
بهرنیوچارو وزارت: هیله ده د امریکا راتلونکې اداره واقعبینانه ګامونه پورته کړي
عبدالقهار بلخي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «ا.ا د متوازن بهرني سیاست په رڼا کې د امریکا د ټاکنو د پايلو له راڅرگندېدلو سره هیله لري چې د امريکا راتلونکې اداره واقعبینانه گامونه پورته کړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې ملموس پرمختگ رامنځ ته شي او دواړه هېوادونه وکولای شي د متقابل تعامل په رڼا کې د اړیکو نوی څپرکی پرانیزي.»














