
پاکستان کې برید؛ څلور سرتېري وژل شوي او اووه ټپیان دي
د پاکستان خېبرپښتونخوا ایالت اړوند سوېليوزیرستان کې پر امنيتي پوستې د وسلهوالو برید له امله څلور سرتېري وژل شوي او اووه نور تپیان دي.
پېښه بېګاه شپه ۱۱ بجې، د سوېليوزیرستان د شکتوی تحصیل په شرکۍ سیمه کې رامنځته شوې. ټپیان روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.













