کونړ کې اورلګېدنې ۳۰ هکټاره ځنګل سوځولی

د کونړ په څوکۍ ولسوالي اړوند په یوه ځنګله کې اورلګېدنې نږدې دیرش  هکټاره ځنګل سوځولی دی.

د کونړ محلي مسوولان وایي چې د دغه ولایت څوکۍ ولسوالي اړوند د یوه ګل درې د نښترو یوه ځنګله کې اورلګېدلی چې نږدې دیرش هکټاره ځنګل یې سوځولی دی.

سوېل ختیځ زون کې سبا د پوليو ضدواکسين کمپاين پیلېږي

د پکتيا د عامې روغتيا رياست مسوولان وايي چې د سوېل ختيځ زون په څلورو ولايتونو پکتيا، پکتيکا، غزني او خوست کې به ۱،۳ ميليونه تر پنځه کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسين ورکړل شي.

د ياد کمپاين د پرانېستې په مراسمو کې د پکتيا د عامې روغتيا رييس ډاکټر معراج ګل عادل وويل چې  پکتيا کې به ۲۵۸ زره ماشومان واکسين شي.

اسراییلیان نتن‌یاهو ته: د شپې څنګه خوب درځي

له حماس سره د برمته شویو کورنیو غړیو د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتن‌یاهو پر حکومت نیوکې کړي او دغه اعتراضونه پراخ شوي دي.

غزه کې د اسراییلي ځواکونو د ځمکنیو او هوايي بریدونو پراخېدو سره د یادو کورنیو د نیول شویو غړیو ژوند هم له ګواښ سره مخ کړی دی.

غزه کې ۷۰ زره ماشومان خوارځواکۍ سره مخ دي

د راپورونو پر اساس، د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې غزه کې تر ۷۰ زره زیات ماشومان د خوارځواکۍ له سختې کچې سره مخامخ دي.
دې سره، غزه کې تازه یو څلور کلن ماشوم د خوړو کمښت له امله مړ شوی.
د دغه ماشوم په مړه کېدو سره، دې وروستیو پنځو ورځو کې غزه کې د لوږې له امله د مړو شويو کسانو شمېر ٣٠ ته ورسېده.

د محمد نعیم او اوتونبایوا لیدنه؛ راستنېدونکو وضعیت ته پر رسېدنې ټینګار شوی

د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتونبایېوا سره لیدلي.
دغه کتنه کې د راستنېدونکو پر اړتیاو او یوشمېر نورو موضوعاتو بحث او خبرې شوي.

بنیامین نتن‌یاهو: کاناډا، فرانسه او برېټانیا له حماس ملاتړ کوي

د اسراییلو لومړي وزیر د فرانسې، کاناډا او برېټانیا مشران غزه کې له حماس ډلې پر ملاتړ تورن کړي دي.

بنیامین نتن‌یاهو په یوې ټلوېزیوني وینا کې همداراز د یادو هېوادونو مشرانو ته په اشارې سره وویل چې دغه هېوادونه د تاریخ او عدالت ناسم لوري ته ولاړ دي.

اسلامي امارت: د تُرک دولتونو سازمان غړو سره ښې اړیکې غواړو

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، د افغانستان سرپرست حکومت د تُرک دولتونو سازمان غړو هېوادونو سره د ښو سیاسي او اقتصادي اړیکو غوښتونکی دی.
هغه نن (شنبه، د جوزا درېیمه) د دغه سازمان د ګډې خبرپاڼې په غبرګون کې ویلي چې افغانستان تُرک هېوادونو سره بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته اړتیا لري.

کندهار کې د کانګو ناروغي د مخنیوي کمپاین تطبیق شوی

د کندهار په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په مالي ملاتړ او د کرنې ریاست تر چتر لاندې د کانګو ناروغي د خپرېدو مخنیوي لپاره وقایوي کمپاین پلی شوی دی. دغه کمپاین د ویروسي ناروغیو مخنیوی، د واښو سپوږدو له‌منځه وړل او څارویو ته د پاک، صحي او خوندي چاپېریال برابرول وو.

د هلمند ګرمسېر کې ۱۰۴ کورنیو ته پاکې اوبه برابرې شوې

د هلمند محلي چارواکي وايي چې د دغه ولاین په ګرمسېر ولسوالي کې ۱۰۴ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.

دا پروژه چې د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې د یونېسف په مالي ملاتړ پلې شوې، د یادې ولسوالي د دورزو کلي ۱۰۴ کورنیو ته یې د پاکو اوبو د لاسرسي زمینه برابره کړې ده.

هرات کې ۴۰۰ بستریز روغتون جوړیږي

د عامې روغتیا وزارت سرپرست نور جلال جلالي هرات کې د ۴۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو بنسټ ډبره کېښوده.
د روغتیا وزارت سرپرست که څه هم د دغه جوړېدونکي روغتون لګښت په اړه جزییات نه‌دي ورکړي، خو په وینا یې چې د یو افغان سوداګر له لوري جوړیږي.
د یاد روغتون جوړونکي عبدالظاهر هم ژمنه وکړه چې دغه روغتون به په ښه کیفیت جوړوي او ژر به یې تعمیراتي چارې سر ته رسوي.

روسیې او اوکراین نږدې ۸۰۰ زندانیان تبادله کړي

د راپورونو پراساس، تېره ورځ د روسیې او اوکراین ترمنځ نږدې ۸۰۰ نظامي او ملکي زندانیان تبادله شول.
ویل شوي چې د دواړو لوریو ترمنځ ۳۹۰ اوکراینیان او همدومره شمېر روسي زندانیان تېره ورځ جمعه تبادله شوي او ټاکل شوې نن شنبې او سبا یکشنبې به هم د زندانیانو تبادله دوام وکړي.
د راپورونو پر بنسټ، تمه کیږي چې کیف او مسکو به خپلو کې ۲۰۰۰ بندیان تبادله کړي.