
ا.ا له چین د روغتیا او برښنا تولید برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې
د رییسالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي کابل کې د چین سفیر جاوشینګ سره لیدنه کې له هغه غوښتي چې هېواد یې افغانستان سره د روغتونونو د تجهیز او د برښنا د تولید په برخو کې همکاري وکړي.

د رییسالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي کابل کې د چین سفیر جاوشینګ سره لیدنه کې له هغه غوښتي چې هېواد یې افغانستان سره د روغتونونو د تجهیز او د برښنا د تولید په برخو کې همکاري وکړي.

په غزني کې د چرګانو فارمونه د دې ولایت د یوشمېر ښځو لپاره د عاید یوه مهمه سرچینه بلل کېږي. دغه مېرمنې وايي، کورونو کې د چرګو پالنه د تفريح ترڅنګ، د دوى د کورنيو اقتصادي وضعيت له ښهکېدو سره مرسته کړې.

د ميدانوردګ کليو پراختيا او بیارغونې ریاست مسوولان وایي، د اوبورسولو په برخه کې ۱۱۰ پروژې بشپړې او ګټېاخېستنې ته سپارل شوي دي.

د خوست امنيه قومنداني چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د تېرو شپږو میاشتو پرمهال د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور ۳۳۴ کسان نیول شوي دي.

د لوګر د اقتصاد ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم او شپږو ولسوالیو کې د ۱.۴ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۱۱ رغنیزې پروژې بشپړې او نن ګټېاخېستنې ته وسپارل شوې.

د کندهار صنعتي ښارګوټي کې د درې میلیونه ډالرو په پانګونې سره د «چرګانو دانې» یوې تولیدي کارخونې په فعالیت پیل وکړ.
د یادې کارخونې مسوولان وايي چې د چرګانو دانې دغې تولیدي کارخونې د جوړېدو چارې یې یو کال وړاندې پیل کړې وې او تېره ورځ د چارواکو له لوري، پرانېستل شوه.

د تخنيکي او مسلکي زدهکړو ادارې او خصوصي سکټور ترمنځ د همغږۍ او سټراټېژيکو همکاريو د پياوړتيا په موخه دويمه دوهورځنۍ غونډه په کابل کې جوړه شوه.
د تخنيکي او مسلکي زدهکړو ادارې مسوولان وايي، دغه کنفرانس يې د فرصتونو او ننګونو د ارزونې، د ښوونیز نصاب د کيفيت لوړولو او د کاري فرصتونو د برابرولو په موخه جوړ کړی دی.

په هرات کې د افغانې سرې میاشتې ټولنې مسوولان وايي، په تېره یوه میاشت کې یې ۲۷۸۶۵ کسانو ته په بېلابېلو برخو کې روغتیايي خدمتونه رسولي دي.

د بغلان د پاسپورټ امریت وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې ۲۵۰۶ پاسپورټونه د دغه ولایت اوسېدونکو ته ورکړي دي.

د خوست امنیې قومانداي په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یوې کورنۍ د مرغومي په ۱۶مه، د یکشنبې شپه د دغه ولایت په مرکز خوست ښار کې ګازي بخارۍ لګولې او پر وړاندې یې د بېغورۍ له کبله پنځو کسانو خپل ژوند بایللی دی.
دا پېښه د خوست ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند په یوه استوګنیزه ودانۍ کې شوې ده. په پېښه کې څلور نارینه او یوه ښځه مړه شوې ده.

د لوګر پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت مرکز پلعلم ښار او ولسوالیو شاوخوا ۱۵۲ دولتي ښوونځیو سرښوونکو او د ښوونځيو مدیرانو ته د ظرفیت لوړونې پنځه ورځنی پروګرام پیل شو.

په کندهار کې د کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو د ملاتړ او ودې په موخه ملي نندارتون جوړ شوی چې څلور ورځې به دوام وکړي.
چارواکو په وینا، دې نندارتون کې بېلابېل کورني تولیدات او لاسي صنایعې په ۶۰ غرفو کې نندارې ته کېښودل شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي وايي چې په کُرسک سیمه کې د جکړې پرمهال روسي او د شمالي کوریا ګڼشمېر سرتېرو ته یې، درنه مرګژوبله اړولې.
اوکراین او لوېدیځ ادعا لري چې په دې سیمه کې د شمالي کوریا شا خوا ۱۱۰۰۰ سرتېري مېشت دي او د اوکراین پر ضد جګړه کوي.

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د پولیسو پر موټر د چاودنې له امله پنځه کسان وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان دي.
د پولیسو په وینا، په چاودنه کې د ټپي شویو پنځو کسانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

په جاپان کې چارواکي وايي چې د نړۍ تر ټولو لوړ عمر لرونکې مېرمن «ټومیکو اېټوکا» د ۱۱۶ کلونو په عمر مړه شوه.
دغه هېواد کې پولیسو رسنیو ته ویلي چې اېټوکا د ډسمبر په ۲۹مه د لوړ عمر لرونکو کسانو د ساتنې په مرکز کې مړه شوې.

غزه کې چارواکي وايي چې د تېرو درېوو ورځو پرمهال د اسراییلي ځواکونو د مرګونو بریدونو له امله څه باندې ۲۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د دوی په وینا، یوازې پرون شنبه، جنورۍ څلورمه د غزې په بېلابېلو سیمو کې یوازې ۷۰ کسانو ژوند بایللی دی.