لوګر کې د یوه کس مړی موندل شوی

د لوګر  د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي چې تېره ورځ «یکشنبه، مرغومې ۲۴مه» د دغه ولایت په مرکز پل‌علم ښار کې د یوه عمر لرونکي کس مړی موندل شوی دی.

د غزې شمال کې ۵۰۰۰ کسان وژل شوي او ورک دي

د غزې په شمال کې د اسراییلي ځواکونو د روانو بریدونو او کلابندۍ له امله شاوخوا ۵۰۰۰ کسان وژل شوي او یا هم ورک دي.

د الجزیرې خبري شبکې نن دوشنبه، جنورۍ ۱۳مه راپور ورکړی چې د یادو بریدونو له امله څه باندې ۹۵۰۰ کسان ټپیان شوي دي.

کندهار کې په ۸۵۲زره ډالرو د پنجاو کانال ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شو

کندهار کې چارواکي وايي چې د کندهارښار په اوومه ناحیه کې د «پنجاو» کانال په ۸۵۲زره امریکايي ډالرو جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

دغه کانال د ملګروملتونو نړیوال پراختیايي پروګرام «یو‌اېن‌ډي‌پي» په مالي ملاتړ جوړ شوی.   د دې کانال په جوړېدو سره د شاولي‌کوټ ولسوالي له لوی بند څخه د پنجوايي ولسوالي او د کندهار ښار اوومې ناحیې ځمکې به هم ورسره خړوبې شي.

لوګر کې د ۶۳ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۷ پروژې بشپړې شوې

د اوبو او انرژۍ ریاست تخنیکي سلاکار  انجینیر فضل‌الرحمن عمرزي پل علم خبریالانو ته وویل، یادې پروژې د اوبو او انرژۍ وزارت د پراختیایي بودجې او همکارو موسسو، په مالي ملاتړ د روان کال له پیل څخه تر اوسه پورې د مرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو کې پلې شوې دي.

کابل ته د بېلاروس د یوه پلاوي سفر؛ د اړیکو پراختیا او همکاریو غوښتنه شوې

 د بهرنیو، کورنیو، صنعت او سوداګرۍ او د کانونو او پترولیم وزارت مسوولان وايي، د بېلاروس هېواد د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو د لومړي مرستیالانو په ګډون د دغه هېواد د پانګوالو یوه پلاوي کابل ته د سفر پرمهال د یادو وزارتونو له چارواکو سره لیدلي دي.

اوکراین: کُرسک کې مو د شمالي‌کوریا دوه سرتيري ژوندي نیولي

د اوکراین چارواکي وايي چې د روسیې په کُرسک کې یې، د جګړې پرمهال د شمالي‌کوریا دوه سرتېري ژوندي نیولي او کېیف ته یې، لېږلي دي.

د اوکراین امنیتي ادارې «اېس‌بي‌یو» په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې له نیول شویو دوو سرتېرو یې، یو بې‌اسناده او دویم کس د روسیې د پوځ کارټ لري چې له منګولیا سره نږدې سیمې اوسېدونکی دی.

د کندهار تخته‌پل کې په ۸۰۰زره افغانۍ د اوبوذخیره کولو حوضونه جوړېږي

د کندهار په تخته‌پل ولسوالي کې په ۸۰۰زره افغانیو د اوبو زېرمه کولو لپاره «حوضونه» جوړېږي.

یاد حوضونه د کندهار کرنې ریاست د پراختیایي بودیجې په مرسته او د یو خصوصي شرکت په تخنیکي همکاري د تخته‌پل ولسوالي د څادرګه او تنګي سیمو کې د اوبو ذخیره‌کولو دوه حوضونه جوړېږي.

د خوست ښاروالي نهو مياشتو کې ۲۰۸ميليونه افغانۍ عوايد ټول کړي‌

د خوست ښاروالي مسوولان وايي چې د روان ۱۴۰۳ کال له پيل څخه تر دې دمه د بېلابېلو اصنافو څخه ۲۰۸ ميليونه افغانۍ عوايد ټول  شوي چې د تېرکال په پرتله ډېروالی ښيي. ياده غونډه کې يوشمېر ښاريانو بيا د خوست ښاروالي له کړنو خوښي ښيي، خو غوښتنه کوي چې ښاروالي د ښار پراختيا او ښکلا لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي.

د افغانستان بانک سبا ۱۶ میلیونه ډالر بازار ته وړاندې کوي

د افغانستان د بانک مسوولان وايي چې سبا «یکشنبه، مرغومي ۲۳مه» به «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک نن (شنبه، د مرغومي ۲۲مه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا یکشنبه «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

میانمار کې د پوځ هوايي بریدونو له امله ۴۰ کسان وژل شوي

ملګري ملتونه وايي چې د میانمار په ختیځ راخین ایالت کې د پوځ هوايي بریدونو له امله ۴۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۵۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

ملګرروملتونو جمعه، جنورۍ ۱۰مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کسان د راخین ایالت اړوند د رامري ښارګوټي په «کیا‌ ني‌ماوو» کلي کې د پوځ هوايي بریدونو پرمهال وژل شوي.

غزه کې د اسراییلو بریدونه؛ ۲۱کسانو ژوند له لاسه ورکړی

غزه کې د اسراییلي ځواکونو د هوايي او ځمکنیو بریدونو پرمهال څه باندې ۲۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه کسان د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلو په بریدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. غزه کې د وروستیو څو میاشتو پرمهال د اسراییلو بریدونو او کلابندۍ له امله روغتونونه د تېلو، روغتیايي او نورو توکو له جدي کمښت سره مخ دي.

میدان‌وردګ کې یوه کس ځان‌وژنه کړې

د میدان‌وردګ له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په حصه اول بهسودو ولسوالي کې یوه کس ځان وژنه کړې.

د دغه ولایت د طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس مولوي فیض‌الله جلالي سلام‌وطندار ته وویل، په لومړۍ حصه بهسودو ولسوالي کې تېره ورځ یوه کس چې شاوخوا ۳۰ کاله عمر لري، ځان وژنه کړې.

روانه میاشت د پاکستان د تحصیلي بورسونو انلان ازموینه اخیستل کېږي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمدصادق وايي چې روانه میاشت به د علام اقبال تحصیلي بورسونو له شاوخوا ۲۲زره افغانانو انلاین ازموینه واخیستل شي.

نوموړي جمعه، جنورۍ۱۰ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د علام‌اقبال ۳‌پراو تحصیلي بورسونو کې به ترراتلونکو درېوو کلونو ۴۵۰۰ افغان زده‌کوونکي د پاکستان پوهنتونونو کې زده‌کړې وکړي.

اندونیزیا کې د «ای‌فون‌۱۶» پلور لاهم بند دی

اندونیزیا کې د اپل موبایل جوړولو شرکت څانګې مسوولان وايي، که څه هم د یاد هېواد له حکومت سره هوکړې ته رسېدلي، خو د ای‌فون‌۱۶ پلور ته لاهم اجازه نه‌ده ورکړل شوې.

اندونیزیا تېرکال د یاد شرکت نوی ای‌فون‌۱۶ موبایل پلور له دې امله بند کړی چې د دغه هېواد د قانون له مخې باید، یاد شرکت په خپل تولید شویو توکو کې د اندونیزیا ۳۵سلنه مواد وکاروي.

د وزیرمحمداکبرخان دویمه درجه ولایتي سیالي پیل شوې

د وزیرمحمداکبر خان ۱۶م پړاو دویمه درجه ولایتي لوبې نن شنبه، جنورۍ ۱۱مه په رسمي توګه د ۴۰ لوبډلو ترمنځ پیل شوې.

دغه سیالي د هېواد په څلورو ولایتونو کې کېږي چې د جنورۍ له یوولسمې د همدې میاشتې تر ۳۱مې به دوام ولري.