د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین؛ تر ۱۱میلیون ډېر ماشومان واکسین کیږي

روان میلادي کال کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین د تطبیق سراسري کمپاین دویم پړاو نن (دوشنبه، جوزا پنځمه) هېواد کې پیل شو.
د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، دغه کمپاین څلور ورځې دوام کوي او په کې تر پنځه کلنۍ کم‌عمره ۱۱ میلیون او ۸سوه زره ماشومان واکسین کیږي.

له هرات څخه اروپايي هېوادونو ته ۲۵ ټُنه اچار صادر شول

د هرات محلي مسوولان وايي چې له دغه ولایت څخه نن «دوشنبه، غبرګولي پنځمه» د یوه تولیدي شرکت له لوري ۲۵ ټُنه اچار اروپايي هېوادونو ته ولېږدول شول.

د هرات والي نوراحمد اسلام‌جار په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته د وینا پرمهال دغه ګام ستایلی او ټينګار یې کړی چې د صادراتو برخه کې سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې شوې دي.

هلمند کې یوې مور پنځه ماشومان زېږولي

د هلمند د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې په بُست ولایتي روغتون کې پرون «یکشنبه، غبرګولي ۴مه» یوې مور پنځه ماشومان زېږولي دي.

د عامې روغتیا ریاست د نشراتو مسوول میرولي راحل سلام‌وطندار ته ویلي چې زېږېدلي ماشومانو کې درې هلکان او دوه نجونې دي.

د میدان‌وردګ د چک بند تفریحي سیمه کې سیلانیانو ته هوټل جوړېږي

د دغه ولایت له مقام څخه سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد هوټل د جوړېدو لپاره رسما سروې د «هوټلونو د امارتي شرکت» د مسلکي ټیم لهخوا  پيل شوې او ټاکل شوې چې په دې سیمه کې به د ودونو تالار، رستورانت او هوټل ترڅنګ د سیمې خلکو او سیلانیانو لپاره ګڼې نورې اسانتیاوې هم برابرې شي.

ډونالډ ټرمپ: پوتین لېونی شوی، ټول اوکراین غواړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین له اوږدې مودې راهیسې پېژني او په وینا یې، نوموړي ته څه پېښ شوي او په بشپړ توګه لېونی شوی دی.

نوموړي دغه څرګندونې پر خپله ټولنیزه رسنۍ «تروټ میډیا» کې کړې دي.

ټیلیګراف رسنۍ: د چین پوځ د نړۍ په پیاوړي ځواک بدل شوی

د چین پوځ ځینو نظامي اطلاعاتي حوزو کې په چټکۍ سره له امریکا متحده ایالتونو د مخکې‌والي په حال کې دی، کومې موضوع چې واشنګټن کې اندېښنې راپورته کړي.
ټیلیګراف زیاته کړې چې د چین پوځ تېرو ۲۵ کلونو کې له یوه کوچني ځواک څخه، د نړۍ په تر ټولو ستر او پیاوړي ځواک بدل شوی دی.

غزني کې د پلاستیک د تولید یوې فابریکې فعالیت پیل کړ

غزني کې د ۳۵۰ زره امريکايي ډالرو په پانګونې سره یوې تولیدي فابریکې فعالیت پیل کړ.
دغه فابریکه کې چې تېره ورځ يې فعاليت پیل کړی، لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې.
د صابر غني‌زاده په نوم د دغې تولیدي فابریکې مسوول سمیع‌‌الله غني‌زاده وویل، ٢٤ ساعتونو کې د ٣ ټنه پلاستيکي کڅوړو او ښیښه‌ای پلاستیک د تولید ظرفیت لري.

شمالي‌کوریا کې د جنګي بېړۍ خرابېدو له امله لوړپوړي چارواکي نیول شوي

د شمالي‌کوریا دولتي رسنۍ اعلان کړی چې دغه هېواد کې د کښتۍ جوړولو یوشمېر چارواکي د یوې جنګي بېړۍ د خرابېدو له امله نیولي دي.

دغه جنګي بېړۍ چې ۵۰۰۰ ټُنه وزن لري، څو ورځې وړاندې سیند ته د ښکته‌کولو پرمهال زیانمنه شوې ده.

د شمالي‌کوریا مشر کېم جونګ اون چې د دې پېښې شاهد و، ګواښ وکړ چې مسوول چارواکي به بې‌ځوابه پرې نه‌ږدي.

روسیې افغانانو ته د بشري مرستو رسولو لپاره WFP سره مرسته کړې

روسیې د اړمنو افغانانو لاسنیوي لپاره، هېواد کې د خوړو نړیوال پروګرام WFP سره بشري مرسته کړې.
د مرستو دغه چوپه کې ۱۲۸۰ مټریک ټنه غني شوي اوړه شاملیږي چې نن شمال زون کې د خوړو نړیوال پروګرام ته سپارل شوې.
مزار کې د روسیې کنسول د دغو مرستو د سپارلو پرمهال افغانانو سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

له یمن پر اسراییلو توغندیز برید شوی

د اسراییلو پوځ وايي چې له یمن د دوی پر لوري توغول شوی، توغندی یې، شنډ کړی دی.

د اسراییلو پوځ له دې وړاندې ویلي و چې په بېلابېلو ښارونو کې د خطر زنګ وهلی شوی و او د یاد توغندي د شنډولو لپاره دفاعي سېسټم چمتو شوی و.

کونړ کې اورلګېدنې ۳۰ هکټاره ځنګل سوځولی

د کونړ په څوکۍ ولسوالي اړوند په یوه ځنګله کې اورلګېدنې نږدې دیرش  هکټاره ځنګل سوځولی دی.

د کونړ محلي مسوولان وایي چې د دغه ولایت څوکۍ ولسوالي اړوند د یوه ګل درې د نښترو یوه ځنګله کې اورلګېدلی چې نږدې دیرش هکټاره ځنګل یې سوځولی دی.