
مولوي عبدالکبیر: د کډوالو پر وړاندې تاوتریخوالی د منلو نهدی
د کډوالو چارو وزارت او یوناما په مشرۍ د اسلامي امارت اړوند ادارو او نړیوالو بنسټونو ترمنځ د کډوالو او کورنیو بې ځایه شویو ستونزو په تړوا تخنیکي غونډه وشوه.
مولوی عبدالکبیر دغه غونډه کې له پاکستانه د افغان کډوالو پر جبري اېستلو نیوکه کړې او د کډوالو پر وړاندې تاوتریخوالی يې د نه منلو وړ او د دواړو ملتونو ترمنځ د کرکې لامل بللی.














