پاکستان د تورخم دروازه د هر ډول تګ‌راتګ پرمخ تړلې

د ننګرهار امنیتي مسوولان وایي چې پاکستاني لوري بېګاه شپه یوولس بجې تورخم دروازه  د هر ډول تګ‌راتګ پرمخ تړلې ده.

د ننګرهار د امنیې قومنداني ویاند سیدطیب حماد سلام‌وطندار ته وویل چې پاکستان د اسلامي امارت له لوري د فرضي کرښې دې غاړې ته د تاسیساتو جوړولو په غبرګون کې دغه لار بنده کړې ده.

ډونالډ ټرمپ: روسیې په رښتیا پر اوکراین برید کړی

اوکراین کې د کمیابه کانونو لاسرسي په اړه د تړون نږدې‌کېدو په درشل کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، په ناڅاپه توګه خپل دریځ بدل کړی او وویل چې روسیې په رښتیا پر اوکراین برید کړی دی.

ټرمپ وايي، د جګړې پای ته رسولو د یوې هڅې په توګه به اوکراین ډېر ژر له امریکا سره د کمیابه کانونو هوکړه‌لیک لاسلیک کړي.

د افغانستان بانک سبا ۲۰ میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

د افغانستان د بانک مسوولان وايي چې سبا «یکشنبه، کب پنځمه» به «۲۰» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک نن (‌شنبه، کب څلورمه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا یکشنبه «۲۰» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي. د افغانستان بانک ویلي چې د داوطلبۍ ګټونکي باید خپل ټول حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.

نتن‌یاهو حماس ته: د بیباس جسد نه‌سپارلو سخته بیه به پرې کړئ

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتن‌یاهو حماس ته خبرداری ورکړی چې د شیري بیباس جسد د نه ور‌سپارلو له امله به سخته بیه پرې کړي.

د اسراییلو پوځ وايي په هغو څلورو جسدونو کې چې د سره ‌صلیب په مرسته د حماس له‌خوا دوی ته سپارل شوي، د شیري بیباس جسد په‌کې نشته او جسد د بلې مېرمنې دی.

راتلونکې ته څراغ؛ د هغې مېرمنې کیسه چې د نجونو ښوونځی یې جوړ کړی

که څه هم افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې د ښوونځیو بیاپرانېستلو ته په تمه دي، مرسل دلدار په خپل شخصي لګښت او هلوځلو نجونو ته ښوونیز مرکز جوړ کړ دی.

هغې له شپږو کلونو هلوځلو وروسته د ګنجینه‌یې بنیامین په نوم کابل کې لېسه جوړه کړې چې زرګونه نجونو ته د هیلو پر سمبول بدل شوی دی.

غزني کې ډاکټران: د امېندوارۍ پرمهال مېرمنې د زړه ۱۱ ډوله ناروغي ګواښي

غزني کې یوشمېر امېندواره مېرمنې سلام‌وطندار ته وايي چې د زړه پر ناروغۍ اخته شوي دي.

دوی زیاتوي چې د زړه ناروغۍ لامل شوې چې د ژر ستړیا او د ساه لنډۍ پر دردونو اخته شي او د جنین سقط په اړه یې، دوی ته اندېښنې هم پیدا کړې دي.

غور کې روان کال ۴۵۰ ماشومان پر شري ناروغۍ اخته شوي

د غور په ولايتي روغتون کې د شري پر ناروغۍ اخته ماشومانو ته د ځانګړې پاملرنې څانګه کې پر دې ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر د پام وړ زیات شوی دی.

په دغه روغتون کې د بستر یوشمېر ناروغ ماشومانو کورنۍ وايي، ماشومان یې لومړی پر سینه بغل او بیا پر شري ناروغۍ اخته شوي دي.

هلمند کې د برښنا کمښت او د بازار نشتوالي د کارخونو پر تولیداتو منفي اغېز کړی

هلمند چې له مهمو کرنیزو ولایتونو ګڼل کېږي، د صنعت برخه کې تر ډېره د دانه‌داره پنبې د پروسس کارخونو درلودونکی دی.

د دغو او ځینو نورو کارخونو مسوولان وايي، برښنا او نړیوال بازار ته ‌لاسرسی نه‌لري چې له امله یې د دوی د تولید، پروسس او صادراتو بهیر زیانمن کړی.

ټرمپ زېلېنستکي ته: ژر اقدام وکړه یا هېواد له لاسه ورکړه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ولودېمیر زېلېنسکي یو دېکتاتور بللی او خبرداری یې ورکړی چې نوموړی باید د سولې ټينګښت لپاره ژر اقدام وکړي او یا هم اوکراین له لاسه ورکړي.

ټرمپ دغه څرګندونې یوه ورځ له هغې کوي چې نوموړي ولودیمیر زېلېنسکي پر اوکراین د روسیې د برید او روانې جګړې مسوول بللی دی.

د کابل-بامیان او دایکندي-غور لارې د واورې ورښت له امله تړل شوي

د بامیان محلي مسوولان وايي چې د واورې ورښت له امله د کابل-بامیان او دایکندي او غور لویې لارې له بېګاه شپې راهیسې تړل شوي دي.

د بامیان والي ویاند فرزان سیغاني وايي چې د بامیان-دایکندي ترمنځ د قوناق کوتل، د شاتو کوتل، د بندشوی پُل او بکک کوتل د واورې ورښت له کبله بند شوي دي.