غزه کې پر ښوونځي د اسراییل بمبار؛ ۱۰ کسان یې وژلي

د راپورونو پر اساس، اسراییلي ځواکونو د غزې پر بېلا بېلو سیمو بمبارۍ ته دوام ورکړی او تازه یې غزې ښار کې د ښوونځي پر یوه پناه ځای بمبار کړی دی.
راپورونو کې ویل شوي چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.
ویل شوي چې په قربانیانو کې یو ماشوم هم شامل دی چې سوځېدلی دی.

هندي کشمیر کې پر سیلانیانو برید؛ ۲۶ کسان وژل شوي

د راپورونو پر اساس، وسله‌والو کسانو د سه‌شنبې پر ورځ د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د سیلانیانو پر یوه ډله برید کړی.

دغه برید کې لږ تر لږه ۲۴ سیلانیان وژل شوي او ګڼ شمېر ټپیان دي.

دا په روان کال کې پر ملکیانو تر ټولو خونړی برید بلل شوی دی.

افغانستان او قزاقستان د ۱۴۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکتور ترمنځ د ۱۴۰ میلیون ډالرو په ارزښت د همکاریو او سوداګرۍ ٢٠ هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
له دغو ۲۰ هوکړه‌لیکونو ۳ یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره او ۱۷ نور یې بیا په سوداګریزو برخه کې لاسلیک شوې دي.

پوتین له اوکراین سره د سولې خبرو ته چمتووالی ښودلی

د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین د جګړې له پیل راهیسې د لومړي ځل لپاره له اوکراین سره د دوه اړخیزو خبرو وړاندیز وکړ.

پوتین د روسیې دولتي تلویزیون سره خبرو کې ویلي چې مسکو د سولې هر ډول خبرو ته دروازې پرانېستې او په وینا یې، له کېیف هم ورته تمه لري.

ډونالډ ټرمپ: پاپ فرانسېس پر نړۍ مین او ښه انسان و

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسېس پر مړینه خواشیني ښودلې او هغه یې، پر نړۍ مین او ښه انسان یاد کړی دی.

ټرمپ همداراز اعلان کړی چې فرانسېس ته د درناوي په پار به د امریکا بیرغ نیم‌ځوړن وي.

غزه کې بریدونه؛ ۱۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

د غزې پر بېلابېلو سیمو د اسراییلو په هوايي او روانو ځمکنو عملیاتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دوو ماشومانو او دوو مېرمنو په ګډون، دغه کسان د غزې په خان‌یونس کې د اسراییلو له لوري په نښه شوي دي.

ایران بهرنیوچارو وزیر سبا چین ته ځي

د ایران بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي سبا «چهارشنبه، اپرېل ۲۳مه» د چین په بلنه هغه هېواد ته سفر کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګوجیاکن نن سه‌شنبه، اپرېل ۲۲مه په یوه خبري غونډه کې ویلي چې دواړه خواوې به د دوه اړخیزو اړیکو او د ګډې اندېښنې وړ نړیوالو او سیمه‌ییز مسلو په اړه بحث او خبرې وکړي.