پر غزې د اسراییل بریدونو دوام؛ نن سهار ۱۱ کسان وژل شوي چې ۵ یې ماشومان دي

د راپورونو پر بنسټ، اسراییلي ځواکونو نن سهار (چهارشنبه، وري ۶) د غزې پر بېلابېلو سیمو هوايي بریدونه کړي چې لږ تر لږه ۱۱ کسان په کې وژل شوي.
د قربانیانو په ډله کې ۵ ماشومان شاملیږي چې یو یې شپږ میاشتنی ماشوم دی.
د اسراییلو پوځ په سوریې هم بمبارۍ ته دوام ورکړی او د هغه هېواد په درعا کې یې شپږ کسان وژلي دي.

افغانستان او چین د سوداګرۍ پراختیا لپاره کاري ډله رامنځ ته کوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت یوه خبرپاڼه کې ويلي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي کابل کې د چین سفیر ژاو شينګ سره ليدلي.
دغه لیدنه کې دواړو لوریو چین ته د افغانستان د صادراتو په ځانګړې توګه د جلغوزيو، انارو او د لاجورد، نفریټ او تالک ډبرو په څېر د معدني او قیمتي ډبرو په صادراتو بحث او خبرې کړي دي.

نورجلال جلالي د افغانستان روغتیايي برخه کې د قطر همکاري مهمه بللې

د عامې روغتیا وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت سرپرست نورجلال جلالي کابل کې د قطر سفارت شارژدافیر مُردف القاشوطي سره لیدلي.
دغه لیدنه کې دواړو لورو د روغتونونو لپاره د تجهیزاتو په تامینولو، د قطر له لوري کندهار کې د ۴۰۰بستریز روغتون په جوړولو او د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت په لوړولو بحث او خبرې کړي دي.

جاپان په تېروتنه پراعدام محکوم شوي کس ته ۱.۴۴ میلیونه ډالر غرامت ورکوي

د جاپان حکومت هغه کس ته چې نږدې ۵۰ کاله وړاندې د قتل په قضیه کې پر اعدام محکوم شوی و، ۱.۴۴ میلیونه ډالر غرامت ورکوي.

۸۸کلن ایوایو هاکامادا په ۱۹۶۸کال کې د خپل رییس، د نوموړي مېرمنې او دوو ماشومانو په وژنه تورن پېژندل شوی او له هغه وخت راهیسې یې، د اعدام حکم ته په تمه و.

ملګروملتونو ویاند: هیله‌ ده د افغان‌نجونو پر زده‌کړو محدودیت تر ۲۰۳۰کاله دوام ونه‌کړي

د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، که چېرې افغانستان کې روان وضعیت او د سرپرست حکومت محدودیتونه همداسې دوام وکړي، له ۴ میلیون ډېرې افغان نجونې به د زده‌کړو د دوام له حقه محرومې شي.
هغه د یونیسف د وروستي رپوټ پر بنسټ یوې خبري غونډې ته ویلي، افغانستان کې دامهال ۲.۲ میلیون نجونې له زده‌کړو محرومې دي او تمه لري چې دغه وضعیت دوام ونه‌کړي.

عباس عراقچي: ناقانونه افغان کډوال به په تدریج او باعزته ډول ستانه کړل شي

د ايران بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي له ایرنا خبري اژانس سره مرکه کې ویلي، افغان لوري سره یې په یوې داسې ګډې طرحې جوړولو کار کړی چې د افغان کډوالو پر ستنولو متمرکزه ده.
هغه ویلي چې د دې طرحې له مخې به، د ناقانونه افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهير په تدريجي او په باعزته توګه ترسره شي.

افغانستان کې هرکال د  توبرکلوز ۱۰زره ناروغان خپل ژوند له‌ لاسه ورکوي

د عامې روغتیا وزارت مسوولانو نن دوشنبه، وري څلورمه، کابل کې له تبرکلوز ناروغۍ سره د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته وویل، هېواد کې د کال شاوخوا ۷۵زره کسان پر تبرکلوز ناروغۍ اخته کېږي چې له ډلې یې ۱۰زره ناروغان ژوند له لاسه ورکوي.

پر غزې مرګوني بریدونه؛ اسراییلو یوازې نن ۱۶ فلسطینیان وژلي

له نن سهار راهیسې د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو له امله ۱۶ فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه بریدونه ساعت وروسته له هغې کېږي چې اسراییلي جېټ‌الوتکو پر نصیر روغتون برید وکړ او د حماس د یوه سیاسي مشر په ګډون په‌کې دوه کسان ووژل شول.

پکتيا کې د ۱۶۹ رغنيزو پروژو چارې پيل شوې

د کليو بیارغونې او پراختيا وزارت سرپرست مولوي محمد يونس اخندزاده د يادو پروژو د پيل مراسمو ته وويل، تېره ورځ يې د پکتيا زرمت ولسوالي کې د «يونپس» مؤسسې په همکارۍ د ۱۶۹ پروژو چارې پيل کړي چې شاوخوا ۲۳۶ ميليون افغانی لګښت پرې راځي.