میدان‌وردګ کې یو هستوګنیز کور په بشپړه توګه سوځېدلی

د میدان‌وردګ محلي چارواکي وایي چې د جلرېز ولسوالي په «مامیکو» کلي کې د تورګل په نوم یوه کس هستوګنیز کور په بشپړه توګه سوځېدلی دی.

د دغه ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې مبارزې ریاست رییس مولوي فیض‌الله جلالي سلام‌وطندار ته وویل، د پېښې ځای ته له مرکز میدانښار څخه اطفایه رسیدلې او له سر زیان څخه مخنیوی شوی، خو مالي زیانونه زیات رامنځته شوې دي.

عبدالباري عمر: تر راتلونکې یوې میاشتې هېوادوالو ته ښه زېری لرم

د برښنا شرکت مشر عبدالباري عمر وايي چې د برښنا تولید ډېروالي په موخه له کورنیو سرچینو څخه د برښنا تولید ۱۳ نوې پروژې پرانېستل کېږي.

نوموړي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه پروژې تر راتلونکې یوې یا دوو میاشتو پورې پرانېستل شي.

کرېکټ بورډ د چمپینزټرافي لپاره د ملي لوبډلې لباس رسنیز کړ

د افغانستان کرېکټ بورډ په پاکستان کې کېدونکې چمپینزټرافي یا اتلانو جام سیالیو لپاره د ملي لوبډلې لپاره جوړ شوی لباس رسنیز کړ.

کرېکټ بورډ نن پنج‌شنبه، سلواغې یوولسمه پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې جوړ شوي لباس کې د جام څلي ښکلا ځای پر ځای شوې.

د بهرنیومرستو ځنډېدل؛ د هېواد ۲۸ ولایتونو کې د ۵۰ موسسو فعالیتونه درېدلي

د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وايي چې د امریکا د مرستو ځنډېدو وروسته، د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د ۵۰ نړیوالو موسسو او مرستندویه ادارو فعالیتونه ځنډول شوي دي.

نوموړي دغه څرګندونې سه‌شنبه، سلواغې نهمه کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال رسنیو ته کړې دي.

خوست کې د ۱۳ کسانو وژنه؛ «ښکېلوکسانو ته دې سخته سزا ورکړل شي»

د خوست د عليشيرو او تريزيو ولسوالي د بوخانه سيمه کې د ۱۳ وژل شويو کسانو د کورنۍ غړي او خواخوږي په ياده پېښه کې د ښکېلو کسانو د نيولو او سزا ورکولو غوښتنه کوي.

د وژل شويو کسانو د کورنۍ يوه غړي ټيکه‌خان ماهر سلام‌وطندار ته وايي، له چا سره شخصي دښمني نه‌لري او ښکېلو کسانو ته د سختې سزا غوښتنه کوي.

کابل ښاروالي تېرو پنځو میاشتو کې ۱۸ پراختیايي پروژې پلې کړي

د کابل ښاروالي مسوولان وايي چې د تېرو پنځو میاشتو پرمهال کابل‌ښار کې د ۱۸ پرمختیايي پروژو کار بشپړ شوی، د ۸۲ پروژې تر کار لاندې دي او ۲۱ نورې پروژې د تدارکاتي په پړاو کې دي.

د کابل ښاروالي مسوولانو دغه څرګندونې د دغې ادارې د لاسته‌راوړنو او فعالیتونو په پروګرام کې نن چهارشنبه، سلواغې لسمه کړي دي.

د خوست مرګونې پېښې په تړاو دوه شکمن کسان نیول شوي

د خوست ولايتي مسوولان وايي چې د عليشرو ولسوالي د مرګونې پېښې په تړاو یې، دوه شکمن کسان نيولي دي.

د خوست ولايت مقام وياند مستغفر ګربز سلام‌وطندار ته وايي چې بيګاه شپه ۹:۰۰ د عليشرو ولسوالي د ابوخانې سيمه کې وسله‌والو د يوې کورنی لس غړي په ډزو وژلي وو.

د پکتيکا شکين ولسوالي اوسېدونکي د ژوند لومړنيو خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري

د پکتیکا شکین ولسوالي اوسېدونکي وايي چې د ژوند لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري او له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د دغې ولسوالي یوشمېر اوسېدونکو سلام‌وطندار ته وویل، د روغتيا، پوهنې، مخابراتو، پاکو اوبه او د سړکونو جوړېدو برخو کې ورته د پام وړ کار نه‌دی شوی چې له امله يې ستونزو سره مخ دي.

ریاست‌الوزرا: بهر ته له ۵۰۰۰ او ۵۰۰ ډالرو ډېر د لېږد اجازه نشته

د سرپرست حکومت ریاست‌الوزرا په یوه تازه حکم کې ویلي چې د هوايي ډګرونو له لارې له ۵۰۰۰ ډالرو ډېر او د ځمکې له لارې له ۵۰۰ ډالرو زیات بهر ته د لېږد اجازه نشته.

په دې حکم چې نن چهارشنبه، سلواغې لسمه خپور شوی، همداراز خبرداری ورکړل شوی چې له سرغړونکو سره به قانوني چلن کېږي.

هند کې د مذهبي جشن پرمهال ۱۵ کسان مړه شوي

هند کې د یوه مذهبي جشن پرمهال د خلکو ګڼې‌‌ګوڼې له امله لږترلږه ۱۵ کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي

دغه مرګ‌ژوبله د کومب په نوم مېله کې رامنځته شوې چې د جنورۍ له ۱۳مې نېټې راهیسې روانه ده.

پاکستان کې بریدونه؛ دوه سرتېري وژل شوي او یوشمېر ټپیان دي

پاکستان کې د وسله‌والو بریدونو پر دوام، په تازه نښتو او بریدونو کې څلور سرتېري وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان دي.

په لومړۍ پېښه کې چې د پاکستان د بلوچستان ایالت په  قلعه عبدالله کې شوې، وسله‌والو د اېف‌سي ځواک پر یوه مرکز ډله‌ییز برید کړی او دوه سرتېري یې، وژلي دي.

د هلمند ګرشک کې «عامه کتابتون» پرانېستل شو

د هلمند په ګرشک ولسوالي کې د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري عامه کتابتون جوړ او نن «سه‌شنبه، سلواغې نهمه» ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی امر مولوي سلطان محمدحنیف وايي چې دې کتابتون کې د بېلابېلو برخو شاوخوا ۳۰۰۰ کتابونه موجود دي.