یوشمېر نابینایان: میاشتنی حقوق مو لوړ او د کار زمینه دې راته برابره شي

د برېل خط نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله، هېواد کې یوشمېر نابینایان د ښوونیزو خدمتونو او کاري فرصتونو نه‌شتون څخه شکایت کوي او له سرپرست حکومته غواړي چې د دوی میاشتني حقوق لوړ کړي. ده له سرپرست حکومته وغوښتل چې د نابینایانو د حقونو زیاتولو او ټولنه کې د هغوی فعاله حضور ته زمینه برابره کړي.

لوګر کې د هستوګنې کورونو ته د نوري فایبر انټرنټ لېږد پروژه پيلېږي

د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولان وایي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري تازه پل‌علم کې هستوګنې کورونو ته د (FTTH) انټرنټ د لېږد پروژه منظور شوې او ډير ژر به ښاریانو ته د انټرنټ د لېږد بهیر پيل شي.

مایکروسافټ سږکال ۸۰ بیلیون ډالر پانګونه کوي

د مایکروسافټ نړیوال شرکت هوډ لري چې سږکال د اطلاعاتي مرکزونو پراختیا لپاره ۸۰ بیلون ډالر پانګونه وکړي.

دغه شرکت جمعه، جنورۍ درېیمه د وېب‌لاک په یوه پوسټ کې ویلي چې دغه پانګونه به مایکروسافټ ته دا وړتیا په لاس ورکړي چې پر مصنوعي ځېرکتیا سمبال پروګرامونو ته پراختیا ورکړي.

د پاکستان لومړی وزیر: د وسله‌والو د له‌منځه وړو وخت رارسېدلی

د پاکستان لومړیوزیر شهباز شریف وايي چې دغه هېواد کې د وسله‌والو ډلو د له‌منځه وړو وخت رارسېدلی دی.

نوموړي دغه څرګندونې پرون جمعه جنورۍ درېیمه اسلام‌اباد کې د ترهګرۍ ضد تګ‌لارې په اړه د پوځي او ولسي چارواکو مرکزي کمېټې ته په وینا کې کړې دي.

میانمار د خپلواکۍ ورځې په مناسبت ۵۸۶۴ بندیان خوشې کوي

د میانمار پوځي حکومت چارواکي وايي چې د یاد هېواد د خپلواکۍ ورځې په مناسبت د ۱۸۰ بهرنیو وګړو په ګډون ۵۸۶۴  بندیان خوشې کوي.

د میانمار دولتي رسنۍ خبر ورکړی چې دغه کسان به د یاد هېواد د خپلواکۍ ورځې په مناسبت د عمومي بښنې فرمان له مخې خوشې شي.

اسراییلو د دوو ورځو پرمهال غزه کې ۱۵۰ کسان وژلي

د غزې په بېلابېلو سیمو کې له تېرو دوو ورځو راهیسې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو له امله۱۵۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د راپورونو له مخې، ۷۳ کسان پرون جمعه، جنورۍ درېیمه او پنجشنبه هم د بریدونو له امله ۷۷ کسانو ژوند بایللی دی. اسراییلو د غزې شمال کې د دوو روغتونونو کارکوونکو ته امر کړی چې له یادو روغتونونو ووځي.

غزه کې د ۲۴ ساعتونو پرمهال څه باندې ۷۰ کسان مړه شوي

د تېرې یوې شپې او ورځې پرمهال غزه کې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو له امله څه باندې ۷۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

بریدونه د غزې پر بېلابېلو سیمو شوي چې پرمهال یې، د ښځو او ماشومانو په ګډون یادو کسانو خپل ژوند بایللی دی.

هلمند کې د ۱۰میاشتو پرمهال د جرمونو په تور ۸۰ کسان نیول شوي

د هلمند امنیه قومنداني د جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت مسوولانو د تېرو لسو میاشتو پرمهال ۸۰کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي دي.

د امنیه قومنداني ویاند عزت‌الله حقاني وايي، دغه کسان تېرو لسو میاشتو کې د لښکرګاه او یوشمېر ولسوالیو اړوند سیمو کې نیول شوي.

د سالنګ لویه لاره د واورې او توپان له امله وتړل شوه

د ټولګټو وزارت مسوولان وايي چې د سالنګ لویه لاره د واورې ورښت او توپان له امله د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې.

د یاد وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس نن جمعه، جدي ۱۴مه سلام‌وطندار ته وویل چې یاده لاره تېره ورځ یوازې د باروړونکو موټرو پرمخ تړل شوې وه، خو په وینا یې، نن له غرمې مخکې ۱۰:۳۰ بجې د هر ډول تګ‌راتګ پرمخ تړل شوې.

د ژمي لومړۍ واوره؛ د کابل اوسېدونکی: کور کې نه‌بخارۍ لرم او نه هم صندلۍ

د کابل په ګډون یوشمېر ولایتونو کې نن پنج‌شنبه، جدي ۱۳مه د ژمي لومړۍ واوره وشوه.

د کابل یوشمېر اوسېدونکي د سږني ژمي د لومړنۍ واورې اورښت ته خوښ دي او وایي، د واورې ورېدو سره به د هوا ککړتیا راکمه شي. د کابل یوشمېر اوسېدونکو د سږني ژمي لومړۍ واوره د عکسونو په اخیستلو او د بېلابېلو تفریحي پروګرامونو په جوړولو ولمانځله.