
د امریکا او اسراییلو بریدونه؛ ایران کې ۵۵۵ کسان وژل شوي
د ایران سرې میاشتې ټولنه وایي چې د یاد هېواد پر بېلابېلو سیمو د امریکا او اسراییلو د هوايي بریدونو پرمهال د وژل شویو کسانو شمېر له ۵۵۰ څخه اوښتی دی.
د یادې ټولنې د معلوماتو له مخې، د دغو بریدونو په پایله کې لږترلږه ۵۵۵ کسان په بېلابېلو سیمو کې وژل شوي دي. سرې میاشت زیاته کړې چې دا مرګژوبله د هېواد په کچه د شویو بریدونو له امله رامنځته شوې ده.














