مولوي عبدالکبیر راستنېدونکو افغانانو سره د مرستې غوښتنه کړې

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني، د دغه وزارت له لومړي مرستیال محمد نبي عمري او د دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال مالي خان سره لیدلي.

دې لیدنه کې د هېواد پر وروستیو تحولاتو او کډوالو ته د رسیدنې پر چمتووالي بحث شوی.

هغه له ولسونو، شتمنو هېوادوالو او امنیتي ادارو وغوښتل چې له بیرته راستنېدونکو افغانانو سره تر خپل توانه مرسته وکړي.

لکناو او ګجرات نن ای‌پي‌اېل لیګ کې لوبه لري

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل کې نن لکناو سوپر جاینټز لوبډله له ګجرات ټایټنز سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن له غرمې وروسته ۲:۳۰ بجې  د هند د لکناو په «بهارت رتنا شري اتل بېهاري واجپای اکانا کرېکټ لوبغالي» کې پیل شي.

پر غزې د اسراییل ۳۶ بریدونو کې یوازې ښځې او ماشومان وژل شوي

د راپورونو پر اساس، د ملګرو ملتونو ارزونې ښيي چې په غزه کې د اسراییلو لسګونو بریدونو کې یوازې ښځو او ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
ملګروملتونو ویلي، د تېرې مارچ میاشتې ۱۸مې او د اپریل ۹مې ترمنځ غزه کې د اسراییلو لږ تر لږه ۳۶ بریدونو کې یوازې فلسطیني ښځې او ماشومان وژل شوي دي.

بدخشان کې سېلابونه؛ تردامهاله ۳ کسانو ژوند بایللی او ۴ ورک دي

د بدخشان له پېښو سره د مبارزې د چمتوالي رییس مولوي محمداکرم اکبري وویل، تېرو دوو ورځو راهیسې دغه ولایت کې د ویجاړونکو سېلابونو په دلیل، خلکو ته د سر او مالي درانه زیانونه اوښتي.
هغه وویل، د سېلابونو پرمهال د یوه ماشوم په ګډون ۳ کسانو ژوند بایللی او ۴ نور نادرکه دي.
دغو سېلابونو کې شاوخوا ۳۵۰ د اوسېدو کورونه وران شوي، سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې او باغونه، کانالونه، سړکونه او پلونه یې هم وران کړي دي.

بادغیس او نیمروز ولایتونو کې په دریو کسانو د قصاص حکم اجرا شو

د اسلامي امارت سترې محکمې د دوو جلا جلا خبرپاڼو په خپرولو سره ویلي، نن جمعه بادغیس ولایت کې په دوو کسانو چې په قتل تورن وو، د قصاص حکم تطبیق شو.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغو کسانو له ډلې لومړی کس سلیمان د محمد رسول زوی د بادغیس د تګاب‌علم ولسوالي د «چاه‌جلال» سیمې اوسېدونکی او دویم کس حیدر د مجنون زوی د دره‌بوم ولسوالي «نخچرستان» سیمې اوسېدونکی دی چې د قصاص حکم پر عملي شو.