د هند پوځ: د پاکستان هوايي بریدونو ته مناسب ځواب ورکړل شو

د هند پوځ ویلي چې د پاکستان پوځ تېره شپه او د جمعې په سهار وختي د لوېديځې پولې په اوږدو کې پراخ هوايي او توغندیز بریدونه کړي.
رویټرز اژانس د هند پوځ په خبره راپور ورکړی چې دغه بریدونه د شپې په ۱۱ بجو پیل شول او د سهار تر ۴ بجو یې دوام درلود.

د هند او پاکستان زیاتېدونکی کړکېچ؛ د IPL سیالۍ وځنډول شوې

د روان ۲۰۲۵ کال «ای‌پي‌ایل» سیالۍ د هند او پاکستان ترمنځ د پولې دواړو غاړو ته د تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته، نن رسمآ وځنډول شوې.
د هند کرکټ غوره لیګ ای‌پي‌ایل سیالۍ وروسته له هغې ځنډول کیږي چې تېره شپه د ډيلي‌کپیټلز او پنجاب‌کېنګز لوبډلو ترمنځ لوبه، د ناامنۍ له امله لغوه اعلان شوه.

د پاکستان او هند جګړه؛ پاکستان کې له ۱۴۰ زیاتې الوتنې لغوه شوي

د راپورونو پراساس، ۴۲ الوتنې له اسلام‌اباد هوايي ډګر، ۳۶ له لاهور، ۳۴ له کراچۍ، ۱۱ له سیالکوټ، ۸ له پېښور او ملتان، ۶ له فیصل‌اباد او ۴ هم له کویټې هوايي ډګر څخه لغوه شوي.

پاکستاني رسنیو ویلي چې که څه هم په ټولو هوايي ډګرونو عملیاتي چارې پیل شوي، خو لوژستیکي او اداري ننګونې د الوتنو مهالویش اغیزمنوي.

غزه کې نښتې؛ ۸ اسراییلي سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې

د اسراییل پوځ تایید کړه چې تېره ورځ پنجشنبه د غزې سویل کې جلا جلا نښتو کې یې دوه سرتیري وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي.

د راپورونو پراساس، د حماس وسله‌والو د رفح ښار یوې ودانۍ کې چې اسراییلي سرتیري په‌کې ځای پر ځای شوي وو، ډزې کړي او دغه ودانۍ په سرتېرو نړېدلې چې یو په کې ووژل او دوه نور ټپیان شول.

لوګر کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شوی

د لوګر په مرکز پل‌علم ښار کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شوی دی. په جوړ شوي نندارتون کې زرګونه ټوکه دیني، سیاسي، ادبي، ټولنیز او معلوماتي کتابونه نندارې ته وړاندې شول.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رییس رفېع‌الله صمیم جوړ شوي نندارتون ته وویل، د کتابونو دغه نندارتون جوړېدو څخه یې موخه ځوانان کتاب او مطالعې ته رابلل دي.

اسراییلو پر حوثیانو د سختو بریدونو خبرداری ورکړی

د اسراییلو دفاع وزیر اسراییل کاتز یمن کې د حوثي ډلې پر ضد د پراخو بریدونو خبرداری ورکړی دی.

کاتز پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «اسراییل د دې وړتیا لري چې د هر ډول برید او دښمن پروړاندې له ځان دفاع وکړي. حوثیان به له سختو بریدونو سره مخ شي، که دوی پر موږ بریدونو ته دوام ورکړي. د اسراییل دفاعي ځواکونه هر ډول ماموریت ته چمتو دي.»

شمالي‌کوریا لنډواټن ویشتونکی توغندی ازمویلی

د سوېلي‌کوریا پوځ وايي چې شمالي‌کوریا نن پنجشبنه، مې اتمه د خپل ختیځ ساحل څخه د لنډ واټن ویشتونکي څو توغندي ازمویلي دي.

سوېلي‌کوریا پوځ په وینا، دغه توغندي د شمالي‌کوریا د ختیځ ساحلي ښار وونسان څخه د سهار شاوخوا ۸:۱۰ بجې توغول شوي او په سمندر کې تر لوېدو دمخه ۸۰۰ کیلومتره مزل یې وهلی دی.

د پاکستان ادعا: د هند ۱۲ ډرون مو نسکورې کړي

پوځ ویلي چې عملیات روان دي او په وینا یې، بېګاه شپه یو ملکي وګړی وژل شوی او څلور پاکستاني سرتیري ټپیان شوي دي.

د پاکستان د پوځ  ویاند احمدشریف چهودري زیاته کړې: « تېره شپه، هند څو ځایونو ته د ډرون الوتکو په لېږلو سره د تیري یو بل عمل وښود. یو ډرون لاهور ته نږدې پر یوه پوځي مرکز برید کړی.»

ترکمنستان افغانستان سره د همکاري زیاتوالو ډاډ ورکړی

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف سره ټلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو د سیاسي، اقتصادي او ډيپلوماټیکو اړيکو د کچې پر لوړولو خبرې کړي.
رشید مرادوف نږدې راتلونکې کې د ریل پټلۍ، سوداګرۍ او ټرانزيټ په برخو کې د عملي همکاریو د پراختیا خبر ډاډ ورکړ.

حوثیان: پر اسراییلو بریدونه له امریکا سره د اوربند برخه نه‌دي

په یمن کې د حوثي ډلې مذاکراتي پلاوی وايي چې پر اسراییلو بریدونه د دوی او امریکا ترمنځ د شوي اوربند برخه نه‌‌دي.

محمدعبدالسلام نن چهارشنبه، مې ۷مه رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د عمان په منځګړیتوب شوي تړون کې پر اسراییلو برید «په هېڅ ډول، شکل یا وجه» شامل نه‌دی.

پر پاکستان د هند برید ته غبرګونونه؛ ټرمپ شرموونکی بللی

د پاکستان هېواد پر بېلابېلو سیمو د هند هوايي او ډرون برید ته د نړیوالو غبرګونونو په لړ کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه برید شرموونکی بللی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هند برید خواشینونکی او له شرم ډک یاد کړی او هیله‌ یې ښودلې چې دواړه لوري دې بریدونه ودروي.

اسلامي امارت: د هند او پاکستان کړکېچ د سیمې په زیان دی

د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې د پاکستان او هند ترمنځ زیاتېدونکی کړکېچ د اندېښنې وړ بللی او ویلي، د د دواړو هېوادونو ترمنځ د وضعیت لا ترینګلي کېدل د سيمې په ګټه نه دی.
اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان اسلامي امارت امنیت او ثبات د ټولې سيمې په ګټه بولي او له دواړو لوریو غواړي چې له زغم کار واخلي.