
پاکستان د افغان کډوالو د برخلیک روښانولو لپاره نړیواله غونډه جوړوي
د کډوالو په چارو کې د پاکستان عالي کمېشنر محمدعباس خان اسلاماباد کې یوې غونډې ته ویلي، افغانستان ته په داوطلبانه ډول د افغان کډوالو ور ګرځېدو، د دوی د ستونزو ارزولو او د لوېدیځو هېوادونو له لوري په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د منلو پروسې چټکتیا په موخه به په اسلاماباد کې یوه نړۍواله غونډه جوړه شي.














