
د مرخېړیو فارم؛ کابل کې یوې مېرمنې سلګونه مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې
کابل کې د فاضله سروش په نوم یوې مېرمنې دوه کاله وړاندې لسګونه مېرمنو ته د مرخېړي «سمارق» فارم جوړ کړی چې دوی ته د عاید په سرچینې هم بدل شوی دی.
نوموړې سلاموطندار ته وايي چې په کوچنۍ پانګونې او په شخصي لېوالتیا یې، دغه فارم جوړ کړی چې اوس دې او نورو مېرمنو ته عاید هم لري.














