هرات کې څلور کسان د ۳۰میلیونه افغانۍ د غلا په تور نیول شوي

هرات کې د یوې ښځې په ګډون څلور کسان د ۳۰ میلیونه افغانۍ او دوه کیلوګرامه سروزرو د غلا په تور نیول شوي دي.

د یاد ولایت د امنیه قومنداني اړوند د جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر ولي‌ شاه رحمت وايي چې دغه غلا نږدې شپږ میاشتې وړاندې په کهسان ولسوالي کې شوې وه.

مزارشریف کې د بولاني‌خرڅوونکو تود بازار؛ «د ورځې تر ۵۰۰۰ افغانۍ خرڅلاو لرم»

رحمت‌الله هره ورځ د مزارشریف ښار پر یوه سړک دودیز بولاني پخوي. هغه سلام وطندار سره خبرو کې وايي، په وروستیو میاشتو کې یې پلور دوه برابره شوی دی. د ده په باور، خلک د کمزوري اقتصادي وضعیت په دلیل رستورانت کې د ډوډۍ خوړولو پر ځای د سړک پر غاړه چمتو‌کېدونکو بولاني خوړولو ته مخه کړې چې په وینا یې، د دوی کاروبار ورسره ښه شوی.

ای‌پي‌اېل لیګ؛ چینای له لکناو سره لوبه لري

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل کې نن چینای سوپر کنګز له لکناو سوپر جاینټز لوبډلې سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن دوشنبه، اپرېل ۱۴مه، ماښام ۶:۳۰ بجې د هند د لکناو په «بهارت رتنا شري اتل بې‌هاري واجپای اکانا کرېکټ لوبغالي» کې پیل شي.

افغانانو سره د پاکستان ناسم چلند؛ امیرخان متقي د وضعیت د بدلون غوښتنه کړې

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل پر اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست امیر خان متقي کابل کې د پاکستان سفارت سرپرست عبیدالرحمن نظاماني سره لیدلي.
دغه لیدنه کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغان کډوالو په جبري اخراج او ورسره په نامناسب چلند خواشیني څرګنده کړې او روان ناسم چلند یې پاروونکې او د دواړو هېوادونو د اړیکو په زیان بللی دی.

پکتيا کې دوه کسان د نشه‌يي توکو قاچاق‌ په تور نیول شوي

د پکتیا امنیتي مسوولان وايي چې د یاد ولایت په زرمت ولسوالي کې د نشه‌يي توکو دوه  قاچاق‌وړونکي نیولي دي.

د پکتـيا امنيه قومنداني څخه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د نشه‌يي توکو پرضد منسوبينو په زرمت ولسـوالي کې د یو کشفي راپور پربنـسټ دوه کسان د نشه‌يي توکو قاچاق په تور نیولي.

پر غزې د اسراییلو بریدونه؛ هغه ۶ وروڼه وژل شوي چې زیانمنو ته یې خواړه رسول

د راپورونو پر بنسټ، اسراییلي ځواکونو پر غزې بریدونو ته دوام ورکړی او تېره ورځ د غزې بېلا بېلو سیمو کې لږترلږه ۳۷ کسان وژل شوي.
په وژل شویو کې هغه ۶ وروڼه هم شامل دي چې رضاکاران وو او لوږه ځپلو فلسطینیانو ته یې خواړه ورکول.
دې سره، د یمن چارواکو هم ویلي، پلازمینې صنعا ته نږدې د امریکا بریدونو کې ۵ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

اقتصاد وزارت: ملګري ملتونه دې بیرته راستنېدونکو سره مرستې ډېرې کړي

د اقتصاد وزارت سرپرست دین محمد حنیف په مشرۍ د مرستو د جلب او جذب کمیټې نن کابل کې د حکومتي ادارو او د ملګرملتونو دفترونونو ترمنځ د بیرته راستنېدونکو افغانانو د ښه‌مدیریت په موخه غونډه کړې.
هغه دغه غونډه کې له نړیوالو بنسټونو په ځانګړې توګه ملګروملتونو غوښتي چې له پاکستانه بیرته راستنېدونکو ته د خدماتو وړاندې کولو په برخه کې فعاله رول ولري.

د هند کرېکټ غوره لیګ کې نن دوه لوبې کېږي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل کې نن یو ځل بیا دوه لوبې کېږي چې لومړی سیالي کې به راجستان رویلز له رویال چلنجرز بنګلور سره سیالي وکړي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن یکشنبه، اپرېل ۱۳مه د هند د جې‌پور په «سوای منسنګ کرېکټ لوبغالي» کې پیل شي.

د پکتیا زرمت کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سيالي پای ته ورسېدې

د پکتيا د کرېکټ بورډ امریت مسوولان وايي چې په زرمت ولسوالي کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د کرېکټ اختريز جام سيالی پای ته ورسېدې.

يادې سيالي د «زرملوال چيمپينزټرافي» تر سرليک لاندې جوړې شوې وې. په دغو سياليو کې د پکتيا مرکز ګردېز، بېلابېلو ولسواليو او کلبونو لوبډلو ګډون کړی وو.