هرکال هېواد کې له حرفوي زده‌کړو ۲۰زره کسان فارغېږي

د کار او ټولنيزو چارو وزارت د کار چارو مرستيال مولوي محمدزاهد احمدزی وايي، هرکال هېواد کې ۲۰زره کسان له حرفوي زده‌کړو فارغېږي.

د نوموړي په وينا، دامهال هېواد کې د حرفوي زده‌کړو۵۲ فعال مرکزونه شته چې هر کال ترې شل زره کسان فارغېږي او وزارت هڅه کوي، څو د حرفوي زده‌کړو مرکزونه ولسواليو کې هم فعال کړي.

کندهار کې په ۵.۸ میلیونه افغانۍ د درېوو کانالونو د جوړیدو چاري پیل شوې

د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې د ملګروملتونو پراختیایي پروګرام «یو‌اېن‌‌ډي‌پي» په مالي ملاتړ د دغه ولایت په سپین‌بولدک کې د درېوو کانالونو د جوړېدو چارې پیل شوې.

دغه کانالونه د سپین‌بولدک په زنانه مارکیټ، کسیِ او ستون کارېز سیمو کې د ۵.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړېږي.

پکتيا کې پر یوه کس د قصاص حکم جاري شوی

د پکتیا مرکز ګردېز ښار په ورزشي لوبغالي کې نن چهارشنبه، لړم ۲۳مه پر یوه کس د قصاص حکم پلی شوی دی.

د افغانستان سترې محکمې په یوې خبرپاڼه کې ويلي چې دغه کس د ميرزکې کړکين خولې اوسېدونکی دی د کلاشينکوف په واسطه یې، یو بل کس وژلی و.

د اوبو او انرژۍ وزارت: هېواد‌وال دې د اوبو له ډېر لګښت ډډه وکړي

د افغانستان د علومو اکاډمۍ له لوري کابل کې (د هېواد اوبیزو سرچینو څخه د مناسبې ګټې‌اخیستنې د لارو چارو څېړنې) تر سرلیک لاندې، یو ورځنی علمي څېړنیز سیمینار جوړ شو. د اوبو او برښنا وزارت مسوولان وايي، افغانستان له پرله‌پسې وچکالي سره مخ دی او هېوادوال باید د اوبو له بې‌ځایه مصرف څخه ډډه وکړي.

هېواد کې د مخابراتي شبکو غږیزو او انټرنیټي کڅوړو ته نوې بیې وټاکل شوې

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسوولانو نن چهارشنبه، لړم ۲۴مه کابل کې د یوې غونډې پرمهال د مخابراتي او انټرنیټي خدماتو وړاندې کولو لپاره نوې بیې اعلان کړې. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست وویل، دغه نوې بیې د خلکو په غوښتنه د اسانتیاوو او د شرکتونو ترمنځ د سالمې سیالۍ رامنځ ته کولو په موخه ټاکل شوې دي.

ډبلیو‌اېچ‌‌او: افغانستان کې د پولیو ۲۳پېښې ثبت شوي؛ زمان: هېڅ نه‌ده ثبت شوې

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د روان ۲۰۲۴کال له پیل راهیسې تر دې مهاله افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ ۲۳ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

دغه بنسټ سه‌شنبه، لړم ۲۲مه خپل اوونیز راپور کې ویلي چې د تېرو یوولس میاشتو پرمهال افغانستان او پاکستان کې د پولیو ۷۱ پېښې ثبت شوي.

د کندهار کې په ۲۴زره ډالرو د سبزیجاتو لپاره اته شنې‌خونې جوړېږي

د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ۲۴زره امریکايي ډالرو په ارزښت درېوو ولسوالیو کې د سبزیجاتو لپاره شنې‌خونې جوړېږي.

دغه شنې‌خونې د یو‌اېن‌‌ډي‌پي په مالې ملاتړ او د یاد ریاست د کرنیزو چارو آمریت تر څار لاندې د کندهار ارغنداب، دامان او ډنډ ولسوالیو کې جوړېږي.

زابل کې ۱۲ ټُنه خوراکي او غيرخوراکي توکي  وسوځول شول

زابل کې د قلات ښاروالي مسوولان وايي چې قلات‌ښار کې له هټیو راټول شوي، شاوخوا ١٢ ټُنه  تاريخ تېر او بې‌کيفيته خوراکي او غیرخوراکي توکي سوځول شوي دي.

دغه تاریخي تېري توکي د قلات‌ ښاروالي د مارکېټونو چارو د تنظيم او نظارت کمېټې له‌خوا د تېرو دوو میاشتو پرمهال راټول شوي وو.

د اسلامي هېوادونو مشرانو غزه او لبنان کې د جګړې پر پای ته ‌رسولو ټینګار کړی

د عربي او اسلامي هېوادونو مشرانو د سعودي عربستان پلازمېنه «ریاض» کې د عربي ټولنې او اسلامي همکاریو د سازمان په بېړنۍ غونډه کې د غزې او لبنان د شخړو پر پای ته‌ رسولو ټینګار کړی دی. غزه کې د حماس او اسراییلو ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې تراوسه څه باندې ۱۴۶زره فلسطینیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

خوست کې د نشه‌يي موادو د پلور په تور ۱۹ کسان نیول شوي

د خوست امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د تېرو دوو اوونیو پرمهال د نشه‌يي توکو د پلور په تور ۱۹ کسان نیول شوي دي.

د خوست امنیه قومنداني څخه نن «سه‌شنبه، لړم ۲۲مه» په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه کسان د امنيه قومنداني اړوند له نشه‌یي توکو سره د مبارزې منسوبینو له لوري نیول شوي دي.

ټرمپ د اسراییلو ملاتړی د بهرنیوچارو وزیر په توګه ټاکي

ټاکل شوې چې ډونالډ ټرمپ د امریکا بهرنیو چارو وزارت لپاره مارکو روبیو د نوماند وزیر په توګه معرفي کړي.

ګڼ‌شمېر امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې ټرمپ بهرنیوچارو وزیر په توګه د مارکو روبیو ټاکلو ته رضایت ښودلی، خو کولای شي چې خپله پرېکړه بدله هم کړي.

کورنیو چارو وزارت سرپرست: امنيتي ځواکونه دې ولس سره ښه چلند وکړي

د میدان‌وردګ د دښت‌ټوپ له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۲۶۱ کسان پولیس له عسکري زدکړو فارغ شول.

یاده فراغت‌غونډه کې د کورنیوچارو وزارت سرپرست سربېره، د یاد وزارت د تامیناتو رییس، د میدان‌وردګ والي، امنیه قومندان او نورو ګڼو لوړ پوړو مسوولانو په‌کې برخه اخیستې وه.

د مالیزیا لومړی وزیر: پر اسراییلو دې تسلیحاتي بندیزونه ولګول شي

د مالیزیا لومړی وزیر انور ابراهیم وايي چې د فلسطیني وګړو پروړاندې د روانې نسل‌وژنې پای ته رسولو لپاره دې، پر اسراییلو تسلیحاتي بندیزونه ولګول شي.

نوموړي دغه څرګندونې د عرب ټولنې او اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې کړې. دغه غونډه د سعودي عربستان په کوربه‌توب روانه ده.

غزه کې د دوو ورځو پرمهال ۳۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

د غزې په بېلابېلو سیمو کې د تېرې دوو ورځو پرمهال د اسراییلو د هوايي او ځمکنو بریدونو له امله ۳۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

روغتیايي چارواکي وايي چې د دوشنبې پر ماښام د غزې سوېلي‌‌ښار په خان‌یونس ته نږدې په یوه کافه کې د اسراییلو د برید له امله اووه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

سهیل شاهین: ټرمپ د کار سړی دی

شاهین په ۲۰۲۰کال کې د ټرمپ ادارې او ا.ا ترمنځ د سولې یوې هوکړې ته په اشارې سره چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره یې لاره هواره کړه، وویل: «داسې ښکاري چې ټرمپ د کار او عمل سړی دی او زه فکر کوم چې موږ باید د مسلو په حل کې رېښتیني واوسوو.»
هغه همداراز دې مرکه کې ویلي: «موږ له نړۍ او واشنټګن سره مثبت تعامل ته اماده یوو.»