متقي ډیکارلو ته: د پاکستان بریدونو کې هېڅ وسله‌وال نه‌دی وژل شوی

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزميري ډيکارلو سره ټیلیفوني خبرو کې د پاکستان په بريدونو انديښنه ښوولې او ویلي، په دغو بریدونو کې هېڅکله کوم وسله‌وال نه دی وژل شوی چې پاکستانی لوری یې د شتون او په نښه کولو ادعا کوي چې دا د پاکستان له لوري په افغانستان تورونه بې‌بنسټه ثابتوي.

د جګړې اټکل؛ ډونالډ ټرمپ: ایران په اسانۍ ماتولی شو

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ (Donald Trump) هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې د امریکا د پوځ لوی درستیز د ایران پر ضد د پراخو پوځي عملیاتو د خطرونو په اړه خبرداری ورکړی دی.

ټرمپ ټینګار کړی چې که هر ډول شخړه رامنځته شي، واشنګټن کولی شي «په اسانۍ» تهران ته ماته ورکړي.

مکسیکو کې تاوتریخوالی؛ ۲۵ سرتېري وژل شوي

مکسیکو کې د نشه‌يي توکو د یوه لوی قاچاق‌کوونکي له وژلو وروسته د دغه هېواد ولسمشره کلاوډیا شینباوم (Claudia Sheinbaum)  هڅه کوي چې د هېواد په کچه د خلکو اندېښنې راکمې کړي.

د یاد قاچاق‌کوونکي له وژلو وروسته په مکسیکو کې د نشه‌يي توکو اړوند ډلو تاوتریخوالی زیات شوی دی.

هند کې د الوتکې لوېدو پرمهال اووه کسان وژل شوي

د هند په ختیځ ایالتJharkhand  «چهارکنډ» کې د یوې الوتکې د غورځېدو له امله سپاره ټول اووه کسان وژل شوي دي. د چارواکو په وینا، دا پېښه پرون دوشنبه، د سخت توپاني او باران (تندر او برښنا) پرمهال رامنځته شوې ده.

اسراییليانو فلسطین کې جومات سوځولی

د فلسطین چارواکي وايي چې د اسراییلو مېشت‌ځایونو یوشمېر اوسېدونکو د لوېدیځې غاړې په شمال کې د نابلُس ښار ته نږدې یو جومات ته اور اچولی او سپک کوونکي شعارونه یې پرې لیکلي دي.

دا پېښه د مسلمانانو د سپېڅلې میاشتې، رمضان، پرمهال رامنځته شوې او د فلسطینیانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د دوام تازه بېلګه بلل کېږي.

برتانیې اوکراین سره تازه مرسته اعلان کړه

په داسې حال کې چې نن سه‌شنبه پر اوکراین د روسیې د برید څلور کاله پوره کیږي، برتانیې کي‌یف سره د ۵۵.۷ میلیون پونډ په ارزښت تازه مرسته اعلان کړه.

رویټرز اژانس نن سه‌شنبه حوت ۵ / فبروري ۲۴ راپور ورکړی چې اوکراین سره د برتانیې حکومت دغه مرستې به نظامي، بشري او د بیارغونې په برخو کې ولګول شي.

له ۲۰۲۲ کال راهیسې د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه کې چې څلور کاله یې پوره شول، له دواړو خواوو سلګونه زره کسانو ته مرګژوبله اوښتې.

ایران د افغانستان پاکستان ترمنځ پوله کې ننګونو څخه اندېښنه ښوولې

د ایران بهرنیو چارو وزارت د اسلامي امارت پاکستان ترمنځ د ننګونو مخنیوي ته چمتوالی ښوولی. د دغه وزارت ویاند اسماعیل بقايي د افغانستان او ایران ترمنځ مناسبات مثبت ارزولي، خو د افغانستان پاکستان ترمنځ پوله کې یې ننګونو څخه اندېښنه ښوولې.

تحصیلي نصاب او د کار بازار؛ ولې لوستي ځوانان کار نشي موندلی؟

له ۲۸ ځوانانو (۱۱ نجونو او ۱۷هلکانو) سره چې لوړې زده‌کړې هم لري، د سلام‌وطندار د خبرو پایلې ښيي چې ۱۸ هغوی د «CV» لیکلو وړتیا او د کارموندنې له معیارونو سره بلدتیا نه‌لري.

د دغو ځوانانو له ډلې ۱۰ یې وايي، کله چې یې د دندې لپاره غوښتنلیک ورکړی، متوجه شوي چې اعلان شوې دندې د مهارتونو یوې داسې ټولګې ته اړتیا لري چې دوی یې ځینې هغه نه‌لري.

د مرستو کمښت؛ غور کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر لوړ شوی

د فیروزکوه ښار د تغذیې د مرستو د وېش یوه مرکز ته راغلې، ۳۴کلنه خرامان د څلورو ماشومانو مور ده. د هغې دوه ماشومان د خوارځواکۍ ښکار شوي دي. خرامان وايي، د کور اقتصادي وضعیت یې دومره کمزوری دی چې د ماشومانو لپاره پوره او مقوي خواړه برابرول ورته ناشونې دي.

د ۲۰۲۶کال د ژمني المپیک سیالي پای ته ورسېدې

د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې، د فبرورۍ په ۲۲مه، د لوړپوړو چارواکو، د نړیوال المپیک کمېټې د استازو او زرګونو ورزشکارانو په حضور کې دغه مراسم نیول شوي وو. په دغو مراسمو کې د سیالیو غوره شېبې، د کوربه هېواد کلتوري نندارې او د بیرغونو دودیز لېږد هم شامل و.

شل اووره نړیوال جام؛ زمبابوې او وېسټ‌انډیز لوبه کوي

د هند او سریلانکا په کوربه‌توب د روان شل اووره سیالیو نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې نن ماښام، دوشنبه، فبروۍ څلورمه، زمبابوې له پیاوړې وېست‌انډیز سر سیالي وکړي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن ۶ بجې د هند په وانګېډه کرېکټ لوبغالي کې پیل شي.