
د غزې کلابندۍ دوام؛ ماشومان د قحطۍ خطر سره مخ دي
ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف یوه تازه راپور کې ویلي چې غزه کې زرګونه ماشومان شدیدې خوارځواکۍ څخه اغېزمن شوي. راپور کې ویل

ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف یوه تازه راپور کې ویلي چې غزه کې زرګونه ماشومان شدیدې خوارځواکۍ څخه اغېزمن شوي. راپور کې ویل

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ واک ته له رسېدو وروسته لومړني رسمي سفر کې سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو ته تللی.
منځني ختیځ ته د ټرمپ دغه درې ورځنی سفر نن سه شنبه له سعودي عربستان څخه پیل او د پنجشنبې په ورځ متحده عربي اماراتو کې پای ته رسیږي.
ټرمپ د دغه سفر په ترڅ کې د سترو اقتصادي قراردادونو د لاسلیکولو په لټه کې دی، چې په هغو کې د امریکايي صنایعو کې د سعودي د یو ټریلیون ډالرو پانګونې جذبول او پر سعودي د ۱۰۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو پلورل شاملیږي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي چې د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي نن دوشنبه مخکې له غرمې د صحي علومو

ځايي مسوولان وايي، د بدخشان اشکاشم ولسوالي کې د بیروج قیمتي ډبرو کان نړېدو په دلیل دریو کانکیندونکو ژوند بایللی. د بدخشان له طبیعي پېښو

د میانمار دولت د مخالفینو تر ولکې لاندې سیمه کې د هوايي برید کبله ۱۷ زدهکوونکي وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.
برید د واکمن جنتا ګوند له لوري پر یوه ښوونځي شوی.

د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو په کمساري توګه یوې وینا کې ویلي چې دوی باید د امریکا له پوځي مرستو ځان خلاص کړي.
الجزیرې خبري شبکې نن دوشنبه، مې ۱۲مه په یوه راپور کې ویلي چې لومړي وزیر بنتنیاهو دغه څرګندونې اسراییلو کې د کنست بهرنۍ او دفاعي کمېټې سره ناستې ته کړې دي.

د پکتيکا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست څخه په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه کورونه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست تر چتر لاندې د کډوالۍ په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنري «UNHCR» په مالي ملاتړ رغول شوي دي. خبرپاڼه کې راغلي چې د يادو کورونو ترڅنګ يو روغتون او ښوونځی هم جوړ شوي دي.

د امربالمعروف او نهيعن المنکر وزارت ویلي چې د ټولنیزو رسنیو محتوا تعقیبوي او هېڅ کس یا بنسټ ته اجازه نهشته چې ټولنیزې رسنۍ د

د حماس یو لوړپوړی چارواکی وايي چې له دوی سره برمته امریکايي-اسراییلی سرتېری «اېډن الکساندر» به ډېر ژر خوشې کړي.
د حماس یاد لوړپوړي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته دا نهدي ویلي چې دغه اسراییلی سرتېری به څنګه او کله خوشې شي؟

د خوست امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د نشه لرونکو ګولیو د پلور په تور دوه درمل پلورونکي نیول شوي دي.
د خوست امنیه قومنداني څخه نن دوشنبه، غويي ۲۲مه، په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کسان د امنيه قومنداني اړوند له نشهیي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو له لوري نیول شوي دي.

پر غزې د اسراییلو د مرګونو بریدونو او روانې نسلوژنې پر دوام، یوازې له نن «دوشنبه، مې ۱۲مه» سهار راهیسې ۱۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په بریدونو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د هند کرېکټ ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي او نړیوال ستوري ویرات کوهلي له تسټ سیالیو سره مخه ښه وکړه.
ویرات کوهلي د ۱۴ کلونو پرمهال د هند لپاره په ۱۲۳ سیالیو کې لوبې وکړې چې په تولیزه توګه یې، دې سیالیو کې د خپلې لوبډلې لپاره ۹۲۳۰ منډې وکړې.
نوموړي همداراز په ۶۸ ټسټ لوبو کې د ملي لوبډلې د لوبډلمشر په توګه هم ټاکل شوی دی. په ټسټ سیالیو کې د نوموړي د منډو جوړولو اوسط ۴۶.۸۵ دی.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست نورجلال جلالي د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر ایډوین سینیزا سلاوډر، د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان

د هلمند په بېلابېلو سیمو او ولسوالیو کي له لښکرګاه تر ناوې، نهر سراج، ګرمسېر، سنګین، مارجه او نادعلي پورې د شیدو د تولید فارمونه فعال دي.
ډېری دغه فارمونه د خصوصي سکتور لهخوا جوړ شوي چې په دودیزه توګه پهکې غواګانې روزل کېږي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراجالدین حقاني کابل کې د چین ځانګړي استازي یوی شیایونګ او د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق سره لیدلي.
سراجالدین حقاني د سیمې هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي، د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا او سیمهییز تفاهم د متقابل درناوي او تعامل له لارې ترلاسه کېدای شي.

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال حمدالله زاهد نن (یکشنبه، ثور ۲۱) کابل کې د ازبیکستان سفیر اویبیک عثمانوف سره لیدلي. دغه