
د روسی مرکچي پلاوی ترکیې ته ورسېد
د روسیې یو مرکچي پلاوی د ترکیې اسټانبول ښار ته رسېدلی، څو د امریکا او د دغه هېواد د سفارتخونو اړوند ستونزو حل لپاره له امریکايي پلاوي سره خبرې وکړي.

د روسیې یو مرکچي پلاوی د ترکیې اسټانبول ښار ته رسېدلی، څو د امریکا او د دغه هېواد د سفارتخونو اړوند ستونزو حل لپاره له امریکايي پلاوي سره خبرې وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې کابینې لومړۍ ناسته کې د وینا پرمهال ویلي چې اوکراین دې له ناټو سره د یوځای کېدو خوب نهویني.
ټرمپ د کابینې په لومړۍ ناسته کې پرته له دې چې د اوکراین او امریکا ترمنځ د کېدونکې هوکړې په اړه جزییات ورکړي، وویل: «اوکراین دې له ناټو سره یوځایکېدل هېر کړي.»

د هلمند د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي، دغه ولایت کې د چرګانو فارمونو تولید د پام وړ زیات شوی دی.
دوی وویل، هلمند کې ۱۲۰۰ ثبت شوي فارمونه فعالیت لري چې د ورځې شاوخوا ۳۰ ټُنه غوښن چرګان یا غوښه تولیدوي.

د میدانوردګ پوهنې ریاست مسوولان د دغه ولایت په سیداباد ولسوالي کې د خلکو او یوه خیریه بنسټ په مرسته یوه ښوونځي ته د شاوخوا څلور میلیونه افغانیو په ارزښت ودانۍ جوړه او ګټېاخیستنې ته وسپارل شوه.

د زابل محلي مسوولان وايي، روان ۱۴۰۳ کال کې دغه ولایت کې ۵۴ پراختیايي پروژې د سرپرست حکومت له کورنۍ بودیجې او ۵۹ نورې پروژې د بېلابېلو موسسو له لوري پلې شوي چې شاوخوا څلور میلیارد افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

د سلاموطندار د هېواد په لسو ولایتونو کې له ۲۶ مېرمنو سره مرکې کړي چې د یادو مرکو پرمهال ۲۳ مېرمنو ویلي، له خپلو لومړنیو شرعي حقونو محرومې دي. د تخار اوسېدونکې ۳۰کلنه مریم وايي چې د دې د خوشې خلاف او د کورنۍ په غوښتنه یې، جبري واده کړی او د خاوند د ټاکلو حق ترې اخیستل شوی دی.

د پکتيا برښنا رياست د تخنيکي او عملياتي چارو مدير انجینیر عبدالرحمن نن چهارشنبه، کب اتمه، سلاموطندار ته وويل چې د مرکز ګردېز ښار بلندمنزلو او شاوخوا نورو سيمو کې د دولتي برښنا ځينې پايې چپه شوي چې د شاوخوا ۲۵۰۰ کورنيو دولتي برښنا هم پرې شوې.

د لوګر محلي چارواکي وايي چې د کابل-ګردېز لویه لاره چې د واورې او برفکوچ له امله د مسافرو پرمخ تړل شوې وه، بېرته پرانېستل شوه.
د دغه ولایت د والي ویاند صدیقاحمد صدیقي سلاموطندار ته وویل، دغه لویه لاره بېګاه شپه د واورې اورښت او برف کوچونو له امله د ټرافیکو پرمخ تړل شوې وه چې شېبې وړاندې بېرته پرانېستل شوه.

د فراه محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د سېلابونو راوتلو له امله د مړو شویو شمېر ۲۴ او د ټپیانو شمېر بیا ۳۱ ته لوړ شوی دی.
د فراه د پېښو پروړاندې د مبارزې رییس محمداسراییل سیار وايي چې د یاد ولایت په بالابلوک او فراهرود ولسوالیو کې د سېلابونو له مله دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور ټپیان دي.

د لوګر ولايت ټولګټوریاست مسوولان وایي چې د تېرې شپې واورې اورښت او برفکوچونو له امله د کابل- ګردېز لویه لاره د تېرې کوتل سیمه کې او همداراز د لوګر دوو ولسوالیو لوې لارې هم د واورې اورښت له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې دي.

د پاکستان په کوربهتوب د اتلانو جام روانو سیالیو په لړ کې نن چهارشنبه، کب اتمه، د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله له انګلستان سره سیالي کوي.
دغه سیالي د یاد جام له بي ګروپ څخه کېږي او ټاکل شوې نن ۱:۳۰ بجې د پاکستان د لاهور ښار په قذافي لوبغالي کې پیل شي.

کندهار کې چارواکي وايي چې د یاد ولایت په خاکرېز ولسوالي کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو مدیریت لپاره دوه چکډېمونه جوړېږي.

د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولان وایي چې د لوګر په محمداغې او ازرې ولسوالیو کې د اوبو مدیریت اړوند درې پروژې د شاوخوا ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او نن ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.

د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین د دویم پړاو پیلېدو سره هم مهاله، سعودي عربستان ویلي، په افغانستان او پاکستان کې به پولیو سره د مبارزې لپاره ۵۰۰ میلیونه ډالر مرسته وکړي. دا پیسې به د پولیو لهمنځه وړو د نړیوال نوښت له لارې افغانستان او پاکستان ته ځانګړې شي.

د سټنډرډ ملي ادارې رییس فیضالله تمیم نن سهشنبه، کب اوومه کابل کې د یاد هوکړه لیک د لاسلیکولو پرمهال وویل چې ودانیو معیارونو ته نه پام د انرژۍ د لګښت او ضایعاتو کچه لوړوي او ورسره چاپېریال ته زیان رسېږي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي چې د اوکراین جګړې په اړه خبرو کې د اروپا ګډون اړین دی، خو په وینا یې، مسکو لومړی باید له واشنګټن سره باور رامنځته کړي.