ژمی او ککړه هوا؛ یوازې لیندۍ میاشت کې ۱۸۶ ماشومان مړه شوي

د ماشومانو د روغتیا اندراګاندي روغتون مسوولان وايي، د هوا په سړېدو او ککړېدو سره، کابل کې تنفسي په ځانګړې توګه د سینه‌وبغل ناروغۍ ډېره شوې.

د دغه روغتون د احصاییې مسوول اسدالله عبدالرحیمزي وویل، تېره لیندۍ میاشت کې د هوا ککړتیا په دلیل د ناروغیو له امله، دغه روغتون کې ۱۸۶ ماشومانو ژوند بایللی دی.

د شاولي‌کوټ او میزانه ولسوالو ترمنځ ۴۲ کیلومټره سړک رغول کېږي

د زابل د شاولي‌کوټ او میزانه ولسوالیو ترمنځ د ۴۲ کیلومټره سړک د جوړېدو چارې پیل شوې. دا پروژه د کلیو پراختیا ریاست په همکارۍ او د CAH موسسې او یونېسف په مالي ملاتړ پرمخ وړل کېږي.

که څه هم د پروژې مالي لګښت په اړه چارواکي څه نه‌وايي، خو ځايي خلک ورته خوښ دي. دغه پروژه به تر راتلونکو څلور میاشتو بشپړه شي.

احمدالشرع دمشق کې له مسیحیانو سره لیدلي

د سوریې د لنډمهالي حکومت مشر احمدالشرع په دمشق کې د مسیحي ټولنې له مشرانو سره لیدلي دي.

له لیدنې په خپاره شویو  تصویرونو کې د کاتولیک، ارتودکس او انګلیکان روحانیون ګډون لري چې د سوریې له نوي مشر یې، د خپلو حقونو د خوندیتوب غوښتنه کړې.

له اسراییلو وروسته امریکا پر حوثیانو بریدونه کړي

د یمن په پلازمېنه صنعا کې پر حوثیانو د اسراییلو له هوايي بریدونو وروسته امریکا هم د یادې ډلې یوشمېر اهداف په نښه کړي دي.

حوثیانو د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي چې د دوی به د خپل ځان دفاع ته دوام ورکړي. د حوثیانو یوه ویاند محمد عبدالسلام دغه بریدونه ښکاره تېری بللی دی.

پوتین خپلو خلکو ته: هر څه به سم شي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خپلو خلکو ته د نوي عیسوي کال د مبارکۍ پیغام کې ویلي چې روان ۲۰۲۵کال کې به روسیه په لوړ بارو مخته لاړه شي.

هغه په دغه پیغام کې د روسیې اقتصاد او اوکراین کې د روانې جګړې په تړاو ځانګړی پیغام نه‌دی ورکړی.

زېلېنسکي: سوله به څوک د ډالۍ په توګه رانکړي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي وايي چې سوله به څوک دغه هېواد ته د ډالۍ په توګه ورنکړي او په وینا یې، امریکا به د کیېف ترڅنګ درېږي او د روسیې ۳۴ میاشتني یرغل ته به د پای ټکی کېږدي.

نوموړي د نوي کال مبارکي پیغام کې خپلو خلکو ته ویلي چې یوازې یو پیاوړی اوکراین کولای شي، سوله تضمین کړي او خپل نړیوال درناوی ترلاسه کړي.

د شاه او عروس بند پرانېسته؛ پر جوړېدو یې ۵۲ میلیونه ډالر لګښت شوی

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر او یوشمېر نورو چارواکو په ګډون نن سه‌شنبه، جدي یوولسمه د کابل شکردرې ولسوالي کې د شاه او عروس بند ګټې‌‌اخیستنې ته وسپارل شو.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته عبدالغني برادر وویل، دغه بند د څه باندې ۹ میلیونه مترمکعب اوبو ذخیره کولو وړتیا لري او څه باندې ۳ زره هکتاره ځمکه خړوبولی شي.

کېم پوتین ته: ملګریه! اوکراین کې ستره بریا ترلاسه کړې

د شمالي‌کوریا مشر کېم جونګ اون خپل سیال د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین ته د نوي عیسوي کال پیغام کې هغه ته د بریالیتوب هیله څرګنده کړې.

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس « KCNA» خبر ورکړی چې کېم جونګ اون په یوه لیک کې خپل «نږدې ملګري» ولادیمیر پوتین، د روسیې خلکو او پوځ ته د نوي کال مبارکي ورکړې.

د هېواد په کچه ۳۱۸ روغتونونه جوړېږي

هېواد کې د لروپرتو سیمو یوشمېر اوسېدونکي وايي، د روغتیايي مرکزونو نه‌‌شتون او د لارو خرابوالي له امله نه‌شي کولای، پر وخت د خپلو ناروغانو درملنه وکړي.

د هلمند د نهرسراج ولسوالي اوسېدونکی ګل‌احمد وايي: «دلته هېڅ کلینیک نشته چې موږ رسېد‌ګي ورته وکړو؛ که وي هم هغه ډېر لرې دی راڅخه. داسې کوم ځای نشته چې موږ ناروغان وروړ کلینیک دلته له سره نشته، که وي هغه هم ډېر لرې دی.»

د سوریې بهرنیوچارو وزیر سعودي عربستان ته سفر کوي

ټاکل شوې چې د سوریې بهرنیو چارو وزیر اسدحسن الشېباني په خپل لومړي بهرني سفر سعودي عربستان ته سفر وکړي.

نوموړي ته د سعودي بهرنیوچارو وزیر شهزاده فیصل بن‌فرهان بن عبدالله بلنه ورکړې. الشېباني همداراز لیکلي چې سعودي عربستان سره په هره برخه کې ښې ستراتیژیکې اړیکې غواړي.

کندهار څخه پاکستان ته د «شملغې بوټو» د قاچاق مخه نیول شوې

د کندهار کرنې ریاست په ریګستان ولسوالي کې د طبیعي بوټو د ساتنې لپاره ځانګړی کمپاین پیل کړی چې پرمهال یې، پاکستان ته د «شملغې بوټو» د قاچاق مخه نیول شوې.

د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د رېګستان ولسوالي په بېلابېلو سیمو کې د طبیعي بوټو د ساتنې او پرېکولو د مخنیوي لپاره کمپاین کړی دی.

خوست کې په ۱۳۵ ميليونه افغانۍ د «غلې منډوي» جوړېدو چارې پيل شوې

د خوست ښاروالي مسوولان وايي چې په ۱۳۵ میلیونه افغانۍ د نوې «غلې منډوي» د جوړېدو چارې پیل شوې.

د ښاروالي له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د خوست ښاروال قاري بسم‌الله بلال له قوله ويل شوي چې نوې منډوي د ښار دویمه ناحیه «تخته بیکې» سيمه کې پر ۲۰ جریبه ځمکه جوړېږي.