
هرات کې زلزلهځپلو ته ۲۸۸ کورونه وسپارل شول
د هرات محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ۱۰۲ میلیونه افغانیو په ارزښت زلزلهځپلو ته ۲۸۸ کورونه جوړ او ورسپارلي دي.
د هرات والي نوراحمد اسلامجار وايي چې دغه کورونه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري او په لګښت جوړ شوي دي.














