
میدانوردګ کې راستنېدونکو ته د ځمکې د وېش لړۍ پیل شوه
د میدانوردګ مرکز میدانښار کې د بېرته راستنېدونکو د هستوګنې لپاره د ۸۰۰ جریبه ځمکې د وېش بهیر پیل شوی دی.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د کور او ښار جوړونې وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني او د میدانوردګ چارواکو ګډون کړی وو.














