
افغانستان تېرکال د ۱۵ میلیون ډالرو په ارزښت غالۍ صادرې کړي
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وايي، تېر ۱۴۰۳ لمریز کال کې بېلابېلو هېوادونو ته ۳ زره او ۶۳۲ ټُنه غالۍ صادرې شوي دي. د

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وايي، تېر ۱۴۰۳ لمریز کال کې بېلابېلو هېوادونو ته ۳ زره او ۶۳۲ ټُنه غالۍ صادرې شوي دي. د

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش وایي چې د هند او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ د وروستیو کلونو پرتله تر ټولو جدي او خطرناک پړاو

د سمنګان امنیتي مسوولانو نن (سهشنبه، ثور ۱۶) سلاموطندار ته وویل، خُلم ولسوالي کې د ۵۸۰ ډوله مسافروړونکي موټر چپه کېدو په دلیل ۳ کسانو

اسراییلي ځواکونو تېره ورځ دوشنبه په یمن، لبنان، سوریې او همدارنګه په غزې هوايي بریدونه کړي چې ګڼ شمېر کسانو ته په کې مرګژوبله اوښتې ده.
که څه هم تراوسه یمن، لبنان، سوریې او غزې کې د مرګژوبلې کره شمېر نه دی مشخص شوی، خو ویل شوي چې په ټولیزه توګه دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۵۴ کسان وژل شوي دي.

د حماس یو لوړپوړي چارواکي د اسراییل له لوري د غزې د نیولو لپاره هر ډول طرحه رد کړه.
محمود مرداوي ویلي، د ګواښ او یا د فلسطینیانو د ټولوژنې له لارې د امتیاز ترلاسه کولو په موخه به د اسراییلو هر ډول هڅې له ماتې سره مخ شي.
د هغه په وینا، له اسراییلو سره یوازې هغه هوکړه مني چې بشپړ اوربند او له غزې د ټولو اسراییلي سرتېرو وتلو ته لاره هواره وي.

د افغانستان د ملي تولیداتو د پراختیا او بازارموندنې په موخه، زابل کې د لومړي ځل لپاره نندارتون جوړ شوی دی.
د نندارتون چارو سمبالوونکی تسل خان وايي، دغه ملي نندارتون به د روانې غويي میاشتې تر ۱۸مې دوام وکړي. د نوموړي په وینا، په دې نندارتون کې ۴۲ خصوصي شرکتونو ګډون کړی دی.

د پنجشېر ځايي مسوولانو وویل، د امربالمعروف او نهيعنالمنکر قانون او د اسلامي امارت د مشر وروستي فرمان پر اساس، د ژوندیو موجوداتو د انځورونو

د مالدیف ۴۶کلن ولسمشر محمد مویزو د یوه ولسمشر له لوري د اوږد خبري کنفرانس ریکارډ جوړ کړی دی.
نوموړي د ۱۵ ساعتونو لپاره د خبریالانو پوښتنو ته ځواب ورکړی دی. د محمدمویزو دفتر اعلان کړی چې هغه د «سهار له ۱۰ بجو خبري کنفرانس پیل کړی او د لمانځه له وقفې سره یې، ۱۴ ساعته او ۵۴ دقیقې» دوام ورکړ.

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې وسلهوالو د برید پرمهال پنځه پولیس له ځان سره تښتولي او د بندیانو خوشېکولو ترڅنګ یې، ګڼې دولتي ودانۍ هم سوځولي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، په دې برید کې وسلهوالو پنځه پولیس له ځان سره بیولي او لس بندیان یې هم ازاد کړي دي.
پېښه د بلوچستان د کلات ولسوالي په منګوچر سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې وسلهوالو دې سیمه کې پر یوه زندان برید وکړ.

د ایران دفاع وزیر وايي، که اسراییل او امریکا پر دغه هېواد برید وکړي، دوی به سخت ځواب ورکړي.
عزیز نصیرزاده دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ګواښ کړی چې د تهران له ملاتړ برخمنې حوثي ډلې د برید له امله به له ایران غچ واخلي.

د غزې د رسنیو دفتر ویلي چې د اسراییل محاصرې او د لوږې له امله شاوخوا ۲۹۰ زره فلسطیني ماشومان د مرګ ګواښ سره مخ دي.
د راپورونو پر اساس، د غزې د محاصرې په څه باندې دوو میاشتو موده کې، شاوخوا ۷۰ زره فلسطیني ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له امله په روغتونونو کې بستر شوي دي.

د اسراییل لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو تېره ورځ له یمن څخه بن ګوریون هوايي ډګر ته نژدې د لګېدلي توغندي په غبرګون خبرداری ورکړی چې هېواد به یې د حوثیانو پر وړاندې بریدونه ډېر کړي.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو پر اساس، نتانیاهو د کابینې له غونډې وړاندې ویلي، اسراییلي ځواکونه به د امریکا په همغږۍ یمن کې د حوثیانو پر وړاندې لا ډېر بریدونه ترسره کړي.

د پکتیا ځایي مسوولان وایي، د اريوبځاځي ولسوالي سپينېشګې تفريحي پارک يو خصوصي شرکت ته د ١٢ کلونو لپار په قرارداد ورکړل شو.
دوی وويل، قراردادي شرکت به د کوټکي له بازاره پارک پورې ٧ کيلومتره سړک په اساسي ډول جوړوي، د اوبو سيستم، ٢٤ ساعته برښنا، سيار کلينک او ځينې نورې اړينې اسانتياوې به هم برابروي.

د مایکروسافټ شرکت مسوولانو ویلي، سکایپ اپلیکېشن له څه باندې ۲۲ کلونو وروسته نن د مې ۵مه رسمآ تړل کېږي. سکایپ په ۲۰۰۳ کال کې

له پاکستانه تازه رستانه شوي ځوانان سلاموطندار سره خبرو کې وايي، په کور دننه باید ورته د کار زمینه برابره شي. یوشمېر دغو ځوانانو چې

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له قطر غوښتنه کړې چې خپله دوه اړخیزه لوبه ودروي او پرېکړه دې وکړي چې د «تمدن لوري ته دی، که د حماس پر خوا دی.»
قطر چې د حماس او اسراییلو ترمنځ د سولې خبرو د مهم منځګړي په توګه پېژندل کېږي، د اسراییلو د لومړي وزیر دغه څرګندونې «پاروونکي» بللي دي.