
ډونالډ ټرمپ د ایران د بریدونو پایلو په اړه خبرداری ورکړ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې که ایران د امریکا او اسراییل پر وړاندې سخت اقدام وکړي، نو واشنګټن به پر دغه هېواد داسې برید وکړي چې ساری یې نه وي لیدل شوی. د الجزیره شبکې د راپور له مخې، ټرمپ دا څرګندونې نن وروسته له هغه کړي چې ایران په اسراییل او سیمه کې د امریکا پر اډو د تر ټولو سختو عملیاتو د پیل خبرداری ورکړ.














