له هرات څخه بهر د «پستې» صادرات ۲۰سلنه زیات شوي

د هرا د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د «پستې» صادرات ۲۰سلنه زیات شوي دي.

 د یاد ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجراییه امر محمدیوسف امین سلام‌وطندار ته وايي چې د وروستیو نهو میاشتو پرمهال له دغه ولایت د ۲۴ میلیونه او ۶۷۶زره ډالرو په ارزښت بهر ته پسته صادره شوې.

چاپېریال ساتنې ملي اداره: د روان کال لسو میاشتو کې د هوا ککړتیا کمه شوې

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولان وايي چې د تېرکال په پرتله د سږکال لسو میاشتو پرمهال په هېواد کې د هوا ککړتیا کچه کمه شوې.

د یادې ادارې مسوولانو دغه څرګندونې نن یکشنبه، سلواغې ۱۳مه کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال کړې دي.

له هرات ښار د خښتو بټۍ د دغه ولایت ولسوالیو ته لېږدول کېږي

د هرات د چاپېریال ساتنې ریاست مسوولان وايي چې د هرات ښار خښتو بټیو مالکانو ته یې، خبر ورکړی چې خپلې بټۍ ولسوالیو ته ولېږدوي.

د یاد ریاست مسوولانو په وینا، د خښتو بټیو مالکان لس ورځې وخت لري، څو له ښارڅخه د خښتوبټۍ ولسوالیو ته ولېږدوي.

اقتصادي جګړه؛ ټرمپ پر کاناډا، مکسیکو او چین ګمرکي تعرفې ولګولې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کاناډا او مکسیکو ترڅنګ دغه هېواد ته د چین پر واردېدونکو سوداګریزو توکو نوې ګمرکي تعرفې لګولي دي.

ټرمپ شنبه، فبرورۍ لومړۍ نېټه د یوه فرمان په لاسلیکولو سره د کاناډا او مکسیکو پر سوداګریزو توکو ۲۵سلنه ګمرکي تعرفه لګولې.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د یوشمېر موسسو له استازیو سره کتلي

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې د یاد وزارت سرپرست په افغانستان کې د یوشمېر نړیوالو موسسو او سازمانو له استازیو سره کتلي دي.

یاد وزارت نن شنبه، سلواغې ۱۳مه، پر خپله اېکس‌پاڼه یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د یاد وزارت سرپرست نورجلال جلالي د «Save the Children ،World Vision ،IMC او CRS» بنسټونو له استازیو سره په خپل کاري دفتر کې لیدلي دي.

هرات کې د رنګ یوه کارخونه د ورځې ۵۰ ټُنه رنګ تولیدوي

د هرات د صنعت او سوداګرۍ رییس بشېرمحمد سیرت وايي چې دا مهال دغه ولایت کې د رنګ تولید پنځه کارخونې فعالې دي او هرات د رنګ تولید برخه کې ځان‌بسیاینې ته رسېدلی دی.

هرات کې د افغان فیضي رنګ کارخونې رییس جمشید فیضي وايي چې دغه کارخونه په ورځ کې ۵۰ ټُنه رنګ تولیدي او د کورني بازار د رنګ اړتیا په سمه توګه برابرولی شي.

د پاکستان له زندانونو ۹۱ افغان بندیان خوشې شول

د کډوالو او بېرته راستنېدو چارو وزارت وايي چې د پاکستان له زندانونو شاوخوا ۹۱ افغان کډوال راخوشې شوې دي.

یاد وزارت نن شنبه، سلواغې ۱۳مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د یاد هېواد له بېلابېلو زندانونو ۹۱ افغان کډوال راخوشې شوي او د روانې سلواغې میاشتې په یوولسمه او دولسمه هېواد ازاد شوي دي.

له جګړې د پاتې ماینونو د خطر په اړه د عامه پوهاوي کمپاین پیلېږي

په داسې حال کې چې له جګړو پاتې ماینونه لا هم له افغانانو قرباني اخلي، د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې مسوولان وايي، خلکو ته به له بېلابېلو لارو د ماینونو د خطرونو په اړه عامه پوهاوی ورکړي.
د دغې ادارې ویاند محمدعبدالله‌جان سایق وايي، دغه کمپاین به د ټلوېزیون، راډیو، د تبلیغاتي پوسټرونو لګولو او له ماینونو څخه زیانمنو سیمو ته د ګرځنده ډلو په لېږلو سره سر ته ورسوي.

فطرت: افغانستان کې د داعش حضور پراخ ښودل شوی

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار د امریکا کانګرېس ته په خپل شپږشپیتم راپور کې ویلي، په افغانستان کې د داعش، د پاکستان د طالبانو تحریک یا ټي‌ټي‌پي او القاعدې موجودیت د اندېښنې وړ بللی دی. سیګار ویلي، ترهګرو ډلو په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی او داعش هم د دغه هېواد او سیمه‌ييزو ثبات پر وړاندې «مهم ګواښ» دی.

زابل کې ۴۷ روغتیايي مرکزونو ته ۱۱۶ قلمه درمل وېشل کېږي

د زابل د عامې روغتیا رییس ډاکټر میرویس افغان وايي، د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې یونېسف او د «موف» موسسې له لوري د دغه ولایت له ۴۷ روغتیايي مرکزونو سره د ۱۱۶ قلمو درملو مرسته شوې.

نوموړي زیاته کړه چې دغه درمل د کلات ښار په ګډون د ۱۱ ولسوالیو روغتیايي مرکزونو ته وېشل کېږي.