تورخم کې د نښتو له امله شاوخوا ۸۰۰کورنۍ بېځایه شوي

د ننګرهار د کډوالو چارو رئیس بازمحمد عبدالرحمن نن سلام‌وطندار ته وویل، تورخم کې د پاکستاني لوري د بریدونو له امله شاوخوا ۸سوه کورنۍ بېځایه شوي.
دی وايي، د جګړې له امله د بېځایه شویو کورنیو سروې یې پیل کړې او په پایته رسیدو سره به یې، دغو کورنیو ته مرستې ووېشل شي.
د سیمې یوشمېر اوسیدونکي وایي، د پاکستان توغندیزو بریدونو له امله یې کورونو او هټیو ته زیان رسېدلی او دوی کډه کولو ته اړ شوي.

راتلونکي کال کې د هر افغان د حج لګښت ۲۸۲زره افغانۍ ټاکل شوی

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست نورمحمد ثاقب نن یوې غونډې ته وویل، په ۱۴۰۴ لمریز کال کې د هر افغان د حج لګښت ۲۸۲زره او ۹۰ افغانۍ او د ټولو افغان حاجيانو د حج لګښتونه ۸ میلیارد او ۲۷۸ ميليونه او ۷۷۷ زره افغانۍ ټاکل شوي دي.

نوموړي وویل، حاجيان کولای شي له راتلونکې يکشنبې څخه په مرکز کابل کې د حج له رياست او اړوندو ولایتونو کې له ولايتي رياستونو څخه تعرفه ترلاسه او بانک ته يې تحويل کړي.

افغان کډوالو سره ناسم چلند؛ اسلامي امارت: کوربه هېوادونه دې د کډوالو نړیوال اصول مراعت کړي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست جلا جلا کتنو کې کابل کې د ایران او پاکستان سفیرانو سره لیدلي.
مولوي عبدالکبیر دغو ناستو کې ویلي، ایران او پاکستان افغانستان سره ګڼ مشترکات لري او کلونه یې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه توب کړی، خو په وینا یې له کوربه هېوادونو هیله لري چې د کډوالو په اړه له زغم او حوصلې کار واخلي.

ملګري ملتونه په قزاقستان کې د افغانستان پرمختګ لپاره سیمه‌ییز مرکز جوړوي

د قزاقستان د رسنیو دفتر د يوې بیانیې په خپرولو سره ویلي چې د ملګروملتونو عمومي اسمبلۍ د منځنۍ اسيا د هېوادونو او د افغانستان د دايمي پرمختګ لپاره یو سيمه‌ييز مركز د جوړولو په اړه د رايو په اتفاق يو پريکړه‌لیک تصویب کړی دی.

لوګر کې سږکال نهه علمي سیالي جوړې شوي

 لوګر ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وایي روان کال د ځوانانو علمي کچې لوړېدو په موخه ۹ علمي سیالي جوړې کړي دي.

د دغه ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رییس رفېع‌الله صمیم پل‌علم کې د امام ابوحنیفه (رح) د سېرت په تړاو جوړې شوې یوې غونډې ته وویل، دغه سیالي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د یوشمېر خیریه بنسټونو په مالي ملاتړ جوړې شوې دي.

پکتيا کې د شري ناروغي ۶۰ سلنه زیاته شوې

د پکتیا د عامې روغتيا رياست مسولان وايي، د روان ۲۰۲۵ کال تېرو دوو مياشتو کې د شري ۱۱۹ پېښې ثبت شوي، داسې حال کې چې د تېرکال ورته موده کې ۴۴ پېښې ثبت شوې وې.

دوی وويل، ماشومانو کې د يادې ناروغۍ د مخنيوي او له منځه وړلو لپاره يې لرې پرتو سيمو ته روغتيايي ټيمونه ليږلي او خلکو ته يې د عامه پوهاوي ترڅنګ، زرګونه ماشومانو ته واکسين هم تطبيق کړی، خو د تېر کال په پرتله پېښې ۶۰ زياتې شوې دي.

تورخم کې د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو نښتې؛ لسګونه کورنۍ بېځایه شوي

تورخم کې پر ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د اسلامي امارت او د پاکستان پوله ساتو ځواکونو ترمنځ د تېرو دوو ورځو جګړو له امله لسګونه کورنۍ بېځایه شوې دي.

د سیمې یوشمېر اوسېدونکي وايي، د پاکستاني ځواکونو له لوري یې کورونه او دوکانونه په نښه شوي چې له امله یې د خپلو کورونو او سیمو پرېښودو ته اړ شوي.