ټرمپ نن پر کاناډا او مکسیکو د تعرفې پلي‌کول پیلوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې نن سه‌شنبه، مارچ څلورمه به پر کاناډا او مکسیکو ۲۵سلنه تعرفې پلي‌کول پیل کړي.

ټرمپ پرون دوشنبه، دې ته په اشارې چې د دوو سوداګریزو متحدانو سره د مذاکرې  فرصتونه شتون نه‌لري، وویل: «هر څه وروستي شول، دا تعرفې به له سبا پلې شي.» ټرمپ د دې پرېکړې لامل د کاناډا او مکسیکو له لارې امریکا ته د نشه‌يي توکو لېږد ښودلی دی.

امریکا اوکراین ته د پوځي مرستو استول ځنډولي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي ترمنځ له لفظي شخړې وروسته، ولسمشر ټرامپ اوکراین ته د پوځي مرستو استول ځنډولي.
رویټرز اژانس نن (سې‌شنبه د کب ۱۴) د سپينې ماڼۍ د یوه چارواکي په خبره رپوټ ورکړی چې د دې لپاره چې ډونالډ ټرامپ د اوکراین جګړې پایته رسولو کې له مرسته کولو څخه ډاډ ترلاسه کړي، دغه هېواد ته یې د پوځي تجهیزاتو استول بند کړي دي.

د ا.ا او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته کې يو سرتېری وژل شوی

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وویل، یاده جګړه د پاکستان له لوري وړمه شپه په ١٢ بجو پیل او تر دوشنبه ١١ بجو یې دوام وکړ.
ده وویل، د دغې جګړې په پایله کې د پاکستان ځینې پوستې له منځه وړل شوي او تلفات هم وراوښتي. د هغه په وینا، نښته کې د اسلامي امارت یو سرتېری هم شهید شوی او دوه ټپیان دي.

روژه کې د توکو لوړې بیې؛ د کابل اوسېدونکي: کنټرول دې شي

د کابل یوشمېر اوسېدونکي د روانې روژې میاشت پرمهال په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو لوړوالي څخه شکایت کوي او وايي، دوکاندارانو د روژې میاشتې په پلمه د خوراکي توکو بیې په خپل سر لوړې کړي دي. د دوی په وینا، لیمو یو کیلو له ۷۰ افغانیو څخه ۹۰ افغانیو ته لوړ شوی دی.

افغاني سرې میاشتې میدان‌وردګ کې ۸۳زره ناروغانو ته خدمات وړاندې کړي

میدان‌وردګ کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ریاست وایي چې روان کال یې د دغه ولایت مرکز میدان‌ښار په ګډون د ۹ ولسوالیو ۸۳زره ناروغانو ته بېلابېل روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي. نوموړي زیاته کړه، د روغتیايي خدماتو د ښه والي لپاره یې ۴۰ نوي رضاکاران روزلي او ۱۲۰ نارینه او ښځینه رضاکارانو ته یې روغتیايي کېټونه وېشلي دي.

خوست کې ۸۲۵ زده‌‌کوونکو ته د «اصول صنفي» زده‌کړو ټولګي برابرېږي

د خوست ولايت پوهنې رياست څخه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه ولایت کې ۸۲۵ زده‌کوونکو ته د «اصول صنفي» زده‌کړو لپاره ټولګي برابرېږي.

دغه ټولګي د پوهنې رياست او يوې همکارې موسسې له لوري په څلورو ولسواليو کې جوړېږي.

اسراییلو غزې ته د بشري مرستو بار لاریو د ننوتلو مخه نیولې

غزه کې د اوربند لومړي پړاو پای ته رسېدو سره هم‌مهاله اسراییلو دغه ښار ته له بشري مرستو بار موټرو د ننوتلو مخه نیولې ده.

که څه هم حماس د اوربند دویم پړاو ‎پیل غوښتنه لري، خو اسراییلو تېره ورځ د امریکا هغه پلان تایید کړ چې له مخې به یې، د روژې او یهودیانو جشن پرمهال څه باندې یوې میاشتې لپاره اوربند وغځېږي.

پکتيا کې ۱۲ نوي مخابراتي سايټونه جوړېږي

د پکتيا د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژي رياست مسولان وايي، په بېلابيلو ولسواليو کې اوسېدونکو ته د مخابراتي خدمتونو برابرېدو په موخه ۱۲ نوي مخابراتي سايټونه جوړوي.

د پکتيا مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژي رییس مولوي نصيرالله هجرت رسنيو ته وويل چې د نوي سايټونو د جوړېدو لپاره يې سروې کړې او د هوا په ګرمېدو سره به يې، د جوړېدو چارې پيل شي.

د لوګر بزګرانو قوش‌تېپې کانال زرغونتیا لپاره ۱۷۰زره نیالګي مرسته کړې

د لوګر کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت مرکز پل‌علم او ولسوالیو بزګرانو د قوش‌تېپې کانال د زرغونتیا لپاره ۱۷۰زره نیالګي مرسته کړې ده. نوموړي زیاته کړه، راټول شوې نیالګي د فوش‌تېپې کانال د زرغونتیا لپاره د ملي پراختیا ادارې مسوولانو ته سپارلي دی.