د عبدالکبیر او دېکسن لیدنه؛ د برېټانیا او ا.ا ترمنځ پر دوامداره تعامل ټينګار شوی

د افغانستان لپاره د برېټانیا سفارت شارژدافیر  رابرت دیکسن وايي، دغه هېواد له سرپرست حکومت سره د تعامل غوښتونکی دی.

دیکسن د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال محمدعبدالکبیر سره د لیدنې پرمهال ټينګار کړی چې برېټانیا له ا.ا سره د تعامل د دوام غوښتونکی دی او په وینا یې، دغه هېواد کې د ا.ا ضد فعالیتونو ته اجازه نه‌ورکول کېږي.

لوګر کې په ۷ میلیونه افغانۍ د څښاک اوبورسولو شبکه جوړه شوه

لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وايي چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې(UNICEF) له لوري د دغه ولایت په بره‌کي برک ولسوالي کې د څښاک پاکو اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې‌اخېستنې ته وسپارل شوه. دین‌پرور په ولسي وګړو غږ وکړ چې د ا.ا او نړیوالو بنسټونو له لوري پرانېستل شویو پروژو په سمه توګه ساتنه وکړي.

پر ایران د اسراییلو برید؛ د الوتنو بهیر بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی

پر ایران د اسراییلو له هوايي برید وروسته د دغه هېواد چارواکي وايي چې د الوتنو بهیر بېرته عادي حالت ته ګرځېدلی دی.

د ایران د هوايي چلند ادارې CAO ویاند جعفز یازارلو دولتي رسنیو ته ویلي چې الوتنې نن سهار ۹ بجې بېرته عادي حالت ته ګرځېدلي دي.

حزب‌الله ډله: د اسراییلو پوځي مرکزونه او سرتېري مو په نښه کړي

د ایران له ملاتړ برخمنې ډله، حزب‌الله وايي چې عیتا‌الشعیب سیمه کې یې، د اسراییلو پر پوځي مرکزونو او سرتېرو راکېټي بریدونه کړي دي.

دې سیمه کې حزب‌الله له تېرو دوو اوونیو راهیسې له اسراییلي ځواکونو سره په منظمه توګه په نښته دي.

غزه کې اسراییلو د ۱۳ کسیزې کورنۍ په ګډون ۳۸ کسان وژلي

روغتیايي سرچینې وايي چې د غزې په خان یونس کې د اسراییلو له لوري د مرګونو بریدونو له امله ۳۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه کسان پر هستوګنیزو کورونو د اسراییلو د بریدونو له امله مړه شوي دي. د سرچینو په وینا، یوازې ۱۴ ماشومانو د اسراییلو له لوري د وېشتل شویو توغندیو د لوګیو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د اسراییلو ۱۰ سرتیري وژل شوي او ۲۴ ټپیان دي

د حزب‌الله ډلې په توغندیزو بریدونو کې د اسراییلو ۱۰ سرتېري وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان دي.

دغه سرتيري د لبنان سوېل کې وژل شوي او د ټپیانو له ډلې د څلورو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

ښځینه ډاکټرانې: د اومېندوارۍ مخنیوی ښځو ته روغتیايي ستونزې رامنځته کوي

یوشمېر ښځینه وايي، په بېلابېلو لاروچارو د زېږون ترمنځ واټن کولای شي چې مېرمنو ته ګڼې روغتیايي ستونزې رامنځته کړي. د دوی په وینا، له اومېندوارۍ د مخنیوي لپاره له ګولیو، پیچ‌کاري اوIUD کپسول او لوپ څخه استفاده د دې لامل کېږي چې مېرمنو ته د سر درد، کم‌حوصلګي، خپګان او اضافه وزن راپیدا کړي.

کارپوهان: افغانستان د یوه کمربند او یوې لارې پروژې سره د نښلېدو ظرفیت لري

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور چین کې د یوه کمربند او یوې لارې د غړیو هېوادونو د وزیرانو په درېیمه غونډه کې ویلي چې دغه لویه پروژه کولای شي، د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ او انرژۍ د صادراتو ساحه پراخه کړي.

مجاهد: د برېکس غړي هېوادونه دې د سیمې پر اقتصادي موضوعاتو تمرکز ولري

د چین، روسیې، هند او د برېکس د نورو غړو هېوادونو مشرانو د روسیې په کازان ښار کې د دغه سازمان د غونډې په وروستۍ اعلامیه کې له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی او پر ا.ا یې غږ کړی چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو لګېدلی بندیز لرې کړي.

د لوګر لوړو زده‌کړو موسسه کې په ۶۶ میلیونه افغانۍ اته پروژې بشپړې شوې

د لوګر لوړو زده‌کړو موسسې مسوولان وايي، یادې پروژې د تېرکال پرمهال د لوړو زده‌کړو وزارت د شاوخوا ۶۶ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې او نن پنجشنبه، لړم‌۳، ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې. نوموړي همدارنګه زیاته کړه، د یادو پروژو له پرانېستې سره اوس د دغه ولایت د لوړو زده‌کړو موسسې د ښوونکو او محصلینو ډېری ستونزې هوارې شوې دي.

د لغمان یوه زیارت کې ۳۰۰کلن لرغوني اثار موندل شوي

لغمان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې ۳۰۰ کلن، ۱۳ قلمه تاریخي اثار ترلاسه شوي دي.

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي عبدالنور رسولي وایي چې د دې ولایت په علیشنګ ولسوالي میا احب دېرې زیارت کې ۱۳ قلمه تاریخي اثار  ترلاسه او د دې ولایت موزیم ته لېږدول شوي دي.

روسيې له اوکرايني ځواکونو دوه کلي نيولي

د روسيې دفاع وزارت مسوولان وایي چې په دونيڅک کې يې له اوکرايني ځواکونو دوه کلي نيولي دي.

د روسیې دفاع وزارت په وينا، په ختیځ دونیڅک سیمه کې د سریبرینکا او مایکولایوکا کلي د دوی تر ولکې لاندې راغلي دي. بل‌خوا امريکا وايي چې د روسيې نږدې ملګري شمالي‌کوریا دغه هېواد ته خپل ۳۰۰۰ سرتېري لېږلي دي.

پکتيکا کې په ۳ میلیونه افغانۍ یو چک‌ډېم ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شو

د پکتیکا محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د درې میلیونه افغانیو په لګښت یو چک‌ډېم جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د پکتيکا ولايت مقام څخه سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه چک‌ډېم پرون چهارشنبه، لړم دویمه ګومل ولسوالي کې ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی.

سوباجي: ترکي سریالونه ۱میلیارډ لیدونکي او ۱۱۰ هېوادونه کې خپرېږي

د ترکیې ملي راډیو ټلوېزیون مشر وايي چې د دغه هېواد تولید شوي سریالونه پر ۵۰ بېلابېلو ژبو دوبله شوي او د نړۍ په ۱۱۰ هېوادونو کې د ټلوېزیونونو او نورو خپرېدونکو شبکو له لوري خپرېږي. سوباجي په دغه غونډه کې همداراز ادعا کړې چې د ترکي سریالونه او ډرامې، شاوخوا یو میلیارډ لیدونکي لري.