پکتيکا کې په ۳۵۰ میلیونه افغانۍ د ۶۰ پروژو چارې پيل شوې

د پکتيکا محلي مسوولان وايي چې د ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرتو پنځو ولسواليو کې د اسلامي امارت د مشر د ځانګړي حکم له مخې، د ۳۵۰ ميليونه افغانيو په لګښت د بيارغونې او پراختيا برخو کې د ۶۰ پروژو چارې پيل شوې. هغه ټينګار وکړ چې يادو ولسواليو کې به راتلونکی کال نورې اساسي او بنسټيزې پروژې هم پلې کړي.

افغانستان خپله ډېره سوداګریزه راکړه‌ورکړه د چابهار بندر له لارې کوي

د افغانستان، هند، ایران او اوزبیکستان استازیو نن شنبه، لیندۍ یوولسمه ممبی ښار کې د یادو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ او له چابهار بندر د ګټې‌اخیستې او سوداګریزې راکړې ورکړې پراخیتا په تړاو بحث او خبرې کړې دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام‌ اخند‌زاده جواد سلام‌وطندار ته وايي چې افغانستان اوس خپله ډېره سوداګري د چابهار بندر او بندر عباس له لارې کوي.

سوریه کې کړکېچن وضعیت؛ د حکومت مخالفو حلب ښار نیولی

د تحریرالشام ډلې په مشري مخالفو وسله‌والو د سوریې حکومتي ځواکونو تر کنټرول لاندې سیمو کې د تېرې چهارشنبې ورځې راهیسې پرمختګ کړی او د دغه هېواد دویم لوی ښار حلب یې نیولی دی.

د حکومتي ځواکونو او مخالفو وسله‌والو ترمنځ تر اوسه په دغو شخړو کې له ۳۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي دي.

لوګر کې د «بوکسېنګ» یو ورځنۍ سیالي وشوې

د لوګر د بدنې روزنې او ورزش امریت چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل علم کې د ۶۰ غوره لوبغاړو ترمنځ د «بوکسېنګ» ورزش یوه ورځنۍ سیالي وشوې.

د دغه ولایت د بدنې روزنې او ورزش امریت امر انجنیر مزمل نعیم‌زي سلام‌وطندار ته وویل، دا سیالي د ولایت په کچه د پنځه غوره کلبونو او ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې.

پاکستان کې فرقه‌يي شخړې؛ یوې اوونۍ کې ۱۳۳ کسان وژل شوي

د پاکستان خېبرپښتونخوا ایالت په کُرمه د فرقه‌ییزو نښتو له امله د وژل شویو کسانو شمېر له ۱۳۰ اوښتی دی.

ځایی چارواکو وايي، د تېرې اونۍ په وروستیو کې د لنډمهاله اوربند سره سره لاهم نښتې کېږي. چارواکي لاهم هڅه کوي، څو دې نښتو ته د حل لاره ولټوي.

غزه کې هوايي بریدونه؛ ۴۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

غزه کې د اسراییلي ځواکونو د هوايي بریدونو له امله لږ تر لږه ۴۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

هوايي بریدونه د غزې ښار شمال جبالیه کډوالو کمپ کې شوي دي. دغه کسان تېر ماښام د اسراییلو له لوري د یوې شپږ پوړیزې ودانۍ په نښه کولو سره خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت: افغان کډوالو په اعتراضونو کې ګډون نه‌دی کړی

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت وايي، افغان کډوالو د دغه هېواد په هېڅ سیاسي فعالیت یا جنايي پېښه کې ګډون نه‌دی کړی.
دغه سفارت نن پر اېکس یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په اعتراضونو کې د افغان کډوالو لاس لرلو په اړه د پاکستاني چارواکو وروستۍ څرګندونې د اندېښنې وړ او د هغوی د ځورونې په موخه د پلمې جوړولو لپاره شوې دي.

لوګر کې د «چین-افغانستان» سوداګریز بازار جوړېږي

د چین «MCC» شرکت مسوولانو لوګر کې د یوې غونډې پرمهال ویلي چې د دغه ولایت محمداغې ولسوالي کې د «چین-افغانستان» ګډ سوداګریز بازار جوړوي.

د لوګر عینکو کان د چین اېم‌سي‌سي شرکت مسوول «سونګ» او ورسره مل پلاوي د لوګر والي او چارواکو سره د یاد بازار د جوړېدو په اړه لومړنی ناسته کړې.

عبدالسلام حنفي اوزبکستان ته ولاړ

د رییس‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د یوه لوړپوړي پلاوي په مشري اوزبکستان ته تللی دی.
د ا.ا ویاند ذبېح.الله م.جاهد پر اېکس یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دغه سفر د سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري اړیکو د پیاوړتیا لپاره شوی دی.

د کډوالو چارو وزارت پاکستان ته: له افغان کډوالو سره ښه چلن وکړئ

په پاکستان کې یوشمېر افغان کډوال وايي، نه یوازې د ژوند لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري، بلکې شپه او ورځ دا وېره ورسره وي چې پولیس به یې ونیسي او بېرته به یې افغانستان ته واړوي.
په پاکستان کې مېشت یو افغان کډوال اېمل حبیبي وايي، افغان کډوال په دغه هېواد کې په ډار او وېرې سره ژوند کوي.

ملګري ملتونه: کورنی تاوتریخوالی د ښځو اروايي سلامتیا ګواښي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنري وايي، د دغه بنسټ ارزونې ښيي چې په روان زېږدیز کال کې د افغانستان په ګډون، په ټولو هغو هېوادونو کې کورنی تاوتریخوالی ۵۰ سلنه زیات شوی چې له سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او کډوالۍ له ناورین سره لاس او ګرېوان دي.

متحده عربي امارات افغانانو ته د ویزو ورکړه اسانوي

په ابوظبي کې د ا.ا سفیر بدرالدین حقا.ني وايي له دغه هېواد څخه غوښتي چې افغانانو ته د ویزو ورکړې په پروسه کې دې اسانتیاوې برابرې کړي. نوموړي له ال‌نهیان څخه غوښتي چې په متحده عربي اماراتو کې افغان بندیان افغانستان ته ولېږدوي. د خبرپاڼې له مخې، دواړو لوریو د افغانستان پر ټولیز وضعیت، وروستیو بدلونونو او شته فرصتونو خبرې‌اترې کړې دي.

د بریټانیا د پارلمان نوې طرحه؛ پر نه جوړېدونکو ناروغیو اخته کسان ځانونه وژلی شي

د بریټانیا پارلمان داسې طرحه تصویب کړې چې پر بنسټ به یې پر نه جوړېدونکو ناروغیو اخته کسان د ځان‌وژنې حق ولري.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې یاده طرحه پرون د بریټانیا په پارلمان کې د ۳۳۰ تایید رایو په ترلاسه کولو سره تصویب شوې ده.