جاپان زیانمنو سره د مرستې لپاره افغانستان سره ۶ میلیونه ډالر مرسته وکړه

کابل کې د جاپان سفیر او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر، افغانستان ته د راستنېدونکو او داخلي بې‌ځایه شویو د ملاتړ په موخه د شپږ میلیونو ډالرو په ارزښت یو نوی تړون لاسلیک کړی. کابل کې د جاپان سفیر ټینګار کوي چې دغه پروژه له زیانمنونکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر ملاتړ تمرکز کوي.

په ۱۶ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین دویم کمپاین پیل شو

دغه وزارت نن یوه اعلامیه کې ویلي چې د ګوزڼ ضد واکسین دغه کمپاین د هېواد په مرکزي، سویلي، ختیځو، لویدیځو، سویل ختیځو او شمال ختیځو حوزو کې په ۱۶ ولایتونو (کابل، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، کندهار، هلمند، زابل، ارزګان، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، بغلان، هرات او بادغیس) کې د فبروري میاشتې له ۲۴مې تر ۲۶مې تطبیق کیږي.

اوزبیکستان مېشت افغان سوداگرو هېواد کې د پانګونې لپاره چمتوالی ښوودلی

د ریاست‌الوزرا د اقتصادي معاونیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ملاعبدالغني برادر د نن یکشنبه، کب پنځمه، په اوزبیکستا کې مېشت یوشمیر افغان پانګوالو او سوداګرو سره لیدلي دي.

په دې لیدنه کې برادر له افغان سوداګرو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې په انرژۍ، کانونو، کرنې، ټرانسپورټ، زیربناوو، مخابراتو، ټیکنالوژۍ او روغتیا برخو کې پانګونه وکړي.

هېواد کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پیل شو

د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت مسوولانو د ۱۴۰۴ لمریزکال په نږدې‌کېدو سره، د کابل بادام‌باغ کې د «نن نیالګی د راتلونکې هوساینې» تر نوم لاندې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پیل کړ.

مسوولان وايي، د دغه کمپاین پرمهال به د هېواد په کچه ۱۶ میلیونه نیالګي کېنول شي.

ټرمپ له افغانستانه د امریکا د پوځي تجهیزاتو د بېرته ورستنولو غوښتنه کړې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د پاتې پوځي تجهیزاتو د بېرته  ورستنولو  غوښتنه کړې ده.

نوموړي ویلي چې هېواد یې افغانستان سره په کلني ډول شاوخوا دوه تر دوه نیم میلیارډ ډالر مرسته کوي او په بدل کې یې، د افغانستان سرپرست حکومت باید د امریکایي ځواکونو پاتې پوځي تجهیزات بېرته امریکا ته وروسپاري.

حماس: بنیامین نتن‌یاهو ناپاکه لوبه لوبوي

حماس ډله وايي چې د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتن‌یاهو غزه کې د اوربند له‌منځه وړو لپاره ناپاکه لوبه لوبوي.

حماس زیاتوي چې اسراییل د غزې اوربند دویم پړاو خبرو پیل ته نه‌حاضرېږي. روان اوربند به د مارچ پر لومړۍ نېټه پای ته ورسېږي.

لوګر کې معلولان: حکومت او موسسې دې راسره مرستې وکړي

بازمحمد چې هېواد کې د وروستیو جګړو له امله خپل معلول شوی، د ۸ کسیزې کورنۍ سرپرستي ورله‌غاړې ده.

هغه چې د لوګر مرکز پل‌علم ښار کې ژوند کوي، سلام‌وطندار ته وویل، له وزګارتیا او ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دی او هغه حقوق چې د دولت له لوري ورکول کېږي، د ژوند اړتیاووې یې پرې نه‌شي برابرولی.

مایکل والټز زېلېنسکي ته: ژبه دې نرمه کړه

د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایکل والټز د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي غوښتنه کړې چې خپله ژبه نرمه کړي او پر امریکا دې نیوکې نه‌کوي.

نوموړي له فاکس نیوز سره په یوې مرکه کې دغه څرګندونې کړې دي.

بادغیس کې د ماشومانو د ګوزڼ پېښه ثبت شوې

بادغیس کې د روغتیايي چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د پولیو یا ګوزڼ مثبته پېښه ثبت شوې ده.

د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت عمومي مدیر محمدیوسف نجمي سلام‌وطندار ته وویل، د بالامرغاب ولسوالي د «قروتو» سیمه کې یوه ۵ کلنه نجلۍ ګوزڼ وهلې ده.

دی وايي، دا په روان ۲۰۲۵ میلادي کال، افغانستان کې د پولیو لومړۍ مثبته پېښه ده چې ثبتېږي.