
نیوزیلنډ دویمه یو ورځنۍ لوبه کې پاکستان مات کړ
د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې په خپل کوربهتوب د درېوو یو ورځنیو سیالیو په دویمه لوبه کې د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې ته ماته ورکړه.
نیوزیلنډ په یاده لوبه کې پاکستان ته د ۸۴ منډو په توپیر ماته ورکړه او ورسره یې، د درېوو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ هم وګټله.













