
ملا برادر: هېوادونه دې اسلامي امارت سره اقتصادي او سیاسي تعاملاتو ته لار هواره کړي
د رییسالوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر ارګ کې د کوچني اختر تر لمانځه وروسته، ټولو مسلمانانو ته د کوچني اختر د مبارکۍ ترڅنګ ویلي، افغانان باید د یووالي او د هیواد د پرمختګ او ابادۍ لپاره یوه بل ته لاس ورکړي.
هغه له نړیوالو وغوښتل چې اسلامي امارت سره رغنده اقتصادي او سیاسي تعاملاتو ته لار هواره کړي او حکومت یې د اقتصاد محوره پالیسۍ او متقابل درناوي په چوکاټ کې هر ډول مناسبو تعاملاتو او مناسباتو ته چمتو دی.














