انګلستان او سوېلي‌افریقا نن لوبه کوي

د پاکستان په کوربه‌توب د چمپینزټرافي یا اتلانو جام له بي‌ ګروپ څخه نن شنبه، مارچ لومړۍ نېټه سوېلي‌افریقا له انګلستان سره سیالي لري.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ماسپښین ۱:۳۰ بجې د پاکستان په کراچۍ لوبغالي کې پیل شي.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن له خپل سیال اسټرالیا سره سیالي لري

د پاکستان په کوربه‌توب د اتلانو جام روانو سیالیو په لړ کې له بي‌ ګروپ څخه افغانستان نن په یوې برخلیک ټاکوونکې لوبه کې خپل سیال اسټرالیا سره سیالي لري.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ماسپښین ۱:۳۰ بجې د پاکستان لاهور په قذافي لوبغالي کې پیل شي.

د تورخم تړل‌کېدل؛ ناروغان او سوداګر: ژر تر ژره دې بېرته پرانېستل شي

د تورخم دروازه په شپږمه ورځ هم د هر ډول تګ‌راتګ پرمخ تړلې ده. یوشمېر افغان سوداګر او ناروغ‌لرونکي وايي، له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د تورخم دروازې د خلاصېدو په تمه دي. ناروغ ‌لرونکي نعمان وویل چې له شپږو ورځو راهیسې د یادې دروازې بېرته پرانېستلو په تمه دي.

ایران او روسیې د افغانستان په اړه د خپلو مشورو پر دوام ټینګار کړی

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي تېره ورځ په تهران کې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې د افغانستان وضعیت د دواړو هېوادونو لپاره ځانګړي اهمیت لري او تهران او مسکو به د افغانستان اړوند مسلو په اړه خپلو مشورو او بحثونو ته دوام ورکړي.