حمدالله فطرت: د ملګروملتونو ناستو کې باید افغانستان سره د عقده‌يي چلند مخنیوی وشي

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازي او نورو لوریو د عقديي څرګندونو په ځواب کې ویلي، د دغه سازمان په غونډو کې د افغانستان د استازي نه‌‌حضور د هېواد په زيان دی؛ ځکه چې ځینې لوري له افغانستان سره عقده‌يي چلند کوي او د هېواد ناسم انځور وړاندې کوي

د امنیت شورا ناسته؛ ا.ا: ملګري ملتونه باید بې‌طرفه او خپلواکه پرېکړې وکړي

د ملګروملتونو امنیت شورا دوشنبه، مارچ لسمه، په خپله وروستۍ غونډه کې د افغانستان وضعیت ارزولی دی.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اوتنبایووا په یاده ناسته کې د امنیت شورا غړیو ته د افغانستان وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړ.

لوګر کې ۱۱ مېله وسله نېول شوې

د لوګر امنیه قومنداني چارواکي وايي چې د دغه ولایت کشفي او امنیتي ځواکونو په محمداغې ولسوالي کې ۱۱ میله سپکه وسله نیولې ده.

اسراییلو د سوریې په درعا ولایت بمباري کړې

د اسراییلو جېټ‌الوتکو د سوریې په سوېلي‌ ولایت درعا کې د پرځېدلي مخکیني حکومت بشارالاسد د وفاداره ځواکونو پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي.

الجزیرې خبري شبکې د سوریې دولتي خبري اژانس سنا له قوله راپور ورکړی چې بریدونه دوشنبه شپه د درعا په شمال کې پر دوو ښارګوټو شوي دي.

کندوز کې د څارویو غلا په تور یو کس نیول شوی

د کندوز امنیتي مسوولان وايي چې د یاد ولایت امام صاحب ولسوالي کې یې، هغه کس نیولی چې د یوه کال پرمهال یې، لسګونه څاروي غلا کړي دي.

د کندوز امنیه قومنداني ویاند جمعه‌الدین خاکسار سلام‌وطندار ته وايي، دغه کس د یوه کال پرمهال کندوز ښار او نهه ولسوالیو کې یاد څاروي غلا کړي دي.

د سوېلي‌کوریا او امریکا پوځي تمریناتو پرمهال شمالي‌کوریا توغندي توغولي

سوېلي‌کوریا د امریکا او د دغه هېواد د ګډو پوځي تمریناتو پرمهال شمالي‌کوریا بالېستیک توغندي توغولي دي.  

د سوېلي‌کوریا د ګډو ځواکونو لوی درستیز دوشنبه، مارچ لسمه ویلي چې روان کال شمالي‌کوریا د پنځم ځل لپاره له لوېدیځ ساحل څخه سمندر ته څو توغندي توغولي دي.

روسیې په کرسک او سوومي کې له اوکراین یوشمېر کلي نیولي

که څه هم د اوکراین ولسمشر د جګړې پای ته رسولو لپاره د امریکا له استازیو سره د خبرو لپاره چمتووالی ښودلی، روسیه وايي، سومي او کرسک سیمو کې یې، د پام وړ پرمختګونه کړي دي.

ټاکل شوې چې سبا سه‌شنبه، مارچ یوولسمه، د اوکراین او امریکا استازي د سعودي عربستان په جدي ښار کې د روانې جګړې پای ته رسولو لپاره خبرې پیل کړي.

د سوریې مشر: د ملکي کسانو ډله‌ییزې وژنې په اړه پلټنې کوم

د سوریې مشر احمد الشرع د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو له‌خوا د ملکي کسانو د ډله‌ییزې وژنې له راپورونو وروسته، دې برخه کې د څېړنو ژمنه کړې ده.
د سوریې د بشري حقونو یوې ډلې نن (دوشنبه د کب ۲۰) رپوټ ورکړی چې د روانې مارچ میاشتې له شپږمې راهیسې د سوریې د امنیتي ځواکونو یا دولت پلوه ملیشو له‌خوا ۹۳۷ ملکیان وژل شوي.

د ایران مذهبي مشر د اټومي پروګرام خبرو پیل لپاره د ټرمپ غوښتنه رد کړه

د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌ای وايي چې امریکا له ایران سره د مذاکراتو لپاره نه‌، بلکې پر دغه هېواد د خپلو غوښتنو د منلو لپاره خبرې اترې غواړي.

علي خامنه‌ای دغه څرګندونې د ټرمپ د هغو خبرو په غبرګون کې کړي چې ویلي یې دي، د ایران مشر ته یې، د اټمي وسلو په اړه د خبرو بیاپیل په موخه لیک استولی دی.