د زعفرانو ټولنه: د هرات ۹۶سلنه زعفران بهر ته صادریږي

هرات ولایت کې د افغانستان د زعفرانو ټولنې مسوولان وايي، د دغه ولایت ۹۶ سلنه تولید شوي زعفران له هېواده بهر نړیوالو بازارونو ته صادریږي.

د دغې ټولنې مرستیال سید عبدالواحد سادات وویل، دامهال د هېواد بازارونو کې د یو کیلوګرام زعفران بیه ۱۱۰۰۰۰ افغانیو ته رسیږي.

د ازبیکستان پلاوي د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو سره لیدلي

د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي خان جان الکوزي نن (یکشنبه، وري ۱۷) سلام‌وطندار ته وویل، د ازبیکستان د سوداګرۍ خونې رییس په مشرۍ د هغه هېواد د خصوصي سکتور یوه پلاوي تېره ورځ د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه کابل ته سفر کړی.
د هغه په وینا، یاد پلاوي نن یکشنبه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو سره لیدلي.

د اسلامي امارت او ترکمنستان چارواکو د ټاپي پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی

د کانونو او پترولیم وزارت پر اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست هدایت الله بدري، د هرات والي نوراحمد اسلام‌جار، د افغانستان لپاره د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف، د ټاپي نل‌لیکې کمپنۍ اجراییوي رئیس مراد امانوف او نورو مسوولانو هرات کې د ټاپي ګازو نل‌لیکې پروژې له رغنیزو چارو لیدنه کړې.
دواړو لوریو د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه خوښي څرګنده کړې او د دغې پروژې د چارو پر چټکتیا یې ټینګار کړی دی.

پر غزې د اسراییل بریدونو کې ٣٠ فلسطینیان وژل شوي

د فلسطین روغتيايي مسوولانو ویلي چې اسراییلي ځواکونو تېره ورځ د غزې پر بېلا بېلو سیمو بریدونه کړي چې ٣٠ فلسطیني وګړي په کې وژل شوي.
د فلسطین د روغتیا وزارت له لوري د وړاندې شويو شمېرو پر بنسټ، پر غزې د اسراييل د بریدونو د دویم پړاو له پیل راهیسې څه باندې یو زر او ٢٥٠ کسان وژل شوي او تر ٣ زرو زیات ټپیان دي.

غزه کې هره ورځ ۱۰۰ ماشومان مړه او ټپیانېږي

د فلسطینیانو لپاره د ملګروملتونو د مرستو اداره «انرا» وايي چې هره ورځ په غزه کې شاوخوا ۱۰۰ ماشومان د اسراییلو بریدونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي او یا هم ټپیانېږي.

د یادې ادارې په وینا، دغه شمېر ماشومانو د اسراییلو د تازه بریدونو له امله هره ورځ مړه او ټپیانېږي.

ای‌پي‌اېل لیګ؛ چینای له ډیلي سره لوبه کوي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل کې نن له غرمې وروسته د چینای سوپر کنګز لوبډله له ډیلي کپېټلز سره سیالي وکړي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن «شنبه» له غرمې وروسته ۲:۳۰ بجې د هند د چینای د چیپک په «اېم‌اې چېډمبارام کرېکټ لوبغالي» کې پیل شي.

اقتصادي کمېسیون د «بام هرات» کمپلېکس د جوړېدو طرحه تایید کړه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي کمېسیون په نننۍ غونډه کې د «هرات بام» په نوم د تفریحي کمپلېکس د جوړېدو طرحه تایید شوه.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت نن شنبه، وري ۱۶مه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه طرحې له مخې به خصوصي سکټور د یاد کمپلکس د جوړولو په موخه څه باندې یو میلیارډ افغانۍ پانګونه وکړي.

د ننګرهار نارنج‌ګل مشاعره؛ د هېواد او پښتونخوا شاعرانو پکې شعرونه واورول

په ننګرهار کې د نارنج ګل دودیزه او کلنۍ مشاعره د هېواد د ګڼو ولایتونو د شاعرانو سربېره، د خېبرپښتونخوا څخه هم د یوشمېر شاعرانو په ګډون جوړه شوه.

دا مشاعره چې د تېرو کلونو په څېر د پسرلي په لومړیو کې جوړه شوه، شاعرانو او ادبپالو په‌کې د شعر پر ژبه د نارنج‌ګل مشاعرې پر تاریخي ارزښت او د دودیزو مشاعرو پر اړتیاوو خبرې وکړې.

ای‌پي‌اېل لیګ؛ ممبی له لکناو سره لوبه کوي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل کې نن ممبی انډیینز لوبډله له لکناو سپور جاینټز سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن د افغانستان پر وخت ماښام ۶:۳۰ بجې د هند د لکناو په «بهارت رتنا شري اتل بېهاري واج‌پای اکانا کرېکټ لوبغالي» کې پیل شي.