ته ۶ میلیونه ډالر زیان رسولی

له پاکستان سره پر ډیورنډ کرښه د تورخم دروازه له څه باندې دوه میاشتني ځنډ وروسته «پرون چهارشنبه، تلې ۲۵مه» د هرډول ټرانزیټ پرمخ بېرته پرانېستل شوې.

دغه لاره داسې مهال بېرته پرانېستل کېږي چې افغانستان کې د تازه مېوو او سبزیو موسم مخ پر خلاصېدو دی.

ترکیې د ټایفون جېټ‌الوتکو پېر لپاره هڅې ګړندۍ کړي

د ترکیې دفاع وزارت وايي چې د یوروفایټر ټایفون جنګي جېټ‌الوتکو پېر لپاره یې، ټولې هڅې ګړندۍ کړي دي.

ترکیې تېرکال ویلي و چې د یوروفایټر کنسرسیوم غړیو هېوادونو اسپانیا او برېټانیا سره د ټایفون جېټ‌الوتکو پېر لپاره خبرې پیل کړي چې جرمني پر ترکیې د یادو الوتکو پېر سره مخالفت څرګند کړی.

افغانستان کې ښاري‌بس موټر تولید شو

د سرپرست حکومت مرکزي ویاند پر خپله اېکس‌پاڼه د دغه « ښاري بس» انځور په خپرولو سره لیکلي چې افغانستان کې نوی ښاري‌بس تولید شوی دی.

ذبېح‌الله م‌جاهد نن پنج‌شنبه، تلې ۲۶مه پر خپله‌اېکس‌پاڼه همداراز لیکلي چې له دغه ښاري‌بس څخه به د ښاري خدمتونو لپاره ګټه واخیستل شي.

له کندهار څخه بهر ته څه باندې ۶۰۰۰ ټُنه انار صادر شوي

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې سږکال له دغه ولایت څخه ۶۰۱۵ ټُنه انار بهر ته صادر شوي دي.

د یاد ریاست د کرنیزو چارو امریت د معلوماتو پر بنسټ، سږکال د لوی کندهار څخه بهرنیو هېوادونو ته (۶۰۱۵) ټنه انار صادر شوي او تمه کېږي چې د نورو کلونو په پرتله د صادراتو کچه لوړه شي.

لوګر کې د دوه رغنیزو پروژو چارې پيل شوې

د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالروف یوې غونډې ته وویل، د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري د څرخ ولسوالي په «ډبر» سیمه کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو د یوه سربند د جوړیدو چارې پیل شوې.
هغه زیاتوي، یادې پروژې به په راتلوونکو پنځه میاشتو کې بشپړشي او شاوخوا ۴ سوه وزګارو کسانو ته به پکې د کارکولو زمینه برابره شي.

انلاین زده‌کړې؛ «اندېښمنه یم چې څه به زده‌کړم، که نه؟»

هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو  پر وړاندې تر امرثاني پورې د ښوونځیو له تړل‌کېدو وروسته، ګڼ‌شمېر نجونو زده‌کوونکو پر لیکه یا انلاین بڼه د زده‌کړو لار نیولې.

یوشمېر دغه نجونې زده‌کوونکې سلام‌وطندار ته وايي، که څه هم په انلاین توګه خپلې زده‌کړې کوي، خو په وینا یې، هېواد کې په حضوري بڼه د خپلو زده‌کړو راتلونکې ته اندېښمنې دي.

کابل کې د کورنیو تولیداتو ۳۱م خزاني نندارتون پرانېستل شو

د کرنیزو محصولاتو، مالدارۍ او د کورنیو تولیداتو څلور ورځنی ۳۱م خزاني نندارتون نن چهارشنبه، تلې  ۲۵مه د کابل په  بادام‌باغ کې د سرپرست حکومت د یوشمېر چارواکو له لوري پرانېستل شو. د ریاست‌الوزا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له ګاونډیو هېوادونو غواړي چې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د صادراتو پر وړاندې خنډ رامنځته نه کړي

د کانونو او پټرولیم وزارت یو پلاوی چین ته تللی

د کانونو او پټرولیم وزارت  مسوولان وايي، د دغه وزارت د ستر سلاکار وحیدالله حلیمي په مشري یو پلاوی د چین په رسمي بلنه بېجینګ ته تللی دی.

د یاد وزارت ویاند همایون افغان سلام‌وطندار ته وویل، ټاکل شوې دغه پلاوی د کانونو د استخراج په اړه په یوه لویه غونډه کې ګډون وکړي. د یاد وزارت د معلوماتو پر بنسټ، دا مهال چینايي شرکتونو د لوګر د عینک میسو، د امو دریا د نفتي حوزې او د تخار د سرو زرو په کانونو کې پانګونه کړې.

خوست کې د «ګنجينه» په نوم درې ورځنی نندارتون پرانېستل شوی

د خوست محلي مسوولان وايي چې دغه ولايت کې کورنیو توليداتو ته د بازارموندنې په موخه د ګنجينه په نوم درې ورځنی ملي نندارتون پرانېستل شوی دی. د یوه توليدي شرکت مسوول محمدشفیع احمدزي وويل چې دا ډول نندارتونونه د داخلي توليداتو لپاره بازارموندنې برخه اغېزمن تمامېږي.

غزه کې بریدونه؛ یوه ورځ کې ۶۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

غزه کې د اسراییلو د بریدونو له امله یوازې پر یوه ورځ ۶۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوشمېر نور ټپیان شوي دي.

په مړو شویو کې یوه لس کسیزه کورنۍ هم شامله ده چې د اسراییلو په یوه برید کې د همدې کورنۍ لس غړي یوځای وژل شوي دي.

حزب‌الله پر اسراییلو ۵۰ توغندي وېشتلي

د لبنان حزب‌الله ډله وايي چې د اسراییلو پر بېلابېلو ښارونو یې، د توغندیو بریدونه کړي دي.

یادې ډلې پر خپله ټولنیزه پاڼه نن چهارشنبه، اکتوبر ۱۶مه یوه پوسټ کې ویلي چې بېګاه شپه ناوخته یې، د اسراییلو له لوري پر اشغال شوي صفاد او شمال کې پر دالتون، دېشون او یفتاح سیمو کې ۵۰ توغندي توغولي دي.

شمالي‌کوریا کې ۱.۴ میلیونه ځوانانو پوځ سره د یوځای کېدو لپاره نوملیکنه کړې

رویترز خبري اژانس نن چهارشنبه، اکتوبر ۱۶مه راپور ورکړی چې پوځ سره د یوځای کېدو لپاره زده‌‌کوونکو او نورو ځوانانو نوملیکنه کړې او خوښي یې، څرګنده کړې چې د «دښمن له‌منځه وړو لپاره د انقلاب وسلو سره په مقدسه جګړه» کې وجنګېږي. شمالي‌کوریا پر سوېلي‌کوریا تور لګولی چې جګړې ته لمن وهي.

افغاني سرې میاشتې ټولنې د مرستو راټولولو ځانګړې اوونۍ پیل کړه

د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست شهاب الدین دلاور وايي، یادې ټولنې سره د مرستې په موخه یې، د مرستو راټولولو سراسري کمپیان جوړ کړی دی.

نوموړي دغه څرګندونې نن سه‌شنبه، تلې ۲۴مه، کابل کې د سرې میاشتې ځانګړې اوونۍ د نمانځ‌غونډه کې کړې دي.

پر غلام‌خان بندر د لېږد‌رالېږد زیاتوالی؛ سوداګر: ۲ورځې بند او ۵ورځې خلاص وي

د هېواد د یوشمېر سوداګریزو بندرونو له تړل‌کېدو او لېږد رالېږد کچې کمېدو سره هم‌مهاله د خوست غلام‌خان بندر له لارې سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته شوې.

که څه هم پر دې لارې د سوداګریزو لېږ رالېږد زیات شوی، خو سوداګر او موټرچلوونکي وايي، پاکستانی لوری کمو موټرو ته د تګ اجازه ورکوي چې له کبله یې، ډېری توکي او مالونه خرابېږي.