ا.ا د خلیل‌الرحمان حقاني «شهادت» ومانه

د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد پر خپل اېکس یوه پیغام کې منلې چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیلالرحمان حقاني په یوه چاودنه کې «شهید» شوی دی.
نوموړي لیکلي چې حقاني نن ماسپښین (د لیندۍ ۲۱مه، چهارشنبه) «د خوارجو په یوه ناځوانه برید کې شهید شوی» دی.

ټسلا د یوې اوونۍ پرمهال چین کې ۲۱۹۰۰ موټر خرڅ کړي

د امریکا موټرجوړولو «ټسلا» شرکت وايي، د روان کال ډسمبر میاشتې د لومړۍ اوونۍ پرمهال یې، چین کې ۲۱۹۰۰ برښنايي موټر پلورلې دي.

چین کې د یاد شرکت څانګې ویلي، دغه پلور د روان ۲۰۲۴کال د څلور ربعو په پرتله تر ټولو لوړ پلور دی. چین کې د ټسلا «Model Y» تر ټولو ښه او په لوړه کچه پلور لري چې تېرکال یې، ۵۵۶۰۰۰ موټر پلور شوي.

حوثیانو پر امریکايي بېړیو توغندیز برید کړی

د امریکا پوځ وايي چې په عدن خلیج کې د حوثیانو له لوري د دوی پر بېړیو د شویو بریدونو مخه یې نیولې.

د امریکا مرکزي قومنداني «سنتېکام» چې منځنی ختیځ کې د امریکا پوځي فعالیتونه څاري، ویلي، دوو کښتیو له یمن توغول شوي توغندي او بې‌پېلوټه الوتکې په نښه کړي دي.

پر اوکراین د روسیې برید؛ شپږ کسان وژل شوي او ۲۲ ټپیان دي

د اوکراین په ژاپورېژیا ښار کې د روسیې د توغندیز برید له امله د وژل شویو کسانو شمېر شپږ ته لوړ شوی او ۲۲ نور ټپیان دي.

د ژاپورېژیا والي اېوان فیدوروف پر خپل ټېلېګرام ویلي چې برید کې ۲۲ کسان ټپیان دي او په وینا یې، سیمې ته د بېړنیو مرستو ډلې لېږل شوي دي.

خامنه‌يي: د اسد حکومت د پرځېدو تر شا د امریکا او اسراییلو لاس دی

د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي وايي چې د بشارالاسد په مشري د سوریې د حکومت پرځېدو تر شا د امریکا او اسراییلو لاس دی.

نوموړي د بشارالاسد د حکومت نسکورېدو ته په غبرګون کې ویلي، ایران شواهد لري چې د اسد حکومت د امریکا او اسراییلو د ګډ پلان په پایله کې پرځېدلی دی.

د سالنګ لویه لاره د مسافروړونکو موټرو پر مخ وتړل شوه

د سرپرست حکومت د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس سلام‌وطندار ته ویلي چې د سالنګ لویه لاره یې د مرغومي میاشتې تر څلورمې پورې د هر ډول لویو مسافروړونکو پر مخ تړلې ده.
د نوموړي په وینا، له څو ورځو راهیسې په سالنګونو کې واوره اوري او توپان هم ورسره دی او ترڅنګ یې فرعي لاره هم د واورې اورېدو او یخ نیونې له کبله د ډېرو موټرو وړتیا نه‌لري.

افغانستان کې د اوبو کمښت پر یوې سختې ټولنیزې ننګونې بدلېدونکی دی

د هلمند يو کروندګر محمدعوض وايي، هر کال د خپلو کروندو د خړوبولو لپاره لازمو اوبو ته لاسرسی نه‌لري. د هلمند ګروندګر په دغه ولایت کې د اوبو کمښت اندېښمن کړي دي. محمدعوض له حکومت څخه د دې ستونزې د هواري په برخه کې د مرستې غوښتنه کوي.
د اوبو نشتوالی د هلمند د کروندګرو یوازینۍ ستونزه نه‌ده، خو دې ننګونې په تېرو څو کلونو کې په هېواد کې د ډېرو کروندګرو کورنیو پر ژوند سیوری غوړولی دی.

د فساد پروړاندې د مبارزې نړیواله ورځ؛ ا.ا: افغانستان کې صفر ته نږدې شوی

د ډسمبر نهمه له فساد سره د مبارزې نړیوالې ورځې سره برابره ده. د ا.ا ویاند ذبېح‌.الله م.جاهد وايي، په افغانستان کې د فساد کچه صفر ته نږدې شوې ده. د نوموړي په وینا، ا.ا په تېرو درېوو کلونو کې د فساد پر وړاندې جدي مبارزه کړې او په راتلونکې کې هم ورته ژمن دی. هغه زیاتوي: «ا.ا د فساد له بېلابېلو ډولونو سره سخته مبارزه کړې. مخکې افغانستان په نړۍ کې د فساد له اړخه لومړی او دویم ځای درلود، خو اوس په افغانستان کې صفر ته نږدې شوی دی.»

د افغانستان ناخالصو تولیداتو ۲،۷ سلنه وده کړې

نړیوال بانک وايي، د افغانستان تولیدات په روان زېږدیز کال کې ۲،۷ سلنه زیات شوي او دغو تولیداتو د تېرو اقتصادي زیانونو یوازې ۱۰ سلنه جبران کړي دي.
دغه بانک په یوه راپور کې لیکلي چې افغانستان په روان زېږدیز کال کې د منځنۍ کچې اقتصادي وده کړې او دې ودې یې په اقتصاد کې د تشکیلاتي ستونزو پر حل ډېر کم اغېز کړی دی.