
افغان ښځې: د رحم خولې سرطان په اړه پوهاوی نهلرو
سره له دې چې د رحم د خولې سرطان د نړۍ په کچه د ښځو ترمنځ دویم تر ټولو عام سرطان او له مزمنو او وژونکو ناروغیو څخه شمېرل کېږي، خو په افغانستان کې د ښځو ترمنځ د دې ناروغۍ په اړه د پوهاوي نشتون لامل شوی چې هغوی له دې ناروغۍ لا ډېرې زیانمنې شي.
په دې راپور کې له ۸ ولایتونو څخه ۱۷ ښځو سره مرکې شوي او ټولو ویلي چې د دې ناروغۍ د نښو او خطرونو په اړه هېڅ ډول پوهاوی نهلري.














