
تېر یوه کال کې ۴۰۰ بهرنیو سیالانیانو له غزني لیدنه کړې
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حمیدالله نثار سلاموطندار ته وویل، تېر ۱۴۰۳ لمریز کال کې د زرګونه کورنیو سیلانیانو ترڅنګ، ۴۰۰ بهرنیو سیلانیانو

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حمیدالله نثار سلاموطندار ته وویل، تېر ۱۴۰۳ لمریز کال کې د زرګونه کورنیو سیلانیانو ترڅنګ، ۴۰۰ بهرنیو سیلانیانو

د اسټرالیا بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه هېواد د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره ۵ میلیون ډالر ځانګړي کړي دي.
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني وانګ ټینګار کړی چې هېواد یې د افغان ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ کوي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي کابل کې د جاپان سفیر سره لیدنه کې وروستیو ډيپلوماټیکو پرمختګونو ته په اشارې ویلي، د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره د اسلامي امارت تعاملات ښه لور ته روان دي.
هغه ویلي، سرپرست حکومت د خپل متوازن، نورو ته د ضرر نهرسولو او اقتصاد محوره پالیسۍ له مخې، له ټولو لوریو سره باعزته اړیکو ته لیواله دی.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس ویلي، د سالنګ لویهلار چې تېره شپه د واورې او طوفانونو له امله د هر ډول نقلیه

د لغمان د پیښو پر وړاندې د مبارزې رئیس خیرمحمد غازي سلاموطندار ته وویل، مرکز مهترلام کې د یو کور دیوال غورځیدلی چې له امله

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سرپرستانو محمد یعقوب مجاهد او سراجالدین حقاني، د استخباراتو مشر ملا عبدالحق وثیق، د دفاع وزارت مرستیال ملا عبدالقیوم ذاکر او د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري کندهار کې د اسلامي امارت مشر شیخهبتالله اخندزاده ته د هېواد د امنیت په اړه راپور وړاندې کړی.

په عربي متحده اماراتو کې چارواکي وايي چې د بېلابېلو عملیاتو پرمهال یې، د پنځو مېرمنو په ګډون لس پاکستانیان د سوال کولو په تور نیولي دي.
د متحده عربي اماراتو پولیسو په دې وروستیو کې د یاد هېواد اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې د سړکونو، جوماتونو او عامه ځایونو ته نږدې ګرځېدونکو سوالګرو ته د پیسو له ورکولو څخه ډډه وکړي.

د لوګر امنیه قومنداني مسوولان وایي چې د دغه ولایت په محمداغې ولسوالي کې دوه کسان د غواګانو غلا په تور نیول شوي دي.

د شماليکوریا مشر کېم جونګ اون د مصنوعي ځیرکتیا پر ټکنالوژۍ سمبال د ځانمرګي ډرون الوتکې له ازموینې څارنه کړې او ویلي یې دي چې بېپېلوټه تجهیزات او مصنوعي ځیرکتیا څخه باید د پوځ پیاوړتیا او پرمختګ کې کار واخیستل شي.

د پاکستان د خېبرپښتونخوا په ډېرهاسماعیل خان کې پر امنیتي پوستې د وسلوالو برید کې دوه سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
تراوسه د یاد برید مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نهدی اخیستی.

که څه هم د لوګر په زیاتره لرې پرتو سېمو کې د خوښیو مراسمو پرمهال ډزې کول له پخوا څخه دود دي، خو ډېر کله دغه ډزې د خلکو ښادي په غم بدلوي.
د لوګر اوسیدونکي د خوښيو په مراسمو کې هوايي ډزې کول يو ناوړه دود بولي او له حکومته غواړي چې د دغه دود له منځه وړلو لپاره لاس په کار شي.

د افغانستان بانک ویلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به د را روانې «شنبې، وري ۹» «۱۵» میلیون امریکايي ډالر د لیلام

د صنعت او سوداګرۍ وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د متشبثینو سکتور ملاتړ او پیاوړتیا لپاره ۱۲ موسسو سره د څه باندې یو میلیون او ۵سوه زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي.
خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت تل د متشبثینو د هڅونې او ملاتړ لپاره هڅې کړي دي.

د خوست د کليوبيارغونې او پراختيا رياست مسوولان وايي چې د یاد ولایت په عليشرو ولسوالي کې د ۲۲۵زره امريکايي ډالرو په لګښت د دوو رغنيزو پروژو چارې پيل شوې.

د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې يو شمېر ناروغلرونکي وايي، د ډاکټرانو لهخوا په سمه توګه د ناروغي نهتشخیص او د روغتونونو نشتوالی لامل شوى

د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد له العربیه شبکې سره مرکه کې ویلي، د افغانستان سرپرست حکومت د نړۍ له ګڼو هېوادونو سره رسمي اړیکې لري او ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.
هغه له امریکا سره د رسمي اړیکو پر ټینګېدو ټينګار کړی او ویلي، دغه هېواد سره یې دښمني ابدي نهده او هېوادونه باید یو له بل سره اړیکو ته دوام ورکړي.