پر رېکشو او موټرو لیکنې؛ د چلوونکو د زړه خبرې، ګیلې او شوق

د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې «زېړې رېکشې» چې دې وروستیو کې له یوه ځایه بل ته د خلکو لېږد رالېږد لپاره ارزانه او ښه وسیله بلل کېږي، پر دې رېکشو لیکل شویو شعرونو او شعارونو هم د خلکو پام وراړولی دی. د پلازمېنې ډېری سیمو کې پر رېکشو، موټرو او نورو لېږدونکو وسایطو تر ډېره مذهبي، عشقي او طنزیه شعرونه او کلیمې تر سترګو کېږي.

د پکتيا جاني‌خېل ولسوالي ته په ۲۲ ميليونه افغانۍ ودانۍ جوړه شوه

د کورنيو چارو وزارت مسولان وايي چې د پکتیا جاني‌خېل ولسوالي لپاره يې، د ۲۲ ميليونه افغانيو په لګښت نوې ودانۍ جوړه او ګټې‌اخيستنې ته سپارلې ده.

د يادې ودانۍ د ګټې‌اخيستنې مراسمو کې د کورنيو چارو وزارت تاميناتي مرستيال مولوي عبدالله مختار وويل چې سږکال د یاد وزارت په بوديجه د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ۳۰بنسټيزې پروژې بشپړې شوې چې له ډلې يې، ۲۳ ولسواليو ته ودانۍ جوړې شوې دي.

عدلیې وزارت د کابل شېرپور کې څه باندې ۱۵۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

د عدلیې وزارت مسوولان اعلان کړی چې د کابل ښار اړوند «شېرپور» سیمه کې څه باندې ۱۵۵ جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوې.

د یاد وزارت ویاند برکت‌الله رسولي نن پنج‌شنبه، لیندۍ اتمه پر خپله اېکس‌‌پاڼه لیکلي چې دغه ځمکه د پلان اړوند وه او په خپل‌سري توګه په‌کې ودانۍ جوړې شوې دي.

غزه کې د بریدونو له امله ۱۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

غزه کې د اسراییلو د روانو بریدونو پرمهال تازه د غزې په بېلابېلو سیمو کې د بمباریو له امله ۱۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

شپږ کسان د غزې شمال د بیت‌الا‌هیا د کمال ادوان روغتون ته څېرمه پر کورونو د شویو هوايي بریدونو پرمهال وژل شوي دي.

سوریه کې نښتې؛ له ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي

سوریه کې د حکومتي ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ د نښتو پرمهال څه باندې ۱۰۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

برېټانیا کې مېشت د سوریې د بشرحقونو څار ډله وايي چې د سوریې شمال حلب ښار کې د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو د نښتو له کبله دواړو لوریو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې او شاوخوا سل کسان وژل شوي دي.

میدان‌وردګ کې ۴۲ رغنیزې پروژې ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي

د ميدان وردګ ولايت پوهنې رياست مسوولين وايې د مرکز میدانښار په ګډون په بیلابیلو ولسوالیو کې ۴۲ رغنیزې پروژې د ۶۸ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د یوه کال په ترڅ کې بشپړې او نن پنج‌شنبه، لیندۍ اتمه ګټې‌اخېستې ته وسپارل شوې.

سوېلي‌کوریا کې د درنې واورې له امله څلور کسان مړه او ۱۳ ټپیان شوي

سوېلي‌کوریا کې د دویمې پرله‌پسې ورځې لپاره د واورې اورښت الوتنې ځنډولي او د څلور کسانو د مړینې خبر هم ورکړل شوی دی.

له ۱۹۰۷ کال راهیسې د سوېلي‌کوریا پلازمېنه سېول کې دا د ریکارډ کچې واوره بلل کېږي چې له امله شاوخوا ۱۴۰ پروازونه خڼډېدلې  دي.

کورنیوچارو وزارت: د تریاکو کښت زیاتوالي په اړه د ملګروملتونو راپور واقعیت نه‌لري

د کورنیو چارو وزارت افغانستان کې د تریاکو کښت او تولید زیاتوالي په اړه د ملګروملتونو راپور رد کړی او هغه یې، له «واقعیت لرې» بللی دی.

د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې افغانستان کې د تېر یوه کال پرمهال د تریاکو کښت او تولید راکم شوی دی.

میدان‌وردګ کې پر څلور زره بې‌وزله کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

د میدان‌وردګ د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولان وایي چې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له لوري د دغه ولایت په سیداباد ولسوالي کې پر شاوخوا څلور زره بې‌وزله او اړو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه.

د یاد ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست څخه سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې هرې کورنۍ ته ۲۹۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وېشل شوې.

مجاهد: روسي پلاوي له ممنوعه ډلو د ا.ا د نوم اېستلو ډاډ ورکړی

د سرپرست حکومت مرکزي ویاند ذبېح‌الله مجاهد وايي چې کابل ته د روسیې امنیت شورا د عمومي سرمنشي سرګي شویګو په مشري راغلي پلاوي سره د دغه هېواد د ممنوعه ډلو له نوملړ د ا.ا نوم پر لرې کولو خبرې شوي دي.

دغه پلاوی دوه ورځې وړاندې کابل ته راغلی و او د سرپرست حکومت له چارواکو سره یې، پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.

غزه کې د اسراییلو د بریدونو له امله ۱۵ کسان وژل شوي

غزه کې روغتیايي چارواکي وايي چې د اسراییلو د بریدونو له امله یوازې د یوې ورځې پرمهال ۱۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په وژل شویو کې د حماس مخکیني ویاند دوه زامن هم شامل دي. ډېری کسانو پر یوه ښوونځي د شوي برید پرمهال وژل شوي دي.

لوګر کې په ۱۰۰زره ډالرو د ۹ کاریزونو د بیارغونې چارې پيل شوې

د دغه ولایت د سېندیزې حوزې ریاست ریيس ملا محمداسماعیل اخندازه جوړې شوې غونډې ته وویل، دغه کارېزونه د یونېسکو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د راتلوونکو شپږو میاشتو په ترڅ کې بیارغول کیږي چې له پرانېستې سره سم به یې ۱۲ سوه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

کندهار کې لسګونه بڼوالو ته د بڼ جوړونې روزنه ورکړل شوه

د کندهار د کرنې ریاست مسوولان وايي چې د یاد ولایت په خاکرېز ولسوالي کې لسګونه بڼوالو ته د بڼوالۍ اړوند برخه کې روزنه ورکړل شوه.

بڼوالو ته دغه روزنه د اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د (UNDP) په مالي ملاتړ او د سولۍ بنسټ موسسې په تخنیکي همکاري ورکړل شوې.

لوګر کې په شپږ میلیونه افغانۍ د څښاک اوبو رسولو شبکه جوړېږي

د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولان وایي چې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړې ادارې (UNICEF) له لوري د دغه ولایت په بره‌کي برک ولسوالي کې د شپږ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو یوې شبکې د جوړېدو چارې پيل شوې.