
په ۴۵۵ میلیون افغانیو د کابل ـ بګرام سړک د جوړېدو چارې پيل شوې
د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر نن د کابل ـ بګرام سړک د جوړېدو چارو د پيل پرانیسته وکړه. ښاغلی برادر

د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر نن د کابل ـ بګرام سړک د جوړېدو چارو د پيل پرانیسته وکړه. ښاغلی برادر

سره له دې چې د اومېندوارۍ پرمهال روغتیايي پاملرنه د مور په روغتیا او د جنین په ودې مخامخ اغېز لري، خو له هغو ۱۵ ښځو سره چې دې وروستیو کې یې زېږون کړی، د سلاموطندار د موندنو پایلې ښيي چې د اومېندوارۍ په موده کې روغتیايي خدمتونو ته د محدود لاسرسي له امله سختو بدني کمزوريو او خوارځواکۍ سره مخ شوي.

روسیې د پنجشنبې په شپه پر اوکراین پراخ هوايي بریدونه کړي چې پهکې سلګونه بېپیلوټه الوتکې او بالستیک توغندي کارول شوي دي.
د اوکرایني چارواکو په وینا، په دغو بریدونو کې د هېواد د انرژۍ مهم سیستمونه په نښه شوي او لږترلږه اووه کسان ټپیان شوي دي.

د پکتيا ګردېز ښار کې د لومړي ځل لپاره د افغاني سرې مياشتې ټولنې لخوا د يتيمو ماشومانو او کونډو مېرمنو لپاره د زون په

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي چې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یوناما له مرستیال او د بشري مرستو همغږي کوونکي انډریکا راټواټه سره یې لیدلي. هغه نن پنجشنبه پر اېکسپاڼه لیکلي چې دې کتنه کې د افغانستان په بشري او امنیتي وضعیت، د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګرۍ او نورو سیمهییزو موضوعاتو خبرې شوي.

متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفارت ویلي، د ابوظبي هوايي شرکت «اتحاد» به د مارچ په ۲۸مې کابل ته الوتنې پيل کړي. د افغانستان

د ۲۰۲۴ میلادي کال له پاڅون وروسته بنګلهدېش کې د لومړنیو سراسري ټاکنو د رایهاچونې بهیر پیل شو.
الجزیرې شبکې نن پنجشنبه ۲۳ / فبروري ۱۲ راپور ورکړی چې د رای اچولو مرکزونه تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې پرانیستل شول او د رای ورکولو په شرایطو برابر نږدې ۱۲۷ میلیون بنګلهدېشیان د رایې اچونې مرکزونو ته روان دي.
دغو ټاکنو کې د بېلا بېلو ګوندونو يو زر او ۹۸۱ نوماندان د پارلمان د ۳۰۰ څوکيو لپاره سيالي کوي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د افغانستان څانګې (ICRC Afghanistan) اعلان کړی چې په تېر میلادي کال کې یې له ۲۱۸زرو څخه ډېرو معلولیتلرونکو کسانو ته د فزیکي بیارغونې خدمتونه وړاندې کړي دي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «د تحرک بېرته ورګرځول، د کرامت بېرته ورګرځول دي.»

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي چې ایران لېواله دی د خپل اټومي او توغندیز پروګرام په اړه له واشنګټن سره هوکړې ته ورسېږي.
ټرمپ له «فاکس بیزنس» شبکې سره په مرکه کې ویلي چې د امریکا یوه ستره سمندري بېړۍ د ایران پر لور روانه ده. نوموړي زیاته کړه: «زه فکر کوم هغوی غواړي هوکړې ته ورسېږي، او که دا کار ونه کړي، احمقان به وي.»

بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر نجونې سلاموطندار ته وايي، له زدهکړو محرومېدو وروسته، کورنیو یې واده کولو ته اړې کړي.
۲۲ کلنه زینب چې د نجونو پر زدهکړو د محدودیت لګولو پرمهال د بلخ پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د درېیم سمستر محصله وه کورنۍ یې داسې هلک سره واده کولو ته اړ کړې چې هغې ورسره رضایت نهدرلود.

د افغانستان برښنا شرکت او عزیزي ګروپ ترمنځ هېواد کې د ۸۴۵ میګاواټه برښنا د تولید پنځو پروژو د عملي چارو د پیل تړون لاسلیک شو.
د برښنا شرکت مشر ملا عبدالحق همکار نن چهارشنبه په دې تړاو جوړو شویو مراسمو ته وویل، دغه تړون د برښنا شرکت په تاریخ کې تر ټولو لوی او مهم تړون دی.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت نن (چهارشنبه، سلواغې ۲۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې د راتلونکې یکشنبې ورځ، سلواغې ۲۴مه، به د پخواني شوروي اتحاد د سره پوځ د ماتې او له افغانستان څخه د وتلو د ۳۷مې کلیزې په مناسبت په ټول هېواد کې عمومي رخصتي وي.

اوکرایني چارواکي وايي چې د روسیې د یوې بېپيلوټه الوتکې (ډرون) د برید پرمهال د اوکراین د دویم لوی ښار خارکیف لوېدیځ ته په یوه ښارګوټي کې څلور کسان وژل شوي دي.
په قربانیانو کې درې ماشومان او د هغوی پلار شامل دي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما له اسلامي امارت یو ځل بیا غوښتنه کړې چې د نجونو پر زدهکړو محدودیت لرې کړي.
یوناما نن د فبروري ۱۱ علم کې د ښځو او نجونو رول نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، څه باندې ۱۶۰۰ ورځې کیږي چې له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو منع شوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د علومو په برخه کې د جنسیتي برابرۍ پر کلیدي رول ټینګار کړی او ویلي، ساینس کې برابري د بشریت د پرمختګ لپاره اړینه ده او باید د ښځو او نجونو د علمي هیلو د پوره کېدو زمینه برابره شي. هغه ویلي، نړۍ کې یوازې درېیمه برخه څېړونکي ښځې دي.

د کاناډا بریټش کلمبیا یوه ښوونځي کې د ډزو له امله ١٠ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي. د راپورونو پر اساس، د