
خوست کې د ۱۴کیلومټره سړک د جوړېدو چارې پیل شوې
د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالي څخه د دغه ولایت تر قلندر ولسوالي پورې د ۱۴ کیلو مټره سړک د جوړېدو چارې پیل شوې.
د خوست ولايت مقام څخه سلاموطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د نادرشاه کوټ ولسوالي د ځنيخيلو شمبوات بازار څخه تر قلندر ولسوالي پورې د ۱۴ کيلومتره سړک اساسي جوړونې چارې پيل شوې.














