
حنفي: د امربالمعرف قانون پلیکول د ټولو ګډ مسوولیت دی
د امربالمعرف او نهې عنالمنکر وزارت سرپرست شیخ محمدخالد حنفي لوګر کې یوې غونډې ته ویلي چې امربالمعروف قانون یو بشپړ قانون دی او په ټولنه کې یې عملي کول، د ټولو ګډ مسوولیت دی.

د امربالمعرف او نهې عنالمنکر وزارت سرپرست شیخ محمدخالد حنفي لوګر کې یوې غونډې ته ویلي چې امربالمعروف قانون یو بشپړ قانون دی او په ټولنه کې یې عملي کول، د ټولو ګډ مسوولیت دی.

پر غزې او لبنان د اسراییلو د هوايي او ځمکو بریدونو له دوام سره هممهاله، د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکین تېر یوه کال کې د جګړې پیل راهیسې منځني ختیځ ته خپل ۱۱م سفر پیل کړی.

د لوګر امنیه قومنداني د ټرافیکو مدیریت چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم ښار او محمداغې ولسوالي سیمو کې د کابل-لوګر عمومي لارې په اړوند سیمه کې د لوړ سرعت موټرو کنټرول پيل شو.

د میدانوردګ امنیه قومنداني اړوند د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له لوري شاوخوا ۴زره کېلوګرامه نیول شوي نشهیي توکي لهمنځه وړل شوي دي.

د هرات زېږنتون کې یوشمېر ډاکټرانې وايي چې د دغه ولایت په لرې پرتو سیمو کې ډېری مېرمنې د وینې «RH منفي» ګروپ په اړه د عامه پوهاوي نشتون له کبله خپل ماشومان له لاسه ورکوي.
د دوی په وینا، د هرات ولایتي روغتون او زېږنتون کې د مېرمنو د اراېچ منفي وینې ګروپ تشخیص لپار روغتیايي دولتي مرکز شتون نهلري.

د سرپرست حکومت مرکزي ویاند پر خپله اېکسپانه لیکلي چې امنیتي ځواکونو «یکشبنه شپه» د غور «مارکو» سیمه کې د داعش پر پټنځای عملیات کړی دی.
ذبېحالله مجاهد لیکلي چې دغو عملیاتو کې د داعش ډلې د یوه مشر په ګډون دوه داعشیان وژل شوي او یوشمېر نور نیول شوي دي. د نوموړي په وینا، نیول شویو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

د ایران د پولهساتو ځواکونو قومندان احمدعلي ګودرزي د «یکشنبه، تلې ۲۹مه» د ایران له دولتي خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، هېواد ته يې د نشهيي توکو ۸۰ سلنه قاچاق د افغانستان او پاکستان د پولو له لارې کېږي.

د پکتيا احمدابا ولسوالي د خواجه علي صاحب زيارت ته څېرمه «يکشنبه، تلې ۲۹مه» د غونځي ګل په نوم مشاعره جوړه شوه چې ګڼشمېر شاعرانو او فرهنګپالو پهکې ګډون کړی وو.
د مسولانو په وينا په ياده مشاعره کې د پکتيا بيلابيلو سيمو څخه شاعرانو، ليکوالانو او عامو خلکو ګډون کړی و.

د غزني اوسېدونکی عزیزالله چې یو کال وړاندې یې، کوژدنه کړې، وايي، د اقتصادي ستونزو او لوړ ولور له کبله تراوسه نهدی بریالی شوی چې واده وکړي. «له پور پرته د واده کول ستونزمن دي؛ خسرګنۍ مې ۳۰۰زره افغانۍ ولور اېښی او تراوسه مې پیسې ورته نهدي برابرې کړي.»

د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې د شیدو د پروسس او د لبني تولیداتو هغه کارخونه چې د محمد ظاهرشاه د واکمنۍ پرمهال جوړه شوې وه او د تېرو څو لسیزو جګړو پرمهال يې هرڅه لهمنځه تللي وو، د کرنې ریاست په هڅو د خصوصي سکتور په همکارۍ بیا ځلې جوړېږي.

افغانستان کې د خپلوانو ترمنځ وادونه د کورنیو جوړښتونو له امله دود او پراخ دي؛ خو دغه وادونه جینیتکي ناروغۍ له ځان سره لري چې د سختو ناروغیو او د اولادونو روغتیا ګواښلی شي.
سلاموطندار په دغه راپور کې له لسو هغو مېرمنو او خاوندانو سره مرکې کړي چې په خپلو کې یې، وادونه کړې دي.

د حماس د سیاسي دفتر د مشر یحیی سېنوار له وژل کېدو وروسته، منځني ختیځ کې د کړکېچن وضعیت په اړه اندېښنې لا زیاتې شوي دي.
پر غزې د اسراییلو هوايي بریدونه لاهم دوام لري او د خپرو شویو راپورونو لهمخې، د دغو بریدونو د وروستي هغه برید پرمهال غزه کې لږ تر لږه ۳۳ کسان وژل شوي دي.

د بامیان یکاولنګ ولسوالي یوې څنډه کې له زدهکړو او کار محرومې یوې مېرمنې ته زدهکړو او کار زمینه برابره شوې.
ربابه واحدي کلونه وړاندې د ۵۰زره افغانیو په لګښت د «بامیکا» په نوم د ښځو لپاره د خیاطي زدهکړې او کار لپاره کارخونه جوړه کړې چې اوس پهکې مېرمنې هم خیاطي زدهکوي او هم کار کوي.

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنري وایي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې شاوخوا ۱.۶ میلیونه افغانان دوو ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان ته کډوال شوي دي.

د فاریاب امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت او بادغیس ترمنځ د لویې لارې په اوږدو کې د وسلهوالو غلو د برید له امله پنځه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. د فاریاب د امنیې قومنداني ویاند عبدالله مرادي رسنیو ته ویلي، پېښه پنجشنبه، تلې ۲۶مه هغه مهال رامنځته شوې چې یادو وسلهوالو غلو پر یوه پلانکوچ موټر برید وکړ.

د پکتیا محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د شاوخوا څلورنيم ميليونه افغانيو په لګښت د دوه کانالونو، دوه سربندونو او محافظوي ديوالونو د جوړېدو چارې پيل شوې.
د خبرپاڼې له مخې، په سيدکرم ولسوالي کې به د ۱۳ متره سربند، د ۲۴ متره په اوږدوالي محافظوي ديوال او د ۱۰ مترو په اوږدوالي يو کانال جوړ شي.