
هلمند کې ۳۰۰۰ جریبه دولتي ځمکه له غصب راګرځول شوې
د هلمند محلي چارواکي وایي چې په تېرو دوو اوونیو کې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا درې زره جریبه دولتي ځمکه له غصب راګرځول شوې.
د غصب مخنیوي په دې کمپاین کې امنیتي او کرنیزو ادارو د یوشمېر غاصبینو د غصب مخه نیولې او ځینې غاصبین عدلي ارګانونو ته سپارل شوي دي.














